پكتيكا چارواكي: ناټو څلور طالبان وژلي

January 16, 2010 – 6:51 pm

په پکتيکا ولايت کې د شپږو وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی.

د پکتيکا والي وياند مخلص افغان وايي چې د شنبې په شپه د پکتيکا ولايت اړوند د ارګون ولسوالۍ د بالۍ په سيمه کې د ناټو ځواکونو په هوايي بريد کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

د والي وياند زياته کړه ياده شوی وسلواله ډله هغه کسان دي چې د دې ولايت په بيلابيلو سيمو کې د لويو لارو په غاړه ماينونه ځاى پر ځاى کول.

وياند دا هم وويل چې د نوموړو کسانو څخه يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم د ناټو ځواکونو لاس ته ورغلې.

خو وسلوالو طالبانو تردې مهاله تراوسه څه ندي ويلي چې ياد شوي کسان د دوی پلويان دي او که نه

Post a Comment