سوله

دسپینې ماڼۍ واکمنانوته دبایرن مېشتو افغانانواحتجاجلیک
دسپینې ماڼۍ واکمنانوته دبایرن مېشتو افغانانواحتجاجلیک

نن   د جرمني  په  مونشن  ښارکې دافغانانو دکولتوري  ټولنې په نوښت ګڼ  شمېر افغانان  تنظیم  شوي  وو  څو د ولسمشر اوباما د ځانګړي استازي ښاغلي  ریچاردهولبروک دتعصب امېزو څرګندونو په  وړاندې  خپل  رسمي احتجاج لیک دسپینې ماڼۍ واکمنانوته  دامریکادقنسلګیري  له لارې ورولېږي خو Odeonsplatzته څېرمه  د پولیسودمشورې له کبله وړاندې نه ولاړو  پولیسو ووېل چې اول خوستاسوحرکت  ډلیز ښکاري دې ډول حرکت ته  رسمي اجازه اخیستل په کاردي  چې کم له کمه یوه  تر دوو اونیو پورې وخت ته اړه لري  دوهم دا چې دامریکا دقنسلکري ساتونکي امریکایان  دي ،کېدای  شي ستاسود ورتګ  په وړاندې خطرناک غبرګون  وښيي  چې بیا به یې  ټول  مسؤلیت  ستاسو پر غاړه وي موږ هم  ورسره  ومنله  خو له واره  موله  قنسلګري سره  تیلیفوني  اړیکه ونیوه  هغوی  لمړی  مخالفت  وښود وروسته  مېرمن کروګیر Kroger ووېل چې  ستاسو په استازیتوب  دې   یو تن  احتجاج لیک راوړي  هغه و چې زموږ دملګرو په خوښه ما محمدامین بسمل زموږ دکولتوري  ټولنې  رسمي احتجاجلیک وروړ د دې احتجاجلیک نورې  دوه کاپي نوموړې قنسلګري ته  د پست اوفاکس  په وسیله  هم  ور لېږ ل شوې دي، همدا رازپه برلین  Berlinکې د امریکا له سفارت سره  هم تیلیفوني اړیکه ونیوه  شوه هغوې  دا احتجاجلیک د فاکس په وسیله  له  موږ څخه  وغوښت، په  دوزلدورف Düsseldorf کې مو د امریکاقنسلګري ته هم ورفاکس  کړ، دکابل ارګمشرحاجي کرزي ته مو په پښتوژبه  د ایمیل په وسیله ورولېږه  هیله  ده چې سر یې لږ ګرېواون  ته  ټیټ  شوی وي د احتجاجلیک ژباړه په  جرمني ژبه  شوې وه  چې پښتو متن یې په دې ډول دی :

۱ ــ موږ په انسانیت او افغانیت مین افغانان په افغان ولس  او هر انسان  هر ظالمانه تېری محکوموو.

۲ ــ  موږ ستاسو د ځانګړي استازي  ښاغلي  ریچاردهولبروک  هغه  غیر عادلانه او غیر مسؤلانه  څرګنـــدونې  په کلکه غندوکومې یې چې دهاوارډپوهنتون په کنفرانس کې دمارچ  په پنځمه نېټه کړې دي هغه  په ډېرکبرسره  نه تنها چې پښتنو ته  په بده سترګه کتلي بلکې  د هغه  څرګندونې  هم  د پښتنو دعام  وژنې (جینوساید) داعلام  په ډول او هم  دامریکا دګټوپرخلاف  بللای  شو ځکه  خوباید ریچارد هولبروک له   دندې ګوښـه او له پښـــتنو څخه بخښنه وغواړي  .

