مه ځه ها محل ته چې ښيښې يې غبار نه نيسي

January 22, 2010 – 9:09 pm

باد رالوتى، وتى نا خبر د شپول له حال يمه

پړانك راپسې وتى غشى شاته دى غزال يمه

جنګ ته د مغرور ځي ګرد وهلى كاڼى نه اخلي

يار چې تېر شي باد به مې روښانه كړي چې لال يمه

ستا د دې مغرور قامت له سر پرېوتى تږى وم

جوړ د هنر لوى كلال له خاورې د زوال يمه

مه ځه ها محل ته چې ښيښې يې غبار نه نيسي

راشه زه هم پروت په لانده لوښي د كلال يمه

ووايه او ووايه اذان د تقدس سرود

خير كه وتى زه له تورې ژبې د بلال يمه

  1. 2 Responses to “مه ځه ها محل ته چې ښيښې يې غبار نه نيسي”

  2. ډېر زيات خه غزل دى. پوه نه شوم چې شاعر ئې څوک دى.

    Very nice poem (Ghazal). Especially the last two baiths. However, the poet’s name is not published.

    Eng. Mateen

    By Eng. Wakil Mateen on Jan 23, 2010

  3. مننه
    ګرانه د دې شعر لیکونکی بولې او که شاعر هغه زه پخبله لمر نیازی یم.
    ګرانه له تاسو مننه کوم، هیله کوم که تاسو هم کوم شعرونه، خبرونه یا نورې لیکنې لری نو نن وېبلاګ ته یې د خپرېدو دپاره راولېږی

    مننه
    ودان اوسې

    By nan on Jan 24, 2010

Post a Comment