نن | today

پكتيا كې ښوونځيو ته د نجونو د هڅولو لړۍ پيل شوه
د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د كب په ۱۵مه د يوې غونډې پر ترڅ كې زده كړو ته د نجونو د هڅولو لړۍ پيل شوه.

دغه غونډه چې د پكتيا ولايت د ښځو چارو په رياست كې جوړه شوې وه د دې ولايت د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو دفتر(( YICC ))او د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال صندوق يونسېف لخوا رابلل شوې وه.

د ځوانانو د اړيكو او معلوماتو د دفتر مشر سيدجمال اصف خېل غونډې ته وويل چې له نن وروسته به دا لړۍ د سيمه اييزو شوراګانو په مټ د پكتيا ولايت ديارلسو ولسواليو ته وروسول شي.

نوموړي دا هم وويل چې په دې لړ كې به هغه نجونې او هلكان چې له زده كړو پاتې وي زده كړو ته وهڅول شي.

هغه زياته كړه: (( ډېرى هلكان او نجونې دي چې له زده كړو بې برخې دي او يا هم  له دولسم ټولګي وروسته لوړې زده كړې نه كوي، موږ په دې هڅه كې يو چې دوى ښوونځي، پوهنتون او دارالمعلمين ته وهڅوو او خپلې زده كړې روانې وساتي.))

د پكتيا ولايت د پوهنې رياست اداري مرستيال عبدالناصر حكمت په خپلو خبرو كې وويل چې دوى د راروان ښوونيز كال دپاره په ښوونځيو كې ۱۷۵۰۰ نويو زده كوونكو ته د شموليت امكانات لري.

نوموړي دا هم وويل چې تر اوسه پورې په پكتيا كې د ښوونځيو په وړاندې امنيتي ستونځې نشته او دا مهال د ولايت په كچه۲۷۵۰۰ تنه نجونې په زده كړو بوختې دي.

هغه زياته كړه: (( تېر كال موږ له دولسمو ټولګيو ۲۰ ته فارغينې نجونې درلودې، خو په ۱۳۸۹ كال كې به دغه شمېره ۱۷۴ ته لوړه شي. او په نوي كال كې به په ښوونځيو كې د شاملو نجونو فيصدي له ۲۵ څخه ۳۳ ته لوړه شي.))

حكمت دا هم وويل چې د پكتيا ولايت د زرمت په نا امنه ولسوالۍ كې هم د ښوونځيو په وړاندې امنيتي ستونځې نشته او په ټوله پكتيا كې تر اوسه يو ښوونځى هم ندى تړلى .

د دې ولايت د ښځو چارو رييسه حليمه خزان بيا وايي چې دا په خلكو پورې اړه لري چې خپلې نجونې او ماشومان ښوونځيو ته پرېږدي.

نوموړې د دې تر څنګ يو ستونځې ته هم اشاره وكړه او زياته يې كړه چې په لومړنيو ټولګيو كې نجونې او هلكان په ورته شمېر كې زده كړې كوي خو په وينا يې په لوړ ټولګيو كې په تدريجي ډول د نجونو شمېر كمېږي.

هغې پژواك خبري اژانس ته وويل: (( د دې يو علت دا دى چې د كورنيو لخوا نجونې ژر ودېږي او له بل پلوه ډېرې كورنۍ نجونو ته دا اجازه نه وركوي چې تر دولسم ټولګي زده كړې وكړي او وروسته پوهنتون ته ولاړې شي، نور بايد دا كولتور مات شي.))

په سوېل ختيزو ولايتونو كې د يونسېف د ماشومانو د څانګې مشر ډاكټر ابراهيمي غونډې ته وويل چې د سيمې خلك مسووليت لري چې نجونو او هلكانو ته په يوه سترګه وګوري.

هغه وويل دوى په دې هڅه كې دي په سيمه كې د سواد كچه لوړه كړي او په ځانګړي ډول نجونې او د هغوى كورنۍ په دې وپوهول شي چې ورته ښوونځيو ته د تللو اجازه وركړي.

د يادولو وړ دى چې دا مهال په پكتيا ولايت كې پر پوهنتون سربېره ۲۵۹ ليسې  فعاليت كوي چې له دې ډلې څخه ۵ لېسې، ۹ منځني او ۲۷ لومړني ښوونځي نجونو ته بېل شوي.