۳ ــ تاسوچې اوس  له  تروریزم  سره  د جګړې  په پلمه دنړۍ ګوټ ګوټ  په تېره بیا په اسیا کې  خورا ډېرې  مهمې ستراتیژیکې سیمې (افغانستان ) ته ځانونه  رسولي  اوغواړئ چې لا نورهم پرمخ ولاړشئ  ښه به وي چې له دقت او عدالت څخه کار واخلئ، تاسو په دا اتوکلونوکې له یو پلوه دشمال د بدنامې او جنایتکارې  ټلوالې  په  ملاتړ خپل نړیوال شهرت اوشخصیت  ته زیان  ورساوه له بل  پلوه موپه  خپلو سرزوریو دنړیوالو پام  درواړاو که  تاسو په  رښتیا هم د خپل بري  هیله کوئ نوبیاولې ستاسو دیوې ماڼۍ  پر بام  دوه هواوې  چلیږي  د دفاع وزیر ښاغلی رابرت ګېټس مو یو څه او ځانګړی استازی ښاغلی ریچاردهولبروک مو بل څه وايي ؟

۴ ــ داچې دنړۍ پر مخ خاموش اکثریت  لانه  خوځي  یا په ظاهري  ډول ستاسو او نورو زورورو ترمینځ  سړه جګړه ختمه او ستاسو په وړاندې کوم جدي غبرګون نه ښیي  دا په دې  مانا نه  ده چې څوک له  تاسو سره خواخوږي لري  یاموڅوک پر حق بولي  بلکې ستاسو ننداره کوي چې کله به  دخپلو سهوو له کبله د زمانې ګردابونو ته لاهو شئ .

۵ ــ دسپینې ماڼۍ پرونیو اونننیومشرانو ته دې مالومه وي  چې دڅه باندې  دېرشو کلونو په موده کې له  پښتون  قام سره خوراناوړه  ظلمونه  شوي  دي خوپښتنولا خپل  زغم له لاسه نه  دی  ورکړی  پښـتنو د تاریخ  په اوږدو کې  له  خپلې خاورې  په مېړانه دفاع کړې ، داد پښتنومسلم حق دی چې دخپلې خاورې واک پخپل لاس کې ولري .

ننني افغان مقاومت  چې تاسو ګورئ  په  دې کې خویوازې طالبان نه  دي د طالب  په  نوم  خوځښت  دیولړځانګړو اهدافو لپاره مینځ  ته راغلئ چې تاسوته یې هم  ښه پوره پته  شته خو له بده مرغه چې  ریچارد هولبروک په  ټولو پښتنو تور لګولی  او وایي  چې په هره پښتني کورنۍ کې یو تن  دطالبانوملاتړی دی .

ماناداچې داقام بایدله څېرمه ورک اوبربادشي خوهغه په دې نه دی خبرچې نن سبادنړۍ پرمخ له شپېتو میلیونو څخه زیات پښتانه  ژوندکوي  د دې اتل قام له مینځه وړل ناشونی کاردی هرڅوک که ددې قام تباهي غواړي هغه  به  پخپله ورک شي  تاسو کولای  شئ چې  د پښتون قام ماضي  د تاریخ  په زرینو کرښو کې وګورئ  .

۶ ــ  موږ به له ښاغلي ریچاردهولبروک سره داومنوچې ستاسو په وړاندې طالبان  د روانې جګړې  رهبري په لاس لري  خوداهیڅکله نه شو منلای  چې طالبان  دخپل واک او په خپل سر اهداف  ټاکي، که طالبان  دخپل واک وای نو له بل هر چا د مخه به یې د شمال له جنایتکارې  ټلوالې څخه  خپل غچ اخیستی وخوطالبانودشمالي ټلوالې پر ځای پښتنوته  زیان رسولی دی که تاسویې نه منئ نو داداتوکلونو ځانمرګي بریدونه وګورئ چې دچا په وړاندې شوي دي  آیا دشمال د ټلوالې  په تېره بیا دنظار دجنایتکارې شورا کومه چرګه هم پکې مړه شوې ده؟

زموږ  دمنطق  پر اساس د ښاغلي  ریچاردهولبروک ادعابې بنسټه او پوچه  ده،  په پښتون مېشتوسیموکې نننی سخت مقاومت هغه څوک کوي کوم چې ستاسودناکردوله کبله پوزې ته  رسېدلي دي موږ صرف هغوی  ته افغان  مقاومت وېیلای شوطالبان دمقاومت هغه برخه جوړوي کومه چې له بده مرغه له ګټې څخه یې تاوان ډېردی ځکه چې دوی دسیمې اونړۍ دمغرضو قوتونوترکنترول لاندې دي یو ځل بیا وایو چې په افغانستان یرغل او ورپسې ستاسو نادودې ددې سبب شوې چې مقاومت را پورته اوجګړه اوږده شي  تاسوخو یوځل  داد نږدې  یوې لسېزې  په  هنداره کې  خپل مخونه  وګورئ  چې تاسو افغان ولس  ته څه ورکړي  دي؟

