نا افغان که افغان يار ؟

November 11, 2009 – 12:49 am

تميم

                                                       نا افغان که افغان يار ؟    

افغانياره ستاسو د ليکني د محتوی سره زموږ د هيواد روان حالت جدي ستونزه لري . څوک نه پوهيږي چي تاسو څرنګه افغانيار ياست چي زموږ د وطن دغه اوسني واقعيتونه مو هېر کړي دي . داخبره رشتيا ده چي د شوروي يرغلګرو لښکرو د شړلو نه وروسته ډاکټر نجيب الله هم د افغاني ګوندو او هم د هغوی د نړۍ والو حاميانو نه په راستۍ سره غوښتنه وکړه چي په دې وطن کي د خون خراپې نه لاس په سر شي، هغه د خپلي څوکی نه تېر وو خو يو بين الافغاني قوی دولت يې غوښت چي نړۍ والي ټولني په سياسي او مالي ملاتړدوطن چاري په لاس کي و نيسي . خو تاسو وليدل داسي ونشوه . يا داسي و نه غوښتل شو ه وشي. همدغه غربيانو خپل اته ګوني او اووه ګوني د کارمل او شمال د ډلو سره يو ځای په وطن کي د وينو سيلاب جوړ کړ او هر يوه د انسانانو په مړو کي خپل انډوخر کاوه، هغه وخت هم د افغانانو غوښتنه دا وه چي نړۍ واله ټولنه بايد مداخله وکړي او خپل دغه وحشيان دي چي و هيڅ انساني مسلک او مکتب ته پابند نه وه، را کنټرول کړي . خو هغوی دا کار د خپلو سيمه ائزه ګټو د پاره ونکړ. اوبه يې خړولې او افغانان يې په خپلوکي جنګول .

تاسو وليدل په همدې د وحشت او بربريت دوره کي د افغانستان دوسوه کلن اردو ويجاړ شو، دولتي ارګان له مينځه ولاړ او په هر ولايت او ناحيه کي په خپل سري حکومتونه جوړ شوه . هغه وو چي طالبان راغلل، يا را وستل شوه، خو افغانان وه. هغوی د خپل ټول ناسم کردار سره سره د وطن تجزیه غوښتونکي نوکران و خپلو پلرني هيوادو ته و ځغلول او دا طالبان وه چي يو منضبط دولت يې جوړ کړ. په هغه وخت هيڅ ايډيالوژۍ غير له اسلامي عقايدو خپل کار نه کاوه. که څه هم په زياتو برخو کي د طالبانو د اسلامه سره د خلکو نه وه جوړه ،خو هرڅه چي وه خبره دافغانانو په خپل مينځ کي وه او کېدای شوای د وخت په تېرېدا سره هغه سم شوی وای او بايد سم شوي وای ، ولي داچي وطن مو درلود او افغانان وو دا لومړيتوب وو. امريکې او نړۍ والي ټولني څخه زموږ د خلکو غوښتنه داسي نه وه لکه ته ښاغلی چي غاړه ورته ږدې او دغلامۍ او اشغال واښکی يې په غاړه کي اچوې، بمبارۍ در باندي وکړي، هويت دي درنه واخلي، پر ناموس دي دروخېژي، حکومت دي په واشنګڼن او لندن کي درته جوړکړي ،وطن دي پر شمال او جنوب باندي درته وويشي او اخلاقي غربی فضيحت ته دي درته راوړي، او ته افغانيار هغوی ته د استاد کلمه کاروې او بيا وايي چي دغه ګلبدين غازي چي دغه کار يې وکړ هغه د خپل« وظیفی لوړی ته خیانت» وکړ!! .

