Archive for the ‘د لويې پكتيا خبرونه’ Category

د ناټو پر ټوپك د وژل شويو كسانو پلار د دولت نغدي مرسته رد كړه

Tuesday, March 2nd, 2010

د بهرنيو پوځيانو په لاس د وژل شويو کسانو د کورنۍ مشر، د حکومت نغدي مرسته رد کړه او د خپلو بچيانو د قاتلانو د محاکمې غوښتنه يې وکړه . امريکايي ځواکونو د سلواغې په ٢٣مه،د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د خټاوې په کلي کې د يوې کورنۍ ...

پكتياوال: كرزى د اريانا پوهنتون كړې ژمنه نه پوره كوي

Saturday, February 27th, 2010

په پكتيا ولايت كې د مدني بنسټونو ګډې جرګې په يوه خبري غونډه كې له جمهور رييس حامد كرزي څخه وغوښتل چې ورسره ژمنه شوى آريانا پوهنتون دې په رسمي ډول پكتيا ته وركړي. د غونډې ګډونوالو وويل چې جمهور رييس كرزي په پكتيا كې د خپل ټاكنيز كمپاين پر ...

بريد جنرال سعيدي: پكتياوالې نجونې دې د فوځ ليكو ته راشي

Thursday, February 25th, 2010

په سوېل ختيځ زون كې د ۲۰۳ تندر قول چارواكي وايي چې د راتلونكي لمريز كال دپاره يې د زون په كچه د ملي اردو ليكو ته د نجونو د جلبولو او جذبولو لړۍ پيل كړېده. د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستيال بريد جنرال يار محمد سعيدي د كب ...

پكتياوال فرهنګيان: د بابي وژنه كې دې د طلوع ښكېلتيا وڅېړل شي.

Wednesday, February 24th, 2010

د روان لېږديز كال د كب د مياشتي د پينځمې نېټې په سهار، يو ځل بيا د پښتنو دښمنانو دې مظلوم ملت ته يو بد زيري وركړ. د كندهار ښار په څلورمه ناحيه كې د پښتو ژبي او قام د دښمنانو له خوا د پياوړي او زړور شخصيت ...

پكتيا كې د مدني بنسټونو ګډه جرګه جوړه شوه.

Tuesday, February 23rd, 2010

د پكتيا ولايت د ټولو مدني بنسټونو او ټولنو د همغږۍ او پر سيمه اييزه حكومتوالۍ د څار دپاره د مدني بنسټونو ګډه جرګه جوړه شوه. دغه جرګه د كب په ۴مه نېټه په سوېل ختيځ زون كې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) په تخنيكي مرسته له نږدې ...

پكتيا:چاودنې ۴ امنيتي ساتونكي ووژل

Sunday, February 21st, 2010

د پکتيا ولايت چارواکيو د ګردېز-خوست پرلويه لاره، د يوې چاودنې پرمهال د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي کاروان د څلور افغان ساتونکيو د وژل کېدو خبر ورکړ . د پکتيا د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي ځدراڼ نن وېبلاګ ته وويل، چې دغه پېښه د ګردېز-خوست په لويه لاره د وزې ځدراڼ ...

د بهرنيو ځواكونو په موټر پسې چاودنه وشوه.

Friday, February 19th, 2010

نن سهار ۱۰ بجې د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په پوځي موټر پسې بمي چاودنه شوې چې په اړه مختلفې ادعاوې شوې. په سوېل ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر د فبروري په ۱۹ نېټه نن وېبلاګ ته د يادې پېښې تايد وكړ او ...

غبرګو بمي چاودنو ۱۲ تنه ژوبل كړل ( ماښامنى خبر)

Thursday, February 18th, 2010

نن ماښام د خوست ښآر په مركزي سيمه كې دوه غبرګې بمي چاودنې وشوې چې په پايله كې يې ۱۲ تنه ټپيان شول. يادې دوه چاودنې د خوست ښار جرګو تالار ته څېرمه د غازي ببرك خان ځدراڼ پارك سره نږدې وشوې. عيني شاهدان وايي چې لومړى په پوليسو پسې ...

يوه امريكايي سرتېري اسلام ومانه

Wednesday, February 17th, 2010

يو امريکايي سرتيرى د خوست ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د سلواغې په ٢٨مه، د اسلام پر سپېڅلي دين مشرف شو . دغه تورپوستى سرتيرى، چې پخوانى نوم يې ( جانز ) و، د يوې درنې غونډې په ترڅ کې مسلمان او اسلامي نوم ورته ( حبيب الله ) غوره شو ...

د خوست مېشتو هندوانو اوسنى حالت (ګزارش)

Wednesday, February 17th, 2010

په  خوست كې هندوان په وركيدو دي  د خوست  ښار په ختيځه څنډه كې د هېندوانو كلي په نوم  يوه لويه كلا  ده ، يو وخت يې د خوست په كچه تر ټولو ښكلې ودانى او ديوالونه لرل، خواوس داسې خړه پړه ده،لكه د خانانو په كلي كې، د كوم ...