تاسو ولې  دافغان ولس  زړه په لاس کې ونه نیو تاسوافغانانودا د سړې جګړې قربانیانو ته کومې مهمې تولیدي پروژې یاعلمي موسسې ودانې کړې  چې افغان  خویندې وروڼه  پکې  بوخت شوي وای ؟

ولې مودنورنبېرګNürnberg  دمحاکمې  په ډول جنګي جنایتکاران دافغان ولس په وړاندې محاکمه نه کړل؟

تاسونه تنهاجنګي جنایتکاران دخپلوموخو لپاره ونازول  بلکې د فساد، مخدره توکوتولیددشخصي او دولتي  ملکیتونوغصب اونوروهراړخیزوبې عدالتیوته موهم دهغوي په وسیله زمینه برابره کړه ، تاسوددموکراسي  تر چترلاندې دافغان ولس په اکثریت باندې دلږکیوظالمانه اوبې رحمانه استبداد حاکم کړ، ددې تر څنګ  تاسو په پښتون مېشتوسیمو کې په  پر له پسې توګه اورونه  بل  وساتل، په هدیرو، ودونو،  د خوښیو په  محفلونو او آن   پرجنازو موبمونه ور وورول،  ژوندی مثال یې دیوڅو ورځومخکې هغه عملیات  تاسوته یادولای شوکوم  چې له بګرامه څخه ستاسوځانګړوخونړیوقواوودلویې پکتیازرمت ولسوالې په خټاوه کې ترسره کړل ستاسو ځانګړو قواووهلته  په یوه کورنۍ کې درۍ مېرمنې او دوه  داسې نارینه  ووژل چې دولتي مامورین وو هغوی دخپل نوي زېږېدلي زوی په ویاړ دخوښي مېله نیولې وه چې د تاسو پوځیانو په  وینو ورته ولمبوله  همدا راز تاسو زموږ  په بې وزلوخلګو د شپې  چاپې ووهلې  ښځې او ماشومان مو په سپیو وروداړل ، په  خوست ولایت  کې  مود کرکټ  پیاوړی لوبغاړی رحمت ولي په خپل کورکې په شهادت ورساوه ، که دتاسو په داخپل هیواد(امریکا)کې داډول نادودې کوم بل چاله  تروریزم  سره دجګړې په پلمه له تاسوسره کړې وای یایې وکړي  آیا تاسې به  یې په  وړاندې مقاومت  راپورته نه کړئ؟

نوکه ستاسومقاومت  ددې  ډول  بې عدالتیو په وړاندې راپورته  شي تاسوبه بیاداخپل  مقاومت  مشروع وبولئ

او که  یو تروریستي خوځښت ؟

دحقوقي ترمینالوژي له نظره  دهر هیواد وګړي  دخپلې  خپلواکي، ملي ګټواو دخاورې دتمامیت لپاره دوسلوال او سولیز مقاومت  حق لري  موږ افغان مقاومت  له همدې  کبله مشروع  بولو .

۷ــ هولبروک چې دختیځ  تیمور او اندونیزیا په جکړه کې دڅه ناڅه دوو سوو زروتیموریانو په  وژنه ، په  سویلي کوریا کې  په یوه خونړۍ  پیښه اوله سویلي کوریا نه دیو شمیر امریکایي پوځونودوتلو په بهیر کې د ۱۹۸۰کال په می کې دامریکايي پوځیانوپه لاس دګوانګجو د ډله ییزې وژنې په پیښه  تورن او په بالکان کې  درځ او کرکه

اچوونکی ګڼل کیږي اوس غواړي په خپل اویاکلن  عمر کې  د عادت او کینې  له مخې زموږ دسیمې په جغرافعه کې هم  دډېورنډ په شان ناولې کرښې کش اودبېګناه ولسونو وینې پکې وبهوي،  زموږ له  نظره  ښاغلي  ریچارد هولبروک دخپل کبر او خونړۍ  ماضي له کبله دا وروستۍ څرګندونې کړې دي که داسي نه وي  نو هرو مرو کومه رواني ستونځه لري  چې بایدله دندې څخه ګوښه اوژرتر ژره  تر درملنې لاندې ونیو شي که کومه رواني ستونځه

