دامریکا په تاریخ کې دوه ناکامې خونړۍ دورې
January 17, 2009 – 2:24 am۱۶ ـ ۰۱ـ ۲۰۰۹ ما پینځه شپې انتظار وکړخو…؟
بســــــــــــمل
قدرمنو لوستونکو!
پینځه شپې دمخه مې د تاند په ویبپاڼه کې ولوستل چې (دیک چیني وایي،اسامه بن لادن به ژر ونیول شي ) نو ما هم لکه د تل په شان خپل غبرګون دیوې لیکنې په پیلېــدو سره له واره وښود، په دې وخت کې یو مخلص او خورا زړه سواند دوست راسره اړیکه ونیوه وېل په څه لګیا یې؟
ماورته ووېل څوشېبې وخت راکړه یوه لیکنه کوم وېل ښه مهرباني ، لیکنه مې ختمه اودهغه دوست مشوره مې وغوښته هغه راته ووېل چې، په دا ټوله نړۍ کې یو ته یې؟ بل څوک نشته؟ دا ته ولې ؟ دا ته ولې؟ او دا ته ولې؟
ما ورته ووېل چې وبه ګورو چې نور څوک شته او که نه؟
عـزیـزانــــو!
دادی نن یې پینځه ورځې تېرې شوې خومادهیڅچالخواکوم غبرګون ونه لید،له یوې خوامې پینځه شپې ارام خوب ونه کړ او له بلې خوا مې دکوم بل لیکوال غبرګون ونه لید خو نن مې چې دبوش ډزې واورېدې چې خپلې دواړه دورې یې بریالۍ وګڼلې نومې حوصله ختمه او په دې لیکنه مې ځکه پیل وکړ چې بوش خولاپه قدرت کې دی زه په رڼه ډګر تورې وهم غلیم دشا لخوا نه ولم کله چې له واکه ووزې نو بیا نارې سوري زما نه خوښیږي هسې که دکوم منفي مثال لپاره یې یاد کړم نور نو د چا له پښوڅخه خاورې رایستل ښه کار نه ګڼم په هر صورت په لاندې لیکنه مې پیل او خپل وجدان مې یو څه ارام کړ:
اول خوبه دیک چیني صاحب ته ووایم چې ښاغلیه !
زما او د ډېرو نوروپه غالب ګمان اسامه لا له پخوانېول شوی دی خو هسې به یې اوس ډګر ته را وباسﺉ او په خپلو دواړو نا کامو دورو به تنورپاک ورواچوﺉ دا چې دکال په هر فصل کې داسامه ویدیوي اعلامې خپریږي
نورې چا ته په زړه پوري نه دي که اسامه په رښتیا هم غرغرې ته راوباسﺉ دا به هم چا ته په زړه پورې ځکه نه وي
چې تاسو نړې ته دومره ستونځې وزېږولې چې اسامه پکې یوخس غوندې هم نه ښکاري تاسو او د شمال داړه مارې اوجنایتکارې ټلوالې دامریکا نړیوال شهرت ته دومره زیان ورساوه چې حد نه لري صرف خپلو خبرو ته خوښ یاست فکرکوﺉ چې نورهیڅوک په څه نه پوهېږي، ستا او دبوش دورې دموکراتانو خو په خاص ډول ښاغلی اوباما ته دومره ناخوالې پرېښې دي چې بـس نو… دا چې اوس هسې د خټې پوزه ځان ته جوړوﺉ او د اسامه نغاره راته غربوﺉ دا خبرې نورې زړې شوې دي اوس دنړۍ په مخ هغه کسان نشته چې تاسو به غولول نو ښاغلیه دیک چیني صاحبه!
