بغاوت وکړه جانانه

December 29, 2009 – 8:07 pm

                 

                                                             بغاوت وکړه جانانه              

بیا مې ولې پاروې میګونو سرو ته

چې رالېږې ګلابونه زموږ کوڅو ته

ما توبه دمیکدې له بزمه کړې

مارخصت ورکړی پخواډکو پیالوته

دصنم عبادت کړم پښېمان نه یم

څه دشېخ غوندې خو نه تښتم کونجو ته

ټینګه غېږ  را چې خوږې سترګې دې ښکول کړم

هره شپه مې ګله څه راځې خوبو ته

سپېدې چوي بغاوت وکړه جانانه

ملا پرېږده چې تمبه وي ازانو ته

په خوله ګونګ په سترګو ړوند شې ملاګیه

نه پرېږدې دمینې تږي څو شېبو ته

 لېونی زړه مې نن ډېر درپسې شین دی

دسپوږمۍ په شان راخېژه اسمانو ته

پام چې بیا دې دبنګړو شرنګهار نه شي

قدم ورو ږده په احتیاط راځه بامو ته

له رقیب سره دې بیا څه تار پېیلی

چې وراچوې پړکونه دربچو ته

دم په دم مې دستم په غشو وولي

 نصیحت وکړه خونخوارو کج بڼو ته

ما بسمل پسې به هله ډېر وژاړې

 چې زلمیان مې تابوت پورته کړي اوږو ته

Sorry, comments for this entry are closed at this time.