نه لري نوبیایې په  څرګند او شعوري  ډول هم له(پښتون)قام سره  تعصب  ښودلی اوهم یې دخپلې ماضي پورتني  تورونه اوشکونه په یقین بدل کړي  چې بیاهم  بایدله  دندې څخه ګوښه اوبخښنې ته اړېستل شي باید زیاته کړو چې په نننیوحساسوشېبوکې د هولبروک په ډول څېرې نه تنها دبشري حقونو او دموکراسي  په لمن داغونه  ږدي

بلکې دامریکا داوږدې ستراتیژي او ګټو په وړاندې  به  لوی لوی خنډونه  رامینځ  ته کړي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــه :

که  تاسو زموږ  غوښتنې  ونه  منئ  موږ به  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلوحقه حقونو د ترلاسه کولولپاره  سولیز لاریونونه او مټینګونه  تنظیم کړوچې دهرې پایلې مسؤلیت به یې بیاستاسوپر غاړه وي داهم زیاتوو چې موږ  د هر  ډول تروریزم  د زېږندې او ودې مخالفت  کووموږ به  دخان عبدالغفارخان د(عدم تشدد) په رڼا کې په مخ ځو .

له افغانانو څخه  زموږجدي غوښتنـــــــــــــــــــــــــــې :

په هیواد دننه او بهر کې له  ټولو با احساسو افغانانو په تېره بیا له  پښتنو څخه غواړو چې زموږ داحتجاج ملاتړ وکړي ، زموږ دکولتوري  ټولنې  ټول غړي له  هغو باتورو افغانانوڅخه  مننه کوي کومو چې  دمتعصیب  ریچارد هولبروک دناروا څرګندونو په  وړاندې غبرګونونه وښودل خو بیاهم موږ  دا کافي نه ګڼو زموږ  غوښتنه  له بل هر چا څخه دمخه دکابل په اداره کې له  دا ځینو لوړ پوړو پښتنوچارواکو څخه  داده چې که  ټول نه  وي نو کم له کمه خودې یوڅوتنه دریچاردهولبروک ددې ظالمانه څرګندونوپه غبرګون کې استعفأورکړي، خیردی اوس  هم  لا دا چانس لري  چې داستعفأوو په وړاندي کولو سره  په خپل هیواد اوځورېدلي قام کې ځانونه محبوب کړي  .

په  دوهم ګام کې زموږ غوښتنه  له  ټولو فرهنګي او ټولنیزو کړیو څخه  دا ده  چې په همت سره راپورته او په  ډلیز  ډول  له  خپلوحقونوڅخه  دفاع  وکړي،  باور مو وشه که  دا ځل  یو نه  شو همدا پردي  به  مو یو یو ورک  کړي .

دلته اړین ګڼوووایو چې دا یو شمېرکولتوري  او ټولنیز جوړښتونه   دې  د تشریفاتي او غیر لازمي  چارو  پرځای  حیاتي چارو ته  پام  وکړي  منظور مو دادی چې  ښه به وي  لمړی داخپل قام  وژغورو بیابه  دا نورې چارې  تر سره کړو،  په  دااتوکلونوکې خو یې  ښه  وینئ  چې په څه  ډول مکر، پلمواوتورونو زموږ  دابې ګناه ولس دجینوساید (قام وژنې)ګړنګ  ته ور ټېل وهي، مخکې خو به یې یوطالب او القاعده راته یادول  چې په ځینو سیمو کې حاکم  دي خو داځل  ریچاردهولبروک  په  هره  پښتني کورنۍ تور ولګاوه  دلښکر طیبه ببولالې  یې هم  دادي  پیل کړې  مانا داچې جګړه به په نوو پلمو پراخوي، لر اوبربه  پکې لانورهم  نینه نینه کړي اوبه به  تر هغې مودې خړې ساتي تر څو ټول کبان پکې  ونیسي ځکه  خو په خورا درناوي سره ټولوغمشریکو افغانانو ته  ځولۍ نیسوچې  یو اوبل ته لاس ورکړي  د ملي  یوالي، رښتیني او صادق مشر څرک ولګوي  تر څو له پورتنیو دسیسو څخه وژغورل شو .

