چاودو دېوالو توتکۍ وساتی!
February 6, 2010 – 6:25 pmمه پرېږدۍ د کاڼو ګولۍ وساتی
غرونو مېرڅنو ته څوکۍ وساتی
وخت د انقلاب کې به په ښه درشي
زړونو حافظه کې سپرغۍ وساتی
امن له غرو واوښت را ناره يې کړه:
چاودو دېوالو توتکۍ وساتی!
لاړه جونو ميره يې شهيده شوه
پېغلو په يادګار يې بلۍ وساتی
د لمر نيازي نوی شعر