ته ښاغلی لا اوس هم په دې باور اود فيل په غوږو کي ويده يې چي په دې اتو کالو کي دا افغانان وه چي ددې « تاريخي چانس» څخه يې ګټوره استفاده ونکړه ! آيادغه کار پخپله د غرب پروژه نه وه چي افغانان پخپلو کي د راتلونکوو وعدو د پاره دغه شاني سره واچوي ؟ . نن چي ډاکټر عبدالله ګوښه کيږي، يا معلم عطا دمکۍ ورکوي، يا رباني او دا نور د تاجکو خبري کوي او مرکزي دولت دي نه مني دا ستاسو په خيال د افغانانو خبري دي؟

دلته نن لومړۍ خبره د وطن بشپړتيا، خپلواکۍ او د ملي حاکميت شتوالی دی، د افغان او افغانيت د موجوديت خبره ده، د وطن د اشغال سره د مبارزې روحيه او عمل دی، دا کار چي هر څوک کوي بايد قدر او سلامي ورته وشي . ددې نه بغير تاسو افغانيار په ړنو سترګو ورته ګوری چي دغه اشغالګران چي ته ورته « استادان» وايي هغوی څه کوي . دوی ته ان د خپلو هيوادو په پارلمانو کي اشغالګران وايل کيږي خو ته نامرده افغانيار و هغوی ته استادان واياست . تاسو دلته د اشغالګرانو تعريف وکړی او بيا دغه خبره ثابته کړه چي دغه ستا انګريزي يا امريکايي استادان اشغالګران ندي او د هغوی سره د افغانانو مبارزه نا روا او د« وظیفی لوړی ته خیانت» دی؟ دا خبره هم واضح کړی چي تاسو د معلم عطا دغه وظيفوي بغاوت څرنګه ارزوی؟ هغه چي د کرزي په امر والي شو اوس وايي چي نوموړی مشروع جمهور رئيس ندی، خو د ولايت پر چوکۍ يې لاناست دی، آيا تاسو دهغه دا کړه هم د« وظیفی لوړی ته خیانت» بولی که څنګه؟

په درناوي
تميم

زموږیادونـــــــــــــــــــــه:
داچې ګلبدین د ښاغلي هنريار اتل په لیکنه کې ستایل شوی ونو افغانیار بیا په لاندې لیکنه کې غبرګون وښود خو په مقابل کې یې په پورتنۍ لیکنه کې د ښاغلي تمیم غبرګون هم ولید، د ســـولې دویبلاګ چلوونکی پاک الله ته په ډېر عجز سره لاسونه لپه کوي چې افغـانان په تېره بیا تر ستم لاندې پښتانه دهر غلیم په وړاندې قوي او یو موټی کړي .

دسولې دویبلاګ مسؤل

 

 

غازي ګلبدين يا قاتل!