۱ ــ ته خو داموږ ته ووایه چې لمړی په افغانستان او بیاپه عراق یرغل دکوم حقوقوي جواز له مخې تا او ستا ډلګۍ تر سره کړ؟
۲ ــ تاسو ولې دبن کنفرانس دپرېکړو پر خلاف د شمال غله اوجنیایتکاره ټلواله دکابل په ښار ورخوسې کړه؟
۳ ــ دا راته هم ووایه چې تاسو په رښتیا هم صدام حسین غرغره کړ او که د هغه کاپي مو را نیولی و؟
۴ ــ که رښتیا صدام مو غرغره کړی وي نو هغه کاپي خواره کی یې څه شو؟
۵ ــ ایا داسامه کومه کاپی مو نه ده برابره کړې؟
زه فکر کوم تاسو او زموږ کرزي ته دایو ډول مواد درپېچکاري شوي دي، حافظې مو ســم کار نه کوي .
په هر صورت له پوښتنوڅخه به نور تېرشم خودومره به تااوستا په پله روانوکسانو ته ووایم چې اوس ټول خلګ پوهیږي چې تروریزم څه؟ اوچا وزېږاوه؟ تاسې دواړه ښاغلي خبریاست؟
چې ستاسوپخواني غلیمان ستاسوهرقدم په غورسره څاري خوحال نه وايي، خپل ځانونه سمبالوي، او ستاسو د خودخواهیو له پایلو څخه ګټه پورته کوي .
تاسو دهغوی دماتې لپاره دخدای پیسې او وسلې ولګولې خو هغوی نه کوم خاص مصرف درباندې کوي او نه ځان درسره ستړی کوي دخیر په غونډۍ درته ناست،په افغانستان اوعراق کې ستاسو دناکامي شپې او ورځې شماري ، داچې نن بوش وایي چې زما له برکته افغانستان اوعراق د دموکراسي لرونکي هېوادونه شول اوله یوولسم د سپتمبر۲۰۰۱ څخه وروسته مې په کور دننه د ترهګرو دبرېدونو مخه نېولې ده .
نو خلګو!
وه دخدای لپاره نن چې دبوش دې ډزو ته نه خاندﺉ نو کله به خاندﺉ؟
دموکراسي؟
افغانستان؟
عراق ؟
دترهګرومخنیوی؟
بس نو دومره به ورته ووایو چې، ددروغو مزل لنډ وي خو شاباش تاسو نورهم تکړه شﺉ ځکه چې د دنیا ګوډ ګوډستاسو په شرمو شرمېدلې او ناکامې دموکراسي ته سترګې په لار دي .
کمونستانو په خپل ټول تلـوار اوسرزوري سره سوسیالــیزم دومره ونه شرماوه لکه د بوش په دوره کې چې د دموکراسي سپېڅلې کلیمې ته زیان ورسېد،داچې دسپینې ماڼۍ پالیسي دبوش دسرټمبګي په وجه پلې کېده او که دCIA په خوښه یو یې هم دمنلو وړ نه ګڼل کېږې .
زه تر یوې اندازې د دموکراتانو دور ته ځکه خوشبین یم چې عالي تحصلات لري ، په خبره پوهېږي ،منطق مني او تر خپله وسه له سرزوري څخه ډډه کوي خو که دبوش کوتک والا یې په څنګ کې وي نوبیا خپله خبره همدا اوس په څټ را اخلم اودبوش دناکامو دورو قضاوت پخپله بوش ته دلاندي تصویرونو په ښودلو سره پرېږدم :
ښاغلیه بوشه!
هیله من یم چې خپله دموکراسي اولاس ته راوړنې دې په پورتنیو تصویرونوکې په غبرګوسترګو لیدلې وي ټول پوهېږي چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي مقصد بیا موږ ته ونه وایې چې ترهګر، طالب او اسامه .
