کرزیه بس دی نور اصلاح شه نو
January 13, 2010 – 11:55 pmکرزۍ صاحب تاسوته وایم
عبیدالله محک
څو شیبی مخکی می د پریس په نامه تلویزون کتلو چی یو پروګرام یی د اجنډا په نامه پیل شو چی پکښی یو انګلیس او یو امریکایی کارپوه وو او یو هم د میلمه په توګه د شمالی ټلوالی وفادار ښاغلۍ په نامه ډاکټر نورالحق نسیمی وو، چی د خپلو خبرو په جریان کی یی وویل چی شمال ټلواله هغه خلک دی چی د امریکایانو او د ناټو سره اوږه په اوږه د طالبانو پر خلاف جنګیدلي دی، او ویل یی چی په افغانستان د امنیت د راتلو لپاره باید افغانان نور هم قربانۍ ورکړی(یعنی چی تر اوسه څومره پښتانه مړه شوی دی د خارجی قواوو په واسطه هغه هیڅ هم ندی او باید نور هم مړه شی)، همدارنګه یی زیاته کړه چی کرزۍ یو خاین دی او په درغلیو یی انتخابات وکټل او نوموړۍ د افغانستان د تاریخ ناکامترین کس دۍ، د طالبانو او مخالفینو سره باید خبری ونشی او باید چی ټول مړه شی تر څو مونږ و کولای شو چی په ټول افغانستان حکومت وکړو.
ښاغلی کرزۍ صاحب زه هیران تاسو ته یم، آیا ته نه پوهیږی او که د لاسه داسی کوي، دا شمالی ټلواله د حرامو خوړونکی په غلاوو او غیر مشروعو کارونو مشهور او مشغول خلک تا ولی راوستی دی؟
درنو لوستونکو دا جناب چی کله غږیدو د افغانستان په چارو او منحیث افغان تاسی په خدای باور وکړۍ چی دۍ په خپلو خبرو هم نه پوهیدو، دۍ په خپل سپکاوی هم نه پوهیده او هغه دوه نورو کارپوهانو به چی کله دی سپکاوه نو خوند به یی تری اخیستلو چی دا جناب امریکا ته د همدغه کرزی صاحب به مټو رسیدلۍ.
کرزۍ صاحب دا څرنګه حکومت کوی ته رایه پښتنو درکړه او واک او امتیازات دی ورکړل د شمالی ټلوالی داړه مارانو ته، همدا خلک چی ته یی شپه او ورځ په خدمت کی بوخت یی بیرته ستا لامن در پورته کوی، آیا په افغانستان کی دومره څوک نشته چی ته یی و ګماری ټول مهم او د امتیاز وړ څـوکۍ دی دغه غلو ته ورکړی او هره نا وړه ګټه چی له وسه یی وشی پورته کوی یی. آیا ته نه پوهیږی که کوی داسی؟ ۳۵ میلیارده ډالر دی پری وخوړل د خدای په لحاظ بس ندی؟ د افغانستان نوم د رشخند کړو د افغانانو هیلی دی له خاورو سره یو کړی آیا نور بس ندی؟ ته پوهیږی نه که کوی داسی؟ دا شمالی ټلواله دی ځای ته چا راورسوله خو همدا تاسو……..
کرزی صاحب د طالبانو سره خبری که پر دی کوی چی یو څه ورکړی او یو څو کسه یی په کور کښینوی نو زه به د مخه تبریکی درکړم چی دا ټولی منسوبی دی ناکامی دی، ځکه چی هر با احساسه افغان چی وجدان ولری او ستاسی کار نامی وګوری نو هغه به ټوپک پورته کوی که هغه زه وم یا ملاعمر، ستا سره د ټولو مشکل په څه کی دی، تا هزاره او شمالی ټلواله راوستی په غیږ کی کښینولی او پښتانه دی په ملا کی یو بله لغته هم پسی وهلی چی نور هم خراب شی، اوس هم لا وخت دی خدای ته وګوره وشرمیږه او اصلاح شه………..
امید دی چی خدای هدایت درته وکړی
Sorry, comments for this entry are closed at this time.