دا موږ افغانان هم عجیب خلک یو د شوروی یرغلګرو لښکرو دی وتلو او بیا د دوکتور نجیب الله د رژیم د ړنګیدو نه وروسته د نړیوالو نه زموږ همیشنۍ ګیله دا وو چې بین المللی ټولنه د افغانستان خلک بالکل هیر کړي او هغوۍ یی وچ میدان کی د قدرت تګو جنګ سالارانو او حریصو ګاونډیانو ته یوازې پری ایښې دې مګر کله چې بیا په کال ۲۰۰۱ کی د سپتامبر د یولسمی نیټې د ترورستي واقعی نه وروسته نړیوال راغلل او زموږ هیواد یی د پاکستان د ګیډې نه بیرته راوویست او د پاکستانی آی اس آی لاس پوسې د منځنیو پیړیو اداره ی ته یی د پای ټکی کیښود څو موده لا نوه تیر شوی چی بیا آواز پورته شو چی افغانستان د خارجي قوتونو تر اشغال لاندی دی او د دی ځواکونو پرضد د جهاد ناری سوری پیل شوۍ ،زه اطمینان لرم که همدا نن بین المللی ټولنه افغانستان پریږدي بیا به هماغه حال وي او د نړیوالو نه به زموږ شکایت بیا پیل شي چی ولی موږ يی یوازی پری ایښی یو په رښتیا چی موږ جنګو سر بیخی عادت کړۍ هغه د چا خبره یا خارجیانو سره په جګړو اخته یو خو چی خارجیان نوي نو بیا یوتربله په جنګو بوخت یو، په اتیایمی لسیزی کی له شورویانو سره په نویمی لسیزی که پداسی حال کی چی زموږ په هیواد کی د کوم بل هیواد ځواکونه نوه ، مګر بیا هم موږ نږدی لس کاله په خپل منځي جنګو لګیاو وو په هرحال اوس راځونني حالت او د بین المللی ځواکونو موجودیت ته ،دا چی موږ ونکړای شوی د یوی فاسد او ناکاری اداری په وجی په تیرو اتو کلونو کی د دی تاریخی چانس نه ګټوره استفاده وکړو او حتی په عوض د دی چی د بین امللی ټولنی نه د خپلوملی ګټوپخاطر کار واخلو ځینی وختونه دا ځواکونه زموږ د ولس پر ضد وکارول شو دا بیله خبره ده او د دی کار زمه واري د اوسني فاسد اداری په غاړه ده ‎.
پدی ورستیو کی ځینې کړۍ له یوی خوا دا چیغی وهی چی بین المللی ټولنه دی هرڅومره ژر چی کیږي افغانستان نه ووځي خو کله بیا چی یوڅوګ راځي او ملی اردو او پلیسو ته تعلیم ورکوي او هغه روزي تر څو زموږ ملی اردو او پولیس دخارجی قوتونو ځای ونیسي او د خارجي ځواکونو د وتلو زمینه برابره شي نو بیا دا کړۍ د ملی پولیسو د روزونکو وژل جایزبولې ځکه دوی نه غواړی زموږ هیواد د یوی پیاوړی اردو او پولیس خاوند شی داسی یو ځواک چی پخپله زموږ د ګاونډیانو په مقابل کی د دی هیواد نه د دفاع وکړي. که موږ نن خپل ملی پولیس و نه روزو نو سبا به ښارونو کلیو او بانډو کی څوک د غلو، قاچاقبرو، او داړه مارانو مقابله وکړي ، څوک به د لارو امنیت تامین کړي، آیا زموږ په هیواد کی چی هره ورځ په سل هائو د سړي تښتولو، غلا، قتل، او نور رنګا رنګ جنایتونه د پولیسو د کمزورۍ او نښت والی له امله سر ته رسیږي د افغان ملی پولیسو روزنه یو اهم ضرورت ندی ؟
سوال دا دی که دوي غواړي خارجي ځواکونه زموږ د هیواد نه ووځي نو بیا ولی د ملی پلیسو او اردو د روزولو له خنډ ګرزي او د پلیسو د روزونکو وژنه جایز بولي معلومداره خبره ده چی دوي غواړي زموږ هیواد بیا پاکستانی آی اس آی ته تسلیم او لکه د خپل امارت په وخت کی افغانستان د پاکستان په پنځمی صوبی واړوي چی د دی کار ژوندی مثال د ملی پولیسود د پینځو تنو روزونکو وژنه د ګلبدین په نامه د یو آی اس آی اجنت لخوا دی چی دا کار نه یوازی یو غیر اسلامی بلکه زموږ د عنعناتو او افغانی دود او دستور پرخلاف یو عمل بلل کیږي هغه هم په لاندی دلایلو.

۱- وژل شوي کسان د محاربی په حالت کی نه و او وسله یی هم په اختیار کی نه درلود.
۲ـ هغوی ګلبدین قاتل ته چی پخپله هم د هغوي لخوا روزل شوی وو د معلم یا استاد حیثیت درلود.
۲ـ ګلبدین قاتل د هغوی په وژلو سره د وظیفی لوړی ته خیانت او د هیواد دښمنانو ته یی خدمت کړی.
۴ ـ وژل شوي کسان د هیواد ملی پولیس چی په ټولنی کی د جرمونو د مخنوي دنده لري روزل.

په هلمند کی د ملی پولیسو د پنځو تنو روزونکو وژنه یو وار بیا د پاکستان د استخبارتی کړیو کرغیړن موخی نه پرده لری کوي اوثابتوي چی هغوی هیڅکله هم نه غواړي افغانستان د یو ځواکمن ملی پولیس او ملی اردو خاوند شي.
زما غوښتنه د هیواد د ملی ويپ پاڼو د مسئولینو څخه داده چې چی خپل ملی ویب پاڼی دی د آی اس آی په پروپاګنده مشین نه بدلوي او هره لیکنه د لمړی د خپل هیواد د ملي مفاداتو په تله کی آزمایښ او وروسته دی خپور کړي.
و من الله التوفیق

افغانیار

Sorry, comments for this entry are closed at this time.