د ناټو پر ټوپك د وژل شويو كسانو پلار د دولت نغدي مرسته رد كړه
د بهرنيو پوځيانو په لاس د وژل شويو کسانو د کورنۍ مشر، د حکومت نغدي مرسته رد کړه او د خپلو بچيانو د قاتلانو د محاکمې غوښتنه يې وکړه .

امريکايي ځواکونو د سلواغې په ٢٣مه،د پکتيا د مرکز ګردېز ښار اړوند د خټاوې په کلي کې د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل او دوه  نور يې ټپيان کړل .

په وژل شويو کسانو کې دوه وروڼه ( چې حکومتي دندې درلودې )  او ددغه کور درې مېرمنې هم شاملې وې .

له همدغې کورنۍ سره د مرستې په خاطر همدا نن ( دکب په ١١مه )  له کابل څخه يو لوړ پوړى پلاوى راغلى و.

دغه پلاوي چې مشري يې  په قومي چارو کې د ولسمشر حامد کرزي سلاکار امان الله ځدراڼ په غاړه در لوده ، د پارلماني چارو سلاکار حاجي  ګل احمدزي ، د وزيرانو شورا د دارلانشاء استازي عبدالرحيم يې غړيتوب درلود .

پلاوي غوښتل چې د قربانيانو دکورنۍ مشر شرف الدين ته د هر  وژل شوي تن په سر ١٠٠ زره افغانۍ او د ټپي په سر٥٠ زره افغانۍ ورکړي .

خو شرف الدين په ژړغوني انداز وويل : (( دا پيسې ماته زما زامن ژوندي کولى شي ؟ ))

هغه غوښتنه وکړه چې دده د کورنيو د غړو قاتلان بايد محاکمه او هغه څوک چى بهرنيو ځواکونو ته يې جاسوسي کړې ، دده په لاس کې ورکړل شي .

شرف الدين چې د خپلو جوړه وژل شويو زامنو ( داوود او ظاهر ) تصويرونه يې په لاس کې و، وويل چې بهرنيان له افغان ځواکونو سره همغږي نه لري .

د هغه په وينا، که همغږى وي، نو ولې به يې دده زامن وژل ، ځکه هغوى خو په همدې حکومت کې دندې درلودې .

په پاى کې د پلاوي مشر امان الله ځدراڼ د قوم سپين ږيرو ته مرسته شوې پيسې ور کړى، تر څو هغوى يې شر ف الدين ته وسپاري .

د شرف الدين په کور د شپې له خوا هغه وخت بريد وشو، کله چې په کور کې  د داوود  دنوي پيداشوي زوى په مناسبت مېلمستيا جوړه شوې وه .

سيد محمد مل  چې د پکتيا پوهنتون د تعليم او تربيې د پوهنځي استاد دى ، له دغې کورنۍ سره خپلوي لري .

هغه نن وېبلاګ ته وويل چې بريد نيمه شپه  شوى و او چې کله دوى سهار لاړل، نو داوود ټپي و .

هغه وويل چې امريکايانو دوى ته د ورتګ اجازه ورنکړه او  داوود له ټپونو ساه ورکړه .

د پکتيا والي جمعه خان همدرد، هم دغه پېښه وغندله او زياته يې کړه چې امريکايي پوځيان په خپلسر له  بګرامه راغلي او عمليات يې کړي وو .

داوود، د پکتيا د زرمت ولسوالۍ  دملي امنيت د مدير په توګه او د هغه ورور ظاهر د همدې ولايت د احمد آبا ولسوالۍ په څارنوالۍ کې دنده لرله .

خو هغه مهال د ناټو ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و، چې د افغان او ناټو پوځيانو د عملياتو پر مهال پرې له يوه کوره ډزې وشوې او بيا جګړه پيل شوه .

خبرپاڼې داهم ويلي و ، چې په دغه جګړه کې بريد کوونکي ووژل شول  او  په همدې کور کې د مېرمنو درې جسدونه هم وليدل شول .

پكتياوال: كرزى د اريانا پوهنتون كړې ژمنه نه پوره كوي
په پكتيا ولايت كې د مدني بنسټونو ګډې جرګې په يوه خبري غونډه كې له جمهور رييس حامد كرزي څخه وغوښتل چې ورسره ژمنه شوى آريانا پوهنتون دې په رسمي ډول پكتيا ته وركړي.

د غونډې ګډونوالو وويل چې جمهور رييس كرزي په پكتيا كې د خپل ټاكنيز كمپاين پر مهال له خلكو سره ژمنه كړي وه چې  اريانا پوهنتون به پكتيا ته رالېږدوي او د پكتيا پوهنتون كې به يې مدغم كوي.

