دغمځپلي افغانستان دروند باروګورﺉ او رډی غبرګ عبدالله وګورﺉ؟
October 31, 2009 – 3:10 pmدغمځپلي افغانستان دروند باروګورﺉ او رډی غبرګ عبدالله وګورﺉ؟
یاره که دغه په تصویر کې خره دغبرګ عبدالله په ډول پتلون لرلای هغه به هم ورڅخه لوېدلی وځکه چې پښې یې بېخي په هوا دي
قدرمنو لوستونکو!
له هرڅه دمخه ما وبخښﺉ که په نننۍ لیکنه کې کومه غیرمناسبه کلیمه راڅخه لیکل شوې وي خو څه وکړم په دې وخت کې خدای پاک دومره ټیټ خلګ په بشریت رانازل کړي دي چې په سموکلماتونه ارزي په هر صورت نن نه غواړم چې لیکنه مې دومره اوږده اوستاسو ارزښتناک وخت پرې ونیسم .
زما له نظره هر بن ادم چې دژوند ،کار اوبار په هره برخه کې بوخت وي باید له عقل څخه کار واخلي مانا دومره بارځان ته غوره کړي چې وړی یې شي او که بل چاته بار تړي نو بیا هم باید انصاف وکړي او دومره بار ورته وتړي چې دپورتني خره په شان یې اسماني نه کړي دلته زما اشاره انګرزېزانو، روسانو، امریکایانو، ایرانیانو، او یو
شمېر هغوسیمیزو مغرضوسیاستوالواودولتي چارواکوته ده داکومو چې په یوه موزه غبرګې پښې منډلې اود غواډډی(غبرګ عبدالله) یې دومره درانده بار ته هڅولی دی .
که رښتیا سره ووایود پورتنیو اشخاصواوهیوادونوهدف دانه دی چې په غبرګ عبدالله باندې دا دومره دروند بار تر منزله ورسوي بلکې دوی غواړي چې دا کمزوری خر د چارنالو( ډیتو او ټوپونو) په وهلو سره دا بار په دې ناهواره لار کې دانه دانه وتوشپي ترڅودوی، دا (غله اوداړه مار) پسې راسم او هر څه ولجه کړي .
څرګنده خبره ده چې له خره سره خو دبار غم نشته خر خوخپله هوساینه غواړي نه یې له چا سره قرارداد کړی او نه په دومره رسمي مسؤلیت پوهیږي .
عزیزانو!
نه غواړم نور په بې ګناه خره دومره خبره راوڅرخوم یا خرخوارکی دومره زیات توهین کړم خوهسې مې تاسو ته ننني حالات در انڅورول که نه چېرې زحمتکش خر او چېرې دغوا ډډی لعنتي جنایتکار غبرګ عبدالله؟
دغبرګ عبدالله نننۍ لوبې مې دومره نه ځوروي لکه ددیموکراسي دجارچیانواوبیرغچیانوسپین سترګي، دوی ته حیران یم چې دخپلو موخو لپاره څومره ټیټ کارونه کوي اخېر دا شرم ولې نه لري؟
هلته په یوګوسلاویا کې دجنګي جنایتکارانوپه پلمه میلوشویچ اوګارادجیچ ترمحکمې، زندان او مرګه پورې رسوي خو دلته زموږ په تاریخي هیواد ګران افغانستان کې دیوګوسلاویا تر جنایتکارانولوی لوی جنایتکاران دمحکمې پر ځای نازوي او آن دولسمشري د څوکۍ بند وبس ورته کوي یا خو واک ور وېشي .
په دې هم ښه پوهېږو چې دازموږ په پاکه خاوره رانازل شوي ملایک نه دي دا ټول په خپلو موخوپسې راغلي دي
د همدې هدف لپاره هیواد دښمن عناصرنازوي او لوړوي ترڅو زموږ ګران هیوادپرې تجزیه او زموږ د نیکونو له هډونو سره یې یو ځای په وړیا تېرلاس ته کړي اوس نو په موږ ده چې دګران هیواد دخلاصون لپاره سره یوشو .
یادونه :
د تخنیکي ستونځې له کبله مو ونه شوای کړای چې دا لیکنه له تصویر سره خپره کړو خوتاسې کولای شﺉ چې په دعوت،http://www.dawatfreemedia.org/ ازادافغانســتان،http://www.afgazad.com/ او ځینو نورو پښتو ویبپاڼو کې وګورﺉ .
2 Responses to “دغمځپلي افغانستان دروند باروګورﺉ او رډی غبرګ عبدالله وګورﺉ؟”
Salamona
Afrin sta par Likanah
We are so happy that we have such kind of people to give answer of all those peoples who do not have shame again want to come this poor Afghanistan want to be presedent hahahahaha
it made me to lough by the way you gave such a good example of donkey because donkey do not know his and his future just running by the order or its owner
thanks
par kalam de barakat shah
By Hikmat ullah Durani on Nov 2, 2009
دورانی صاحب!
تاسو ته هم سلامونه وایم الله پاک مو سرلوړي لره موږ اوتاسو ټول دخپل مظلوم ولس او کړېدلي هیواد په غم غمجن یو دا دغمو لړۍ ورځ په ورځ پسې اوږدیږي ځکه خو باید خپل ویده ولس راویښ او دبریالیتوب تر سرمنزله ورسوو له تاسو څخه دزړه له کومې مننه الله مو مل .
بسمل
By peace on Nov 2, 2009