Archive for the ‘شعرونه او ادبي ټوټې’ Category
Sunday, March 7th, 2010
د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د كب په ۱۵مه د يوې غونډې پر ترڅ كې زده كړو ته د نجونو د هڅولو لړۍ پيل شوه.
دغه غونډه چې د پكتيا ولايت د ښځو چارو په رياست كې جوړه شوې وه د دې ولايت د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »
Thursday, February 18th, 2010
ليكوال : محمد داود ((تپان))
_ ته پوهېږې چې ولې دې د خلكو په مخكې نوم نه اخلم؟!
فكر كوم بې ځوابه به يې، ځكه چې ته تر اوسه له داسې يوې پوښتنې سره نه يې مخ شوې او نه دې په دې اړه ژور فكر كړى.
بيا هم كه پوهېږې ممكن هغسې ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »
Monday, February 15th, 2010
وږي دي د وينو توېدو ته ځيګر پرې كړي
پاى بۀ دا نړۍ لكه مڼه په خنجر پرې كړي
نده چې پستې ګوتې د هوښ په سړو كلكې دي
دا چې رباب غلى شي رګ رګ يې هنر پرې كړي
حسن لكه وينه په رګ، رګ كې زړه ته نه راځي
نوى لېونتوب كوي چې ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »
Saturday, February 6th, 2010
مه پرېږدۍ د کاڼو ګولۍ وساتی
غرونو مېرڅنو ته څوکۍ وساتی
وخت د انقلاب کې به په ښه درشي
زړونو حافظه کې سپرغۍ وساتی
امن له غرو واوښت را ناره يې کړه:
چاودو دېوالو توتکۍ وساتی!
لاړه جونو ميره يې شهيده شوه
پېغلو په يادګار يې بلۍ وساتی
د لمر نيازي نوی شعر
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »
Thursday, February 4th, 2010
(زمانې ته لمړی شعر)
زمانه وه چې د کلي شوخ ماشوم وم
زمانه وه چې مې سر لس ځايه مات و
زمانه وه چې د کلي د نفرت وم
زمانه وه ترحم راباندې قات و
»»»»»»»»»»
زمانه وه رانه لوبې زېږېدلې
زمانه وه چې روان وم يا به ملاست م
زمانه وه کلي اور رانه اخيستو
زمانه وه ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »
Wednesday, January 27th, 2010
د لمر نيازي سپين شعر
عراقه!
د تېلو ټول څاګان دې
د انساني او حيواني وينو بانكونه جوړ شه!
چې د بغداد د كوڅو
واړه، ټپي ماشومان
چې د بصرې د دښتو
په وينو سره، سره اوښان
دې ترې نه وينه واخلي
په وينو سره امبلانسونه دې
لكه ډانچې د انسان
ويجاړ ويجاړ پاتې شه
ځكه چې دوى هم تېل څښي
او ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | 1 Comment »
Friday, January 22nd, 2010
باد رالوتى، وتى نا خبر د شپول له حال يمه
پړانك راپسې وتى غشى شاته دى غزال يمه
جنګ ته د مغرور ځي ګرد وهلى كاڼى نه اخلي
يار چې تېر شي باد به مې روښانه كړي چې لال يمه
ستا د دې مغرور قامت له سر پرېوتى تږى وم
جوړ د هنر لوى ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | 2 Comments »
Tuesday, December 29th, 2009
ليكوال: احمد جاويد اورښت
ابراهيم لږ نور هم نغري ته نږدې شو او خپلې اوږې يې په څادر پټې کړې ، له اور څخه يې لرګى راپورته کړ اودهغه ناسوځيدلې څنډه يې داور په منځ کې کيښوده .
مور يې چې دنغري په خوا کې په يوه لمڅي ملاسته او يوه زړه ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »
Monday, December 14th, 2009
( داليکنه په همدې بانه پر ١٣٨٧کال ،يوه علمي سېمېنار ته اورول شوې.)
سريزه
ليكنه: تواب الدين غورځنګ - خوست
ژوند دانسان لپاره دخدايي مصلحت مرموزه ډالۍ
هرڅوګ په لا شعوره توګه ديو ابدي فرمان په څنډو کې دخپل نه بدليدونکي سرنوشت مريې دى، دخلقت په لايتناهي اجزاوو کې موږپخپلې محدودې پوهې دهويت او ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »
Saturday, December 12th, 2009
د رحمت د راتګ اوس هم امكانات شته
لا مو كلي كې بلال شته او جومات شته
د مجنون دكيسې اوس هم تلميحات شته
دې دنيا كې ځاى، ځاى اوس هم كرامات شته
په سپېره افغانستان كې هم ژوندي يو
تنده نشته نه دجله شته نه فرات شته
د شهيد د وينو څاڅكي لا لامده دي
د ...
Posted in شعرونه او ادبي ټوټې | No Comments »