آريانا پوهنتون شپږ كاله وړاندې د افغان مهاجرو لخوا د پاكستان په پېښور ښار كې جوړ شوى، چې د طب ، حقوق او انجينيرې درې پوهنځي لري .

دغه پوهنتون كې دا مهال څه د پاسه درې زره محصلان  په زده كړو بوخت دي چې ډيرى برخه يې د لويي پكتيا اوسيدونكي دي.

په پكتيا كې د مدني او فرهنګي  ټولنو استازو ګوتڅنډنه وكړه كه چيرې دا پوهنتون په رسمي ډول پكتيا ولايت ته ورنكړل شي، نو په لاريونونو به لاس پورې كړي.

د لويې پكتيا فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال اصف خېل غونډي ته په خپلو خبرو كې وويل (( جمهور رييس كرزي د پكتيا له خلكو سره دوه ځلي ژمنه كړي چې اريانا پوهنتون به پكتيا را انتقالوي خو تراوسه پورې دا كار ونشو ))

نوموړي وويل چې كه له دوى سره شوې وعده پوره نشي، نو په وينا يې د ولسي پاڅون تر بريده به خپلې هڅې ونه سپموي.

د پكتيا د مدني بنسټونو د جرګې غړى جمال خوږمن بيا وايي چې د پوهنتون دپاره په پكتيا كې هيڅ ستونځه نشته، خو زياتوي چې په كابل كې ځيني كړيو د دې پوهنتون د راتګ مخه نيولې.

هغه زياته كړه  (( كه چېرته د اريانا پوهنتون په رسمي ډول رانه كړل شي، نو موږ به لاريونونه وكړو، او ګردېز – كابل لويه لاره به د تېرې په غاښي كې وتړو، بيا كرزيه! ته ها خوا موږ دې خوا ))

د ياد پوهنتون غوښتنه د هغې جرګې لخوا كيږي چې د كب په ۴ مه  د دېرشو فرهنګي او مدني بنسټونو له خوا د دغه ولايت په چارو د څارنې او د پكتياوالو د حقونو د غوښتلو په موخه  جوړه شوې ده.

بريد جنرال سعيدي: پكتياوالې نجونې دې د فوځ ليكو ته راشي
په سوېل ختيځ زون كې د ۲۰۳ تندر قول چارواكي وايي چې د راتلونكي لمريز كال دپاره يې  د زون په كچه د ملي اردو ليكو ته د نجونو د جلبولو او جذبولو لړۍ پيل كړېده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستيال بريد جنرال يار محمد سعيدي  د كب ۷ مه، په ګردېز كې، يوه خبري كنفرانس كې خبريالانو ته وويل چې د دې لړۍ د پيل كېدو دپاره به د كب په ۱۳ نېټه ازموينه اخيستل كېږي.

نوموړي وويل: (( د زون په دوو ولايتونو خوست او غزني كې تر اوسه نږدې ۲۰۰ تنو نجونو مراجعه كړې، خو پكتيا كې تر دې وخته يوه نجلۍ هم نده حاضره شوې، هيله من يو چې د نجونو شمېر نور هم ډېر شي.))

نوموړي وويل چې ملي دفاع وزارت پرېكړه كړې چې د دفتري، لوژيستكي او تبليغاتي كارونو دپاره د فوځ په ليكو كې له دولسمو ټولګيو فارغې نجونې جذب كړي.

په كنفرانس كې د پكتيا ولايت د ښځو چارو ريسې حليمه خزان وويل چې دوى د پكتيا اړوند د لېسو ټولو فارغانو ته دغه خبر ور رسولى، خو په وينا يې هيڅ خوشبينه نه ده.

نوموړې نن وېبلاګ ته وويل: (( پكتيا كې د فارغانو نجونو شمېر لږ دى او كولتوري محدوديتونه هم ډېر دي، نجونه پوهنتون لوستلو ته لاسرسى نلري، فوځ خو سور كفر گڼل كېږي.))

د ګردېز اوسېدونكې او له دولسم ټولګي فارغه ۱۹ كلنه فېروزه وايي چې دا يوه ښه هڅه ده خو زياتوي چې نجونې د نظامي دندې په پرتله ملكي دندې ته ډېره لېوالتيا لري.