|
مايك ګرېول: بوش محاكمه كوو |
|
جمهوري رياست ته د ديموكراتانو د ګوند پخوانى اميدوار مايك ګرېول وايي ډبليو بوش په جنګ جنايتونو او غير انساني كړنو تورن دئ چي بايد محكمې ته راكش سي. |
له دموکراتانو څخه جدي هیله :
که غواړﺉ چې امریکا بېرته پخوانی برم تر لاسه کړي نو دیونړیوال کنفرانس له لارې دافغانستان او عراق لپاره سپېڅلې ادارې اړینې ګڼم که داسې نه غواړﺉ نولکه څنګه مې چې دنومبر په میاشت کې دازادي رادیوله لارې له ښاغلي اوباما څخه هیله کړې وه چې دګــران افغانستان په اړوند پخوانۍ ستراتیژي مطلق بدله کړي په دې لیکنه کې نه تنها هغه هیله بیا تکراروم بلکې ور زیاتوم چې که دافغانستان په سترنج کې دانې بدلول غواړﺉ بیایې نوپه مطلق ډول بدلې کړﺉ دکرزي د دورې لا یوه دانه هم مه پکې پرېږدﺉ ځکه چې زموږ ولـــس ته ټول دروغجن او مختوري دي نور هیڅوک باور نه شي پرې کولای .
د هغې ورځې په هیله چې زموږ په ګران افغانستان او ټوله نړۍ کې دموکراســي
په رښتیني ډول واکمنه او جنګي جنایتکاران د خپلو کړو په سزا رسـېدلي وي .
5 Responses to “دامریکا په تاریخ کې دوه ناکامې خونړۍ دورې”
بسمل صاحب!
ستاسو سره همنظریم خو به اخرکسی دی د دموکراسی واکمنی غوشتی کری، بدو کشی درسره همنظر نه یم، ولی چی تاریخ او اوسنی حالاتو ته کورو نو افغانستان کشی هیخ وخت دموکراسی پیلی کیدی نشی. دعا به کوو چه الله دی مونز ته یو باایمان او په ملک او ملت باندی مهربان کس حاکم کری ترخو تول ملت ورباندی را تول شی….امین
By ایوبزی on Jan 19, 2009
wqJplU comment1 ,
By Cumkmxhk on May 8, 2009
سلام محترمو اوزړه ته رانږدی هيوالو!
ما ستاسی ليکنی اواعلاميی په ډير دقت سره ولوستلی ،بايدووايم چی تاسی سره داوسنی ټولتاکنو په تحريم کی پوره موافق يم ،ماهم دخپل توان له مخی پدی برخه کی لازم اقدامات کړی،تاسی کولای شی زما په ويبلاک کی يی مطالعه کړی
په درناوی
ذکريا يوسفزی
safufehezbewatan.persianblog.ir
By ذکريا يوسفزی on Aug 24, 2009
یوسف زی صاحب !
سلامونه او نېکې هیلې مې ومنﺉ له هرڅه دمخه بخښنه غواړم چې دتخنیکي ستونځې له کبله مې په خپل وخت ستاسو دتبصرې ځواب درنه شو کړای، له تاسو څخه مننه کوم چې له موږ سره همغږي یاست دا دی اوس خو مو ولیدل چې غبرګ عبدالله وځغاست او په یو مجهول ډول کرزی دنورو پینځو کلونو لپاره پاته شو دا چې اوس به بیا په چا تکیه کوي وبه یې وینو بیا به خبرې پرې کوو.
له تاسو څخه یو ځل بیا مننه
بسمل
By peace on Nov 2, 2009
ګران ایوبزی صاحب!
سلامونه مې ومنﺉ له تاسو څخه خو بیخي زیاته بخښنه غواړم چې په خپل وخت مې ځواب نه دی درکړی البته عذر مې نوروقدرمنو لیکونکو ته هم لیکلی چې تخنیکي ستونځه موجوده وه دا دی نن ستاسو ځواب په لنډ ډول لیکم هغه دا چې که دیموکراسي یا ولسواکي په رښتیني ډول پیاده شي نو تاسې باور وکړﺉ چې الله پاک به راضي وي خو کومه دیموکراسي چې په لویدیځه نړۍ کې پلې شوې ده ډېرې نیګړتیاوي لري په ځینو برخو کې خو آن چې په اتارشي ورګډیږي، شکر موږ اوتاسو مسلمانان یو موږ باید دعلم او منطق له مخې په خپله سیمه کې له خپل دود او دستور سره برابره ولسواکي ولرو نه دا چې د نورو تحمیلي دودونو ته لاس په سلام ودریږو .
په رب مو سبارم
بسمل
By peace on Nov 2, 2009