نوي نوماند وزيران به له ولسي جرګې وټاكل شي

January 18, 2010 – 9:48 am

لمر نيازى – كابل

د افغانستان د ولسي جرګې يوې غړې چې د نوم له ويلو يې ډډه كوله تاند وېبپاڼې ته ويلي چې د راتلونكې كابينې ډېرى نوماند وزيران به د ولسي جرګې له غړو څخه ټاكل كېږي.

سرچينه زياتوي چې ولسي جرګې ته په دوو دورو كې د ورپېژندل شويو ډېرى وزيرانو د ردولو اساسي لاملونه دا دي چې د ولسي جرګې يو غټ اكثريت غړي سره يو لاس شوي دي او په دې هڅه كې دي چې كابينې ته له خپلې ډلې څخه كسان وړاندې كړي.

د همدې سرچينې د معلوماتو پر بنسټ دغو غړيو د كابينې د درېيم ځل تائيد دپاره پر جمهور رييس كرزي يو ډول فشار راړوى او په دې هڅه كې دي چې له ولسي جرګې څخه د وزيرانو په ټاكلو كرزى له درېيم رنګيز كوټ څخه وژغوري.

جمهور ريس كرزي ته نږدې سرچينې هم وايي چې ښايي نوموړى هم د ولسي جرګې د غړو دا غوښتنه په دې موخه ومني چې د كابينې جوړولو نانندرييز حالت ته د پاى ټكى كېږي، ځان او ولسي جرګه له يو ډول رشخند او رسوايي څخه وژغوري.

سرچينه وړاندې زياتوي چې په پام كې دى د ولسي جرګې وكيله اغلې محققه ساهره شريف د ښځو چارو د وزارت دپاره د درېيمې نوماندې په توګه وروپېژني. د كره توب پر بنسټ سرچينه دا خبره هم كوي چې د قومونو او قبايلو وزارت دپاره د رد شوي نوماند وزير ارسلاجمال پر ځاى به د ولسي جرګې غړى نادرخان كټوازى او ويل كېږي چې ډاكټر كبير رنجبر به د لوړو زده كړو وزارت او يو شمېر نور وكيلان چې علمي او كاري وړتيا لري پاتې وزارتونو ته ونومول شي .

خو بلخوا همدا سرچينه په لومړي پړاو كې د ځينو رد شويو وزيرانو د برخليك په اړه وايي چې په راتلونكې كابينه كې به دوه يا درې رد شوي وزيران نورو وزارتونو ته انتخاب شي.

سرچينه زياتوي، په پام كې دى د مخابراتو رد شوى وزير اميرزى سنګين دا ځل د برېښنا د وزير په توګه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي. نوموړې وايي چې كه څه هم اميرزى سنګين مخابراتو وزارت ته وړ كس وو خو ولسي جرګې د هغه د ردولو ناسمه پرېكړه ځكه وكړه چې وكيلانو غوښتل وړاندې كړي وزيران په غوث اكثريت رد كړي او له دې لارې كرزى مجبور كړي چې وزيران له همدې ولسي جرګې څخه غوره كړي.

.

Post a Comment