هغې نن وېبلاګ ته وويل: (( له يوې خوا په ملكي برخه كې معاشونه ښه دي او له بله پلوه ورته تهديدونه نشته، غټ مشكل دا دى چې له دولسم ټولګي فارغې نجونې سملاسي واده كېږي نو د خسر په كور كې وظيفې ته نه پرېښودل كېږي.))

همدا ډول د ګردېز ښار د اتفاق مېنې اوسېدونكى ۳۹ كلن نعيم خان وايي چې په دې كار سره به يو لړ ستونځې او حساسيتونه راپورته شي.

نوموړي وويل: (( زما لور په نهم ټولګي كې درس وايي، كه فارغه هم شي نو ملي اردو ته به د تللو اجازه ورنكړم، ښه ده چې يوه ډاكټره شي، د مريضي غم خو به مو وخوري.))

د يادولو وړ ده چې په پكتيا ولايت كې د ۲۴۸۴۰ نجونو له ډلې سږ كال له دولسمو ټولګيو څخه يوازې ۳۵ تنه فارغو شوو نجونو د كانكور ازموينه وركړه، خو تر دې مهاله په افغان پوځ كې د جلب او جزب دپاره يوې نجلۍ هم مراجعه نده كړې.

پكتياوال فرهنګيان: د بابي وژنه كې دې د طلوع ښكېلتيا وڅېړل شي.
د روان لېږديز كال د كب د مياشتي د پينځمې نېټې په سهار، يو ځل بيا د پښتنو دښمنانو دې مظلوم ملت ته يو بد زيري وركړ.

د كندهار ښار په  څلورمه ناحيه كې د پښتو ژبي او قام د دښمنانو له خوا  د پياوړي او زړور شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي ويني توي شوې .

د پكتيا ولايت ټول فرهنګيان او ژورناليستان د د ليكوال او  د كندهار د اطلاعاتو او كلتور ريس عبدالمجيد بابي  دغه بي رحمانه وژنه په كلكه غندي او وژونكو ته يي د سزا وركولو غوښتنه كوي .

د پكتيا ولايت فرهنګيان له جمهور ريس حامد كرزي او نړيوالي ټولنې څخه په كلكه غوښتنه كوي چې د خداي بخښلي وژونكي ونيسي، په وژنه كې يي ښكېلې ډلې تشخيص او اولس ته يې له وروپيژندلو وروسته د محكمي ميز ته راكش كړي.

دا چې خداى بخښلى بابى يوه ورځ وروسته له هغې وژل كېږي چې په هېواد كې د طلوع په نوم د شخصي تلويزيوني چېنل په اړه يې د حقايقو پر بنسټ ځينې سپينې خبرې كړې وې. د دې پېښې څېړونكي بايد همدغه خبره د پلټنې اصلي محور وګرځوي، چې د نوموړي په وژنه كې د نوموړې ادارې لاس لرل يا نه لرل روښانه كړي.

د پكتيا د مدني بنسټونو ګډه جرګه

پكتيا كې د مدني بنسټونو ګډه جرګه جوړه شوه.
د پكتيا ولايت د ټولو مدني بنسټونو او ټولنو د همغږۍ او  پر سيمه اييزه حكومتوالۍ د څار دپاره د مدني بنسټونو ګډه جرګه جوړه شوه.

دغه جرګه د كب په ۴مه نېټه په سوېل ختيځ زون كې د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي (يوناما) په تخنيكي مرسته له نږدې پينځه مياشتو هلو ځلو وروسته جوړه شوه.

په سوېل ختيځ زون كې د يوناما د سيمه ييزې حكومتوالۍ د پياوړتيا د څانكې مشر كريم نوښتګر وايي چې دوى به له دې ګډې جرګې څخه ملاتړ كوي او د ټولو مدني بنسټونو د استازې جرګې په توګه به يې مني.

نوموړي نن وېبلاګ ته وويل: ((  دغه جرګه به د يو مېكانېزم له مخې د ولايت په كچه كېدونكې مرستې او كارونه څاري او د دولتي ادارو او ولايتي شورا په مياشتنيو غونډو كې به د ګډون پر مهال د خلكو  ستونځې او اندېښنې وړاندې كوي.))

نوموړى زياتوي چې يوناما به له مالي پلوه د مدني بنسټونو د پياوړتيا دپاره، د ټولنيزو پروژو د عملي كولو په موخه جرګه  مرستندويه اينجوګانو ته د معتبر ارګان په توګه  ورپېژني.

