د پکتيا والي د روغتيا رييس په څپېړو تېر کړ(تازه خبر)
January 25, 2010 – 6:33 pmد پکتيا والي جمعه خان همدرد نن د سلواغې په ۵ نېټه ددې ولايت د عامې روغتيا ريس ډاکټر محمد نادر نوري وډباوه.
نوموړی ريس هغه مهال وډبول شوچې د ولايت له اداري مجلس وروسته يې د مجلس په سپکاوي پيل وکړ او ټول مجلس ته يې کنځلې وکړې
کله چې والي همدرد د ډاکټر نوري کنځلې واورېدې نو يې د هغه په ويلو شروع وکړه او وروسته يې له خپلو ساتونکو څخه هم د( لا زياتې) همکاري غوښتنه وکړه.
د دې شخړې په ځای کې يو شمير نور رييسان هم حاضر وو او د دې پېښې تاييد کوي.
يوه رييس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي نن وېبلاګ ته ويلي چې ډاکټر نوري په لغتو او څپېړو سخت وهل شوی او زياتوي چې په خوله او پوزه يې هم سخت ټپونه خوړلي
دغه رييسان وايي چې دوی ټولو له والي وغوښتل چې نوري وبښي.
د پېښې عيني شاهدانوويلي چې د روغتيا رييس ډاکټر نوري د شخړې په ځای کې د خپلې دندې د استعفا خبره وکړه او د روغتيا رياست د چارواکو په وينا د درملنې دپاره نېغ کابل ته لاړ.
دپام وړده چې د پکتيا والي جمعه خان همدرد څه مهال وړاند ې هم د عامو خلکو په موجوديت کې د عظيم په نوم ددې ولايت د ملي امنيت يو مامور وهلی او ښکنلۍ ؤ.
نوټ: لوستونکو! کولاۍ شۍ د کلام د عفت په پام کې نيولو سره مزاحيه تبصرې هم وليکۍ.
21 Responses to “د پکتيا والي د روغتيا رييس په څپېړو تېر کړ(تازه خبر)”
د ښې حکومتداري د رامنځته کولو لپاره ځینې وخت کوتکماري ته هم اړتيا ليدل کېږي
په پښتو کې متل دی چې : کږې خولې په سوک سمېږي …….. په رښتیا هم چې ځینې خلک د قلم او يا د وينا په ژبه هومره ښه نه سمېږي لکه د کوتک په ژبه . خو که همدرد صاحب د کوتک تر څنګ د قلم نه هم کار واخلي او د داسې کسانو د منفک کولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
By کوچی on Jan 25, 2010
اسلام علیکم ورحمته الله.
که حه هم ندی ذکر شوی چی کنخلی په کومو الفاظو شوی اوولی شوی دی ایا دملی کتوپه خاطر اویا…
خودا معلومه خبره ده جی دیو دولتی مقام له خولی او هغه هم په دولتی اداره کی او دچارواکوپه وړاندی کنځلی کول په لوړه کجه بی ادبی کنل کیږی پس خه شه وایی چیرته دب هلته ادب.
By haqmal on Jan 25, 2010
داسې ويېل کېږي چې (نوري) په وړکتوب کې له زانګو نه په سر رالوېدلی و چې د ډاکټرانو په وينا ، نوموړي ته له همدې امله روحي ستونزه پيدا شوې وه او زياتره وخت به يې په مسايلو کې له ولولو او احساساتو کار اخيست.
د زیاتو درمل خوړلو او تعويذونو په ګرځولو يې علاج ونشو او زه فکر کوم چې د همدرد صاحب څپېړې به اغېزمنې وي او له همدې سره به يې دا سرته ختلې تبه ووزي.
By توتاخېل on Jan 25, 2010
زه فكر كومه جه اول خو بايد دامعلومه شي جي نوري صاحب ولي رئيسانو ته بدي خبري او شكنحل وكرل او كه جيرته هغه غلت وي نو بايد همدرد صاحب هغه ونه وهي حكه دوي خو به مدرسه كشي ندي ناست جي به وهلو شاكردان لاري ته راولي دي بايد هغسي يو كار كري وي خنكه جه دي يو بوه او باتجربه والي سره شايي . به توله نري كشي به زما به فكر داسي نه وي شوي جه يو حكومتي مأمور دي يوه بل حكومتي مأمور به لغتو ووهي به دي خاطر جه هغه اصلاح شي.
به درناوي
By عبد الرحيم خان بكتياوال on Jan 26, 2010
dear zabardast kar eai kari dai manana la Hamdard na
By totakhail on Jan 26, 2010
سلامونه تولو پکتیاوالوته زماپه نظردیریوجالب کارشوی په درناوی
By محمدآصف on Jan 26, 2010
کاشکی همدرد صاحب د یو سو ورزو لپاره د کرزی پر چوکی ناست وای. چی دا د بلخ فرعون عطااو دا نور جاپلوسان یی هم شه دربولی وای.
