کرزی د افغانانو په وطن کي تصادفي او بې کفايته مزدور دی

November 9, 2009 – 11:59 pm

                                         کرزی د افغانانو په وطن کي تصادفي او بې کفايته مزدور دی

پاچاګل

زموږ د پلرو او نيکه ګانو دښمن انګرېز د خپل صدر اعظم مسټر براون د خولې د لندنه څخه و خپل بدنامه، بدکرداره، نااهله او بېکفايته مزدور کرزي ته په کابل کي امرونه ورکوي او د واشنګټن پر ډيکټېو باندي شخوند وهي ، کرزي ته دمکۍ ورکوي چي يره که دي د فساد نه ډکه اداره دغه د قاچاقبرانو او جنايت کارانو مرداره کابينه دي جوړه نکړه، نو مړه موږ به نوره مرسته نه شو درسره کولای .! خو براون دغه د شیطانانو پيدايشي استاد دغه خبره نه کوي چي دغه جنايت کاران، دغه قاچاقبران او لوی جنګسالاران دي څوک ؟ دا خلک د کومه را پيدا شوه؟ د غه فی الارضه مفسدين خو به هغه نه وي چي دا دېرش کاله پخوا د دوی لخوا په پاکستان او ايران کي جوړ شوه او د خپل حریف شوروي اتحاد په ځپلو کي چي ويل کېده به اسلام په خطر کي دی هغه يې و کارول؟، اسلام يې هم پې وشرماوه او زموږ دوطن نه يې هم خپل د درځلو شړلو ګويا بدله يې ترېنه واخيستله . دغه جنايت کاران، قاتلين او فساد پپشه غله خو به هغه نه وي چي همدا دوی او واشنګټنيانو په شمال کي په ډالرو رانيول ، اجير يې کړل او خپل نوکران طالبان يې ور باندي وځپل ، په کابل کي يې په هلی کوتر کي د راوړل شوی مزدور کرزي تر څنګ ، زموږ د ولس په اوږو سپاره کړل او خپل ځانونه يې هم په هلمند او ټول هيواد کي راته مېشت کړل، وطن يې اشغال کړ؟ . دغه فاسده اداره چي تاسو يې په شیطنت سره د جوړېدو چيغي وهی ، دا خو به هغه اداره نه وي چي ستاسو د ميليارډو ډالرو په برکت دا اته کاله وساتل شوه تر څو تاسو او ستاسو ټوله جنايت کاره او قاتله ناټوېي اداره په شرمو در و شرموي؟، آيادا تاسو نه واست چي په خپل ابليسي سیاستو سره په ډيموکراسۍ کي زموږ د افغانانو په وطن کي بې ادبي معاف متيازي پکې وکړي؟ . براونه ، تاسو د کوم فساد خبري کوی؟ . په هلمند کي خو به ستاسو د اتو زرو پوځيانو په موجوديت اود اپينو د کښت او ستاسو لخوا و هغه ته د څلورسوه چنده کېدلو د رونقذ خبره خو به مو مقصد نه وي ؟ تاسو دغه کار هم فساد ګڼی او که يې د آزاد بازار او د غربي ډيموکراسۍ اصول بولۍ ؟ براونه ته د کوم فساد او دولت خبري کوې ؟ تاسو بايدخپلي خبرو ته ښه ځېر شی چي تاسو څه واياست، تاسو به زموږ دولس په هکله هر فکر چي لری لری به بې، خو ستا انګرې ولس خو خره نه دي چي ستا د خبرو په ماهيت و نه پوهيږي ؟

ددنيا په هر کنج کي چي تاسو کوم دولت په دغه شاني فضیحت سره چي په کابل کي مو و ګماره، نصب کړی دی نو ټول همدغسي پنج عيب شرعي، ډرګيان، قاچاقبران، بې ناموسان، غله، جنايت کاران او جنګي جنايت کاران پکښې را ټول دي او تاسو چي شرم نلری په هغو بيا څرنګه خپله غربي ډيموکراسي ورباندي تمثيلوی؟ .

ستاسو خبرو او کردار ته چي څوک نظر اندازي کوي تاسو به ښايي نور فکرونه او نخشې ولری ، خو زموږ ولس داسي انګېري چي ليري نده چي تاسو به زموږ په وطن کي د څلورم ځل د پاره هم شړل کيږی او حتمن به شړل کېږی، تاريخي بدنامي به در پاتې کيږي ، خو واشنګټن والا به در بسته ځان پکښې باېلي . که خدای کول . دا دمظلو خلکو وطن دی دښمنان يې بې سېلابه غرقېږی ! انشاء الله

Sorry, comments for this entry are closed at this time.