په غونډه كې د پكتيا سرپرست والي عبدالرحمن منګل هم ګډون كړى و او له يوناما څخه د مننې تر څنګ يې ژمنه وكړه چې له دغې جرګې څخه به په بشپړ ډول ملاتړ كوي.

نوموړي وويل: (( د دې جرګې غړي د اولس استازي دي، موږ دوى ته هركلى وايو چې د پرګنو په مينځ كې پرتې ستونځې له موږ سره شريكې كړي.))

د جرګې يو تن غړي نيازالله اصيل نن وېبلاګ ته وويل چې ټاكل شوې جرګه د دوو ښځو پر ګډون يوولس كسه انتخابي غړي لري، چې د ولايتي شورا تر څنګ به د سيمه ييزو ادارو د كارونو څارنه كوي چې په دې سره به د فساد مخه هم  لږ او ډېره ونيول شي.

نوموړى زياتوي چې دغه جرګه  د پكتيا ولايت اړوند له دېرشو بېلابېلو مدني ټولنو څخه جوړه شوې او د يوې ځانګړې تګلارې له مخې به ازاد فعاليت كوي.

د جرګې يو بل ګډونوال محمد اسمعيل لاروى بيا وايي  چې د جرګې د پايښت دپاره سيمه اييزو چارواكو ته په كار دى چې دې جرګې ته د يوې معتبرې څارونكې ډلې په توګه ژمن پاتې شي.

د غونډې په ورستۍ برخه كې د اقتصاد رياست، امريكا سفارت، د ولايتي بيارغاونې ډلې، جي ټي زېډ او نورو مرستندويو انجيوګانو استازو ژمنه وكړه چې تر خپله وسه  به د پلي كولو په موخه ټولنيزې پروژې د همدې جرګې له لارې مدني ټولنو ته وركوي.

د رايادولو  ده چې د روان كال د سلواغې په ۲۷ مه نېټه په ګاونډي ولايت خوست كې هم د يوناما په هڅو او ملاتړ  پر سيمه ييزه حكومتدارۍ د څار په موخه ورته گډه جرګه جوړه شوه.

ننګرهار: د محمد زمان په ګډون ۱۵ تنه وژل
د افغانستان په ننګرهار ولايت كې د يوې چاودنې په ترڅ كې ۱۵ تنه ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

د خبري رسنيو د معلوماتو پر بنسټ په ۱۵ وژل شويو كسانو كې دوه نوموتي قومي مشران هم شامل دي او پاتې ۱۵ تنه ټپيان د ننګرهار مركزي روغتون ته وړل شوي.

د ننګرهار امنيه قومندان جنرال محمد آيوب سالنګي اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ويلي چې په وژل شويو كې نوموتى قومي مشر محمد زمان هم شامل دى.

هغه زياتوي چې په وژل شويو كې د حكومتي چارواكو تر څنګ ملكي وګړي هم وژل شوي او ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي چې چاودېدونكي توكي مخكې له مخكې د غونډې په ځاى كې ځاى پر ځاى شوي و.

ويل كېږي چې محمد زمان پخپله هم جهادي قومندان و د پخوانيو دوو نورو جهادي قومندانانو عبدالقدير او عبدالحق ورور دى.

رسنۍ وايي چې پېښه د دې ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ كې هغه مهال رامنځته شوه كله چې د قومي مشرانو او دولتي چارواكو يو پلاوى په چمتله دښته كې له پاكستان څخه د راستنو شويو كډوالو سره د غونډې په حال كې و.

د يادولو وړ دى چې وژل شوى محمد زمان د نوي حكومت په لومړيو كلونو كې  د ننګرهار ولايت د امنيه قومندان په توګه هم دنده تر سره كړې

پكتيا:چاودنې ۴ امنيتي ساتونكي ووژل
د پکتيا ولايت چارواکيو د ګردېز-خوست پرلويه لاره، د يوې چاودنې پرمهال د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي کاروان د څلور افغان ساتونکيو د وژل کېدو خبر ورکړ .

د پکتيا د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي ځدراڼ نن وېبلاګ ته وويل، چې دغه پېښه د ګردېز-خوست په لويه لاره د وزې ځدراڼ او ګردې څېړۍ ولسواليو ترمنځ، تېر ماښام شوې ده .

هغه زياته کړه، چې چاودنه د ايتلافي ځواکونو د اکمالاتي کاروان د ساتونکيو پر سرف موټر شوې ده، چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي دي .