By Javed on Jan 26, 2010
زه ټولو وروڼو عزیزانو ته درناوی او ښې هیلې وړاندی کوم او په همدې ترتیب دښاغلی محمد آصف خان پام دی ټکی ته را اړوم هغه چې پښتانه متل لری او وایې چې ( د بې غیرته او دوس داد زور په ادې رسیېږې ) همدا بې غیرته همدرد نه وه چې د خطا ( عطا ) او مرتد ګلم دزد دوستم ته یې پشتانه په شبرغان او مزارکې په ډاګ پریښودل او د کورزی کاکو لمن ټینګه ونیوله ، او ځان یې په پکتیا کې والی کړ، پکتیاوال ټول سټ او دومره بې لاسه او بې پښو شول چې کورزی یو ناولی بې قومه او بې قبیله یو ناقل چې نه یې پلار معلوم دی او نه یې نیکه پری مقرر کړ ، او دا چې نن که ریس وهی او که چپراسی کورزی او دکورزی بادارانو واک ورکړی نو حق لری چې خلک په سوکانو او څپیړو ووهی ، دا خو دده دامیر صاحب ګلو رسم او رواج دی ، نو که خدای جل جلاجله رحم وکړ ، دولس په زور حکومت چوړ شو ، نو یقین لرم چې دګلو خیلو او ترکیخیلو دبانډونو سر زورانو په پوزو کې ملت پیزوانونه ور واچوی ، دا ورځ لری نه دی ولس په خدای عقیده لری اخوانیان او کمونستان په ګلو او ترکی ایمان لری . نو لوی الله جل جلاجله به خپل عدالت پلی کوی .انشآالله ورحمن .
By Amir Ghani on Jan 26, 2010
والي صاحب ټول عمر دوهلو سره اشناده که او دوهلو چل دیر شه ورزی دا خو دیر شکرور ؤ شه ده چی په شکر یی نه ده وهلی
By wafadar on Jan 26, 2010
َامیر غنی او وفادار صیب
زه نه پوهیژم چې تاسو دې لرمون نه غژیژی او که بل ځوک مو غژوی؟ موضع دی نا اهله ریس په اره وه او تاسو دې بل لوری ته څرخیږی؟
By میرغوث on Jan 26, 2010
بیا یی هم و وهه
By ali on Jan 26, 2010
ډیرښه ي کړی دی چه وهلی ي ده ډیر اوقی ریس وه
By awaljan on Jan 26, 2010
سلام دا چه دپکتیا والی دعامی روغتیا ریس وهلی دی دا یودیر شه کارشوی دی زکه چه نوری شه اخلاق نه درلودل او شه سری نه وه مننه
ګرانه! هر څه به كوې خو د نورو شخصيتونو ته به سپكاوى نه كوې او د خلكو له نومونو څڅه ناسمه ګټه مه پورته كوئ.
، تاسو ليكلي الياس وحدت، خو اما الياس وحدت زما دوست دى. تاسو شفيق ساحل نومېږئ، او دويمه تبصره د صميم نصرت نومي هم د الياس وحدت په نوم ليكلې وه، ځكه چې ستاسو د برېښناليك ادرسونه په اتوماتيك ډول له تبصرې سره يو ځاى راغلى. هيله ده چې بل ځل د نورو خلكو له نومونو څخه ناوړه ګټه پورته نه كړۍ.
منننه
د نن وېبلاګ اداره
By صميم نصرت on Jan 26, 2010
سلامونه شه کار ي نه دی کری چه نوری صاحب ي وهلی دی خو نوری لژسه روحی تکلیف لری خونور
دیرزیات فعال سری دی زکه چه درغلی ی نه خوشیژی
By الیاس وحدت له ګردېز څخه on Jan 26, 2010
میر غوث الدین وروره زه دنوری په هکله پوره معلومات لرم په ټولنه او کور نې خپل لیونۍ هم یوه ورځ په درد خوری ټه سیاسی تحلیل نشی کولې دا دپکتیا ولایت او دوالی صاحب دپاره بدنامی ده نه غواړم چی والي صاحب په اینده کې دځان عزت په داسی کارو بدنام کړی والی صاحب کولۍ شی چی له نور لارو څخه مصله هواره کړی او ته هم ماته ځان راوبیژنه زما ټلفن ده ۰۷۹۷۰۸۷۶۳۵
By wafadar on Jan 27, 2010
وفادار صیب مننه ستاسو د هر ارخیزو مالوماتو!!!!
