يوې ښځې پوليس په ډزو وواژه
February 4, 2010 – 7:37 pmد پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې تېره شپه يوې ښځې خپل زوی چې د پوليس دنده يې اجرا کوله، د کلاشنکوف په ډزو وواژه.
د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عزيز احمد وردک دغه پېښه تاييدوی او زياتوي چې وژل شوي پوليس په زرمت ولسوالۍ کې دنده لرله. نوموړي نن وېبلاګ ته وويل چې پېښه تيره شپه د زرمت د مرکز تعمير بازار سره نږدې کلي کې رامنځ ته شوې. قوماندان عزيز احمد دا هم وايي د لومړنيوراپورو له مخې وژل شوی کس يارمحمد نوميږي او له څو مياشتو راهيسې په همدې ولسوالۍ کې په دنده ګمارل شوی و.
د سيمې خلک وايي چې وژل شوي پوليس په سيمه کې له عامو خلکو سره هم سمه رويه نه کوله چې بالاخره د خپلې مور لخوا دېرش ډزه وويشتل شو. د اجمل په نوم د سيمې يو اوسېدونکی هم وايي چې وژل شوی کس يارمحمد نومېږی او زياتوي چې عمر يې نږدې ۲۵ کاله و. نوموړي زياته کړه چې دغه پيښه د مور او زوی تر منځ د په کورنيو مسايلو کې د خپلې منځي جنجال له امله رامنځته شوې.
هغه دا هم وايي چې تر دې مهاله د دغې پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل دوی ته هم ندی معلوم شوی.
د يادولو وړ ده چې په پکتيا ولايت کې دا لومړی ځل دی چې د يوې مور لخوا خپل پوليس زوی وژل کيږي.