خوست: د سړك جوړونې يو ساتونكى ووژل شو
January 16, 2010 – 6:57 pmپه خوست ولايت کې دوو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور مشکوک کسان نيول شوي دي.
لومړۍ پېښه دخوست ولايت د صبريو ولسوالۍ اړوند د خلبسات په سيمه کې د سرک جوړونې د يو شخصي شرکت په ساتونکو پسې د سرک غاړې ماين چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د خلبسات ولسوال زرمايد مخلص ووايي چې د پېښې په ترڅ کې د نوموړي شرکت يو تن ساتونکى وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
د پېښې مسوليت وسلوالو طالبانو منلى او د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو ادغا کوي خو ولسوال دا خبره ناسمه بولي.
بل خوا په دې ولايت کې د ميشتو ناټو ځواکونو له لورې په يو خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې تيره شپه د باک په ولسوالۍ کې ناټو ځواکونو او افغان پوليسو ګډ عمليات ترسره کړي ، چې په پايله کې څلور کسان د طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي دي.
که څه هم د وسلوالو طالبانو يو تن وياند په يادو عملياتو کې د خپلو پلويانو شتون ردوي ، خو دسيمي اوسيدونکي وايې چې نيول شوي کسان بې ګناه ملکي وګړي دي په هيڅ وسلواله ډله پورې تړاو نلري.