د لوګر- ګردېز- خوست لويه لاره واورو بنده كړې

February 8, 2010 – 5:55 pm

د ګردېز او لوګر تر منځ لويه لاره د تېرې په کنډو کې له نږدې پنځو ساعتونو راهيسې د واورو له امله د ترا فيکو په مخ تړل شوې ده

دغه لاره ، چې سوېلي ولايتونه د لوګر له لارې، له پلازمېنې کابل سره نښلوي ، اوس په تېرې کنډو کې دواړه خوا په لسګونو موټر بند پاتې دي .
محمد رحمان، چې په يوه  سر اچه موټر کې کابل ته را روان و ، له ٢:٣٠ بجو راهيسې په تېرې کنډو کې بند پاتې دى .
 هغه ، د مازيګر شاوخوا څلور بجې نن وېبلاګ ته وويل : ((  دوه نيمې بجې به وې ، دوه لوى برف کوچونه راغلل او لاره يې وتړله . ))
د هغه په وينا، که څه هم واورې ښوېدنې موټر لاندې نه کړل ، خو لاره يې پوره بنده کړه .
 د  پکتيا سرپرست والي عبدالرحمن منګل ، د پكتيا ولايت په فوايد عامې او کليو پراختيا رياست  نيوکه وکړه او هغوى يې په خپل کار کې پاتې وګڼل .
هغه نن ته وويل : (( فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو ويلي وو ، چې لارې به په ژمي کې پرانېستې ساتي، خو دا ده لاره له پنځو ساعتونو راهيسې بنده ده . ))
د ګردېز د ترافيکو مديريت يوه کارکونکي مجيب په وينا، دوى د لارې له بنديدو خبر دي ، خو پرانېستل يې ددوى دنده نه ده او نه امکانات لري .
 همدارنګه د ګردېز- خوست ترمنځ لويه لاره ، د سټو په کنډو کې د يوې لارۍ د چپه کېدو له امله ،  له نن سهار راهيسې  بنده ده .

Post a Comment