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنــــــــــــــــه

دپردي پال کرزي په وخت کې پښتانه دومره وځپل شول چې د چنګېزخان په عصر کې هم دومره نه وو ځپل شوي
پښتانه او د هالبروک زهر

سمونپال پښتون

د افغانستان لپاره په امريکايي سياستوالو کې (هالبروک) هغه څېره ده، چې د خپل ماموريت له پيله يې له يوې عقدې او کينې سره کار پيل کړ. هالبروک او د هغه بل ملګرى (ګالبريټ) چې په ځينو هېوادونو کې د هغو د طبعي سياسي جوړښت د بدلولو قهرجنه تجربه لري، غوښتل يې په افغانستان کې هم دا تجربه تکرار کړي. په افغانستان د دوى هڅې له څو کلونو راهيسې روانې وې، خو څرکونه يې هغه وخت لاپسې ولګېدل چې د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوې. هالبروک او ګالبريټ به په ساعتونو ساعتونو له ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر مجلسونو تېرول او لکه د يوې کورنۍ د غړو په څېر به يې د کور د ستر ستونزه هم نه لرله. هالبروک او ګالبريټ تر دې دمخه په يوګوسلاويا او عراق کې د بحرانونو، قومي او مذهبي شخړو لامل ګرځېدلي وو او ګالبريټ خو د عراق د اختتام لپاره لومړنۍ ذهني نقشه هم انځور کړې وه. هغه کتاب (the end of Iraq) (د عراق خاتمه) چې د ګالبريټ په قلم ليکل شوى، پر ټولو ملتپالو عراقيانو د ناسور ټپ په شان لګېږي، په همدې خاطر خو يې په عراق کې دده د ماموريت کمپله ټوله کړه. ګالبريټ څو موده دمخه د بي بي سي د نړيوال سرويس په مناظره کې چې په (دوهه) کې جوړه شوې وه او په ژوندۍ بڼه له بي بي سي ټلويزيون څخه خپرېدله، يو ځل بيا څرګنده کړه؛ تر څو چې په افغانستان کې د نظام بڼه بدله نه شي، هلته ثبات نه راځي، د ده په نظر د نظام د بڼې بدلون هغه مانا ورکوي چې په ډېرې اسانۍ او مهارت سره د واک طبعي جوړښتونه خپل واک مصنوعي سرچينو ته پرېږدي، يانې د وسايلو او امکاناتو ماهرانه استعمال ددې سبب کېږي، چې سياسي واک په اسانۍ سره له اکثريت څخه اقليت ته ولېږدي، هغه هم په داسې شرايطو کې چې په افغانستان کې د اقليتونو د حقوقو د کورنيو او بهرنيو مدعيانو غوا لنګه ده. هالبروک د جمهوري رياست د ټاکنو پر دويمه ورځ چې د رايې شمېرنې بهير لا پيل شوى نه و، د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کې پر کرزي نيوکه وکړه، چې په پښتون مېشتو سيميو کې درغلي شوې ده. ده په ځانګړي ډول (ننګرهار) ته ګوته ونيوله، دده په نظر په ننګرهار کې اصلاً دومره نفوس نه شته نو ولې دومره خلک رايه واچوي؟ هالبروک هغه وخت د ډاکتر عبدالله او نورو هېواد دښمنو عناصرو تر تبليغاتو لاندې دومره کوچنى شوى و، چې اصلاً د افغانستان لوى او واړه ولايتونه، ګڼ مېشتې سيمې او نور ټول يې له ياده وتي وو، ما چې هغه وخت د هالبروک منطق ته وکتل چې ولې يو لوى او ګڼ مېشته ولايت په کم نفوسه ولايت کې حسابوي، هغه وخت مې اندېښنه نوره هم زياته شوه، چې نه والله ددې سړي په ذهن کې نورې خبرې دي. ګالبريټ په خپله مخه لاړ، خو هالبروک لا بيا هم د افغانستان لپاره په امريکايي ماموريت کې د واک و ځواک څښتن دى. د جمهوري رياست تر ټاکنو دمخه پر ښاغلي کرزي د هالبروک او نورو امريکايي سياستوالو يو شرط دا و چې يو به (لويه جرګه) نه راغواړي او بل به له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