لدی مالومیزی چی به سیاست کی مو خورا [یرنه او مطالعه کریده ؟؟
زه خو تحلیلگر نه یم ؟ خو د همداسی خلکو سره همداسی والیان جوریری . که داسی والی په پکتیا کې نه وای نو د ګردیز په ښار کی له ۵۰ کلنو راهیسی یو والی وه نشو کولای چی د زور واکو څخه بی نقشی دوکانونه مارکیتونه او هوتلی ورانی کری !!!!!
خو همدا یو والی دې چی د والیانو صلاخیت یی خلکو ته وښود او همدا وه چی د ګردیز پوهنتون سرک ته مخامخ د خوست اډه هم لیدلی شو سر دومره پراخه شو.
اوس که خدای کوول د خواجه حسنیو بی نقشی کورنو وار دی !!!!!
نو زه یو غریب افغان پکتیاوال یم
کله چی له مزدوری نه ازګار شووم نو تلیفون به درته وکرم مننه
By میرغوث on Jan 27, 2010
زه خو فکر کوم چی دا یو نامناسب کار شوی چی یو دولتی مامور دی بل دولتی مامور د خلکو په وراندی جسمی او معنوی تعذیب کری.زمونژ په تولنه کی دا دوهلو دود د دیر وخت راهسی رایج دی او علت یی همدا دی چی وهل او دربول دی. شه خبره خو داوه چی والی صاحب د قانونی وسایلو نه کار اخستی وای گته به یی دا وای چی د یوی خوانه به ریش مجازات شوی وای او د بلی خوانه به د قانون حاکمیت را مینخ ته شوی وای او د والی صاحب وقار او حیثیت به برحال باتی وای.یو مشکل چی موژیی به خبله تولنه کی لرو هغه داده چی موژ دهمیشه لباره هیرو خوشوو خوبه دی بسی نه گرزو چی دا هیرو مثبت کار کوی او که منفی. بس وایو چی چیرته چی دب نه وی هلته اداب نه وی.دب شه دی مگر به خبل زای کی. دا خو دی همدی دب نتیجه دی چی اوس د 60 ممالکو مستعمره یو زکه چی مسایل به کوتک حل کوو چی بایلی یی شه روشانه دی. باید ووایم چی زه د جلال اباد یم او د بکتیا د عامی روغتیا له ریش سره اشنای هم نه لرم.
By ذاکرالله شینواری on Jan 27, 2010
میر غوثالدین ته هم دپخونیومشرانو په شان ښه غوړماری کولی شی که ستا په شان یو یا دوه نور پیدا شی نو پکتیا به یو ځل بیا دشملورو کور وګرزی شه خبره دادی چی ته ما پیژنی یو ځل زما دوتر ته راشه چی سر دی درخلاس کړم ته حق نلری چی زما په لیکنه نیوکه وکړی دریس په اړه هرڅوک خپل نظر لری خو زه چفلوس نه یم والی خو نه زما او نه ستا پلار دی او نه مونږ ته څه راکوی زه دیو پکتیا وال وهل دبل ولایت په واله باندی شرم ګڼم زه نه پو هیږم چی ته څوک یی ماته پکتیا وال نه شکاری ،
By rahim on Feb 1, 2010
وفاداریم میرغوثوالدین په پورتنۍ لیکنه کې مې نوم رحیم ده چې پیدادی کړم دخپل حق غوښتنه به ډیره ښه درنه وکړم فکر کوم بل چا تشویق کړی یې خو ما تاته دټلیفون نمبر لیکلی ده ماته ټلفون وکړه ،
By rahim on Feb 1, 2010
وفادار صیب
ما خو داسی کوم [ه ندی لیکلی چی ّه تاسو دومر بد ولزیده < لومری خو زما موخه د امیر غنی به تبصره وه میرغوث on Jan 26, 2010
نوری صیب زه په رسمیاتو پیزنم ستا سره د پکتیاتوب غم دی زماسره د تول افغانستان همدې سمتی توپیرونو مونږ تباه کرو !!!
والی صیب یو مسلمان مجاهد دي نیمګرتیا په هر چا کې شته ، دا نه وایم چې د نوری په وهلو به یو څوک شه ښکاره شی ؟ هیځوک باید له سپکو سره څان سپک نه کری .که ریښتیا درته ووایم زه تر اوسه له همدرد صیب سره ناست هم نه یم او نه مې پیزنی نو په دې کې غورماری له کومه شوه مونز هیله یوازی پرودګار ته کوو،
پاته شوه د پیزندګلوی خبره ! زه تا هم بلکل نه پیزنم او نه اړتیا لرم چی تلیفون وکرم !!!
زما اصلی نیوکه د امیر غنی به تبصیره وه وکر!!! هسې ته د امبلوکو تول کې راعلی
تیر په هیر
هیله مند یم چې اوس دې سر پرې خلاص شوی وی
By میرغوث on Feb 2, 2010
1
By Attal on Feb 2, 2010