عراق ته!

January 27, 2010 – 3:23 pm

د لمر نيازي سپين شعر

عراقه!  

د تېلو ټول څاګان دې

د انساني او حيواني وينو بانكونه جوړ شه!

چې د بغداد د كوڅو

واړه، ټپي ماشومان

چې د بصرې د دښتو

په وينو سره، سره اوښان

دې ترې نه وينه واخلي

په وينو سره امبلانسونه دې

لكه ډانچې د انسان

ويجاړ ويجاړ پاتې شه

ځكه چې دوى هم تېل څښي

او د لوېديځ چورلكې

دې په رېګزارو ځمكو

زنګ پاتې شه

چې د كردانو كونډې

له سترګواوښكې توى كړي

په غوڅو ګوتو د دجلې او د فرات په څنډو

د برېتورصدام حسين په وير كې

مرثيې وليكي

 

ګرانو لوستونكو! هيله ده چې د دې شعر په اړه د ورورئ نظر راكړئ او په اړه يې تبصرې وليكئ

  1. One Response to “عراق ته!”

  2. grana sa lamona me wamana hila da chi rog ba waye. gra na ser di der po zra poray da wakighan chi ta hpalo hyalato ki di eraq kwando,yatimana aw sahidano anzorona di po ki rahisti di aw dwaham eraq chi haga afghanistan da iaw ham da di ham po hpalo hyalono ki zai warkarai da zama po nazar dir hkwali pagham po ki prot da aw di hoday saha da ghwaram chi hamdasay tal wa zaligay po dranaht

    By farid khan on Jan 30, 2010

Post a Comment