افغان نوميالی شخصيت استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيارزموږ مېلمه و
November 27, 2008 – 4:35 amافغان نوميالی شخصيت استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيارزموږ مېلمه و
موږ مونشن مېشتوافغانانو دخپل نوي اسلامي اوفرهنګي مرکز دغونډوپه تالارکې له قدرمن مېلمه ، ښاغلي استاد زیار سره یوه نه هېرېدونکې، په زړه پورې،علمي اوفرهنګي غونډه لرلــه چې، په لاندې ډول مو پیل اوختمه کړه :
زموږ غونـډه دماخستن له ډوډۍ خوړلـوڅخه وروســـته د زیار صاحب په علمـي اوتحقیقاتـي بحث پیل شوه لمړی یې موږ ته د پښتواوپښتنو پرتېر او وسمهال رڼا واچولـــه، ورپسـې یې د علمي دلایلـوپه وړاندي کولو سره پښـــتانه د افغانســتان تر ټولو اوسیدونکو پخوانی ډېرۍ ( بومې اکثریت ) ژبتوکــمیزه ( اتنولینګویستیکي ) وګړنی ډله وښـودله ددې تر څنګ یې په ځانګړو تاریخي پړاونوکې د پښــــتنو په ټولنـیزو، سیاسي ، اقتصادي کړو وړو او ژونـــد رڼا واچوله کله یې چي په ( اریاني ژبوکې د پښتو تاریخي ــ جغرافیایي دریځ ) څرګنــــداوه، زموږ پام یې لاخپلې خوا ته وراړاو رښـتیا هم چې، موږ ورڅخه پوره ګټـه واخیســـته، موږ ته یې د پښتنو، ولې (رېښې) اسب اونسب لا ښه روښانه کړ لنډه دا چې، زموږ مجلس اوږدېده،خوږېده خو له بده مرغه چې، هم شپې پښې سپکولې او هم ســـبا زموږ رسـمي اوکاري ورځ را روانه وه
نور وخت کم و له همدې کبله زیار صاحب خپلې خبرې دیو خواږه شعر په اورولو سره راټولې کړې بیا زموږ یو شمېر ملګــرو ورڅخه پوښتنې وکړې چې هغوی ته په زړه پورې ځوابونه ور کړل شول دغونډې په پای کې محترم مولوي صدیق الله فدایي زموږ داســلامي اوکولتـــوري مرکز په استازیتوب د (ورېښمودلارې) په نوم یوکتاب زموږ ګران مېلمه، د پښتو او پښتني فرهنګ نوميالي شخصيت استاد پوهانــــد دوکتور مجاور احمــد زيار ته ډالۍ کړ زیار صاحب هم په خپل وار سره مولوي صاحب صدیق الله فدایي او محمدامین بســـمل دنه ستړي کېدونکو فرهنګي هلو ځلو له وجې په خپلو دووکتابونو ونازول .
One Response to “افغان نوميالی شخصيت استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيارزموږ مېلمه و”
جناب داکتر صیب زیار د افغانستان او سیمی له نوموتو پوهانو خخه دی . د هیواد د معنوی پانگو پالنه د تولو افغانانو یو ملی رسالت دی.
By kabuliwala on Nov 29, 2008