د عبدالولي په وينا، وژل شوي کسان ټول د پکتيا اوسېدونکي وو .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له چاودنې وروسته طالبانو يو ځل بيا دغه کاروان ته په سټوکنډو کې کمين نيولى وو، چې په بريد کې يې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

هغه زياته کړه، چې په دوهم بريد کې طالبانو د محمدقاسم په نامه د کاروان يو ساتونکى ژوندى نيولى و، خو نوموړى د هغه د نورو ملګرو په هلوځلو، بېرته راخلاص شو .

د وزې ځدراڼ ولسوال داهم وويل، چې طالبانو محمد قاسم وهلى ټکولى و او اوس مهال په روغتون کې دى .

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، له يوه نامعلوم ځايه د ټېلېفون په کرښه نن وېبلاګ ته منلې، چې په ياده شوې چاودنه کې يې، د کاروان پنځه ساتونکي وژلي دي .

د عيد محمد په نامه ددغې لويې لارې يوه موټر چلوونکي په وينا، په چاودنه کې د کاروان د ساتونکيو موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى او لاره د شاوخوا يوه ساعت لپاره، بنده وه .

د بهرنيو ځواكونو په موټر پسې چاودنه وشوه.
نن سهار ۱۰ بجې د پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو په پوځي موټر پسې بمي چاودنه شوې چې په اړه  مختلفې ادعاوې شوې.

په سوېل ختيځ زون كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر د فبروري په ۱۹ نېټه نن وېبلاګ ته د يادې پېښې تايد وكړ او زياته يې كړه چې پېښۀ د زرمت ولسوالۍ د سهاكو كلي سره نږدې په پاټك سيمه كې رامنځته شوې.

سرچينه وايي چې چاودنه د دوى په يوه زغره وال ماين پلټونكي ګاډي پسې شوې او په خبره يې  د موټر جوړښت ته په كتو سره سپاره كس ته پكې زيان ندى اوښتى.

دوى همدا ډول زياتوي چې د يادې پېښې په تړاو په سيمه كې درې تنه هم نيولي او له ځانه سره يې ځايي پوځي مركز ته وړي دي.

په ګردېز كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو د رسنيو دفتر بيا د دغې پېښې رامنځته كېدل په چورلټ ډول ردوي.

د يادې پېښې په اړه يو عيني شاهد نعيم خان وايي چې د كلي له دوكان څخه كور ته پر لاره و چې د چاودنې غږ يې واورېد.

هغه نن وېبلاګ ته وويل: (( د چاودنې غږ مې چې واورېد، نو ومې ليدل چې موټر ټوټه، ټوټه شو. لږ وروسته يې نورو عسكرو د موټر پاتې شوني ټولول.))

د دغې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن وېبلاګ ته ويلي په ياده پېښه كې څلورو بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په جلا، جلا ډول يې د وژل شويو او ټپي شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ونه ښوده.

د بيا يادولو ده چې د پكتيا په ځينو ولسواليو كې د وسله والو طالبانو لخوا نږدې هره اوونۍ د ورته پېښو خبرونه وركول كېږي او په غبرګون كې يې بهرني ځواكونه هم په هماغه يو ډول د موټر د زيانمنېدو خبرې كوي.

غبرګو بمي چاودنو ۱۲ تنه ژوبل كړل ( ماښامنى خبر)
نن ماښام د خوست ښآر په مركزي سيمه كې دوه غبرګې بمي چاودنې وشوې چې په پايله كې يې ۱۲ تنه ټپيان شول.

يادې دوه چاودنې د خوست ښار  جرګو تالار ته څېرمه د غازي ببرك خان ځدراڼ  پارك سره نږدې وشوې.

عيني شاهدان وايي چې لومړى په پوليسو پسې چاودنه وشوه، خو له لږ ځنډ وروسته كله چې خلكو روغتون ته د ټپيانو وړل پيل كړل، نو دويمه چاودنه هم وشوه.

شاهدان وايي چې په دويمه چاودنه كې ټول ټپي شوي كسان مرسته كوونكي ملكي وګړي دي چې د لومړۍ چاودنې د ټپي شويو كسانو سره يې مرسته كوله.

د خوست ولايت د روغتيا رياست چارواكي وايي چې د خوست ملكي روغتون ته  تر دې دمه ۱۲ تنه ټپيان ور وړل شوي.

نوموړي زياته كړه چې په ټپيانو كې ۵ تنه پوليس دي او پاتې ۷ تنه ملكي وګړي دي.

نوي معلومات به وروسته پر ليكه شي. ( په تمه اوسئ)