له رښتينې لويې جرګې څخه د دوى وېره دا وه چې کېدى شي دا جرګه د امريکا د پوځي شتوالي د قانونيت خبره راولاړه کړي او له طالبانو سره د خبرو د پيلېدو وېره دا وه چې کېدى شي په دې کار سره سوله راشي، بيا به د دوى اوږدمهالي پاتې کېدو ته پلمه پاتې نه شي او هغه ستراتيژيک هدفونه چې دوى يې لري، هغو ته به زيان ورسېږي. خير په هر ترتيب، سره له دې چې نه پر دې وخت د رښتينې لويې جرګې د جوړېدو امکان و او نه هم په داسې شرايطو کې چې د دولت ټول حساس امنيتي ارګانونه د شمالټلوالې په واک کې دي، له طالبانو سره د رښتينو خبرو پيلول عملي بڼه لري. شمالټلواله په هېڅ قيمت دېته حاضره نه ده چې د سولې او عدالت په بدل کې خپل نامشروع واک له لاسه ورکړي، خو په هر ډول امريکايانو وېره احساسوله.

د ښاغلي هالبروک او ښاغلي کرزي ترمنځ نورې ډېرې داسې ترخې خبرې تبادله شوې چې لاتراوسه د رسنيو مخ ته نه دي راوتلي، خو په هر ډول له دې ټولو خبرو څخه داسې استنباط کېږي، چې امريکا غواړي په سيمه کې د خپلو هدفونو د بري تر وخته پاتې شي او تر هغه وخته د جګړې غځول د دوى يوه اړتيا ده. دا چې لر او بر پښتون ولې ددې جګړې قرباني دى، ددې يو علت دا دى چې د روسانو تر يرغل وروسته د پښتنو سياسي او قومي اډانه کمزورې شوه، دا قوم د سيمې او نړۍ په کچه داسې کوم دوست نه لري چې د دوى اواز نړۍ ته پورته کړي، سياسي، علمي کدرونه يې هم کم دي، نړيوال روابط يې هم کمزوري دي، ټول ګاونډي هېوادونه يې دښمنان دي، جګړې يې اقتصاد ډېر کمزورى کړى، له پوهې او عصري زده کړې هم محروم پاتې شوي، نو ځکه خو هر کورني او بهرني يرغلګر، کس او ناکس ته ددې لاره اواره ده چې پر پښتنو بلوسه وکړي.

د همدې تسلسل په لړ کې ښاغلي هالبروک يو ځل بيا څه نوي زهر وشيندل او يو ځل بيا يې خپله پټه کينه څرګنده کړه. ښاغلي هالبروک د خپلې کينې په څرګندولو سره دومره مخې ته لاړ چې ان روسانو هم د خپل لسکلن اشغال په کلونو کې د پښتنو پر وړاندې دومره بې ادبي او سپين سترګي نه وه کړې. هغوى سره له دې چې د پښتنو نږدې دوه مليونه کورونه ړنګ، په مليونونو يې مهاجرت ته اړ او په مليونونو نور يې شهيدان کړل، خو بيا يې هم هېڅکله دومره په زغرده خپله کينه د رسنيو پرمخ نه وه څرګنده کړې. د (ګلوبل پوست) د راپور له مخې ښاغلي هالبروک د مارچ پر ٥ نېټه (هارورډ فورم) ته په خپله وينا کې څرګنده کړې چې: ((امريکا د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې په پروسه کې شامله نه ده، طالبان د پښتني ټولنې زېږنده دي او په هره کورنۍ کې داسې څوک شته چې له طالبانو سره تړاو لري، افغان ولسمشر حامدکرزى هم پښتون دى، ځکه خو نوموړى غواړي له طالبانو سره سوله وکړي.))

په پورته څرګندونو کې هالبروک د سولې بهير ردوي، جګړې ته ترجيح ورکوي، پښتانه طالبان بولي او لازياتوي چې: ((طالبان او پښتانه لکه د غاليو د تارونو په شان يو بل سره اوبدل شوي دي…)) او کرزى ځکه له طالبانو سره د سولې بهير تعقيبوي چې ګنې پښتون دى. دلته غواړم ښاغلي هالبروک ته د افغاني په تېره بيا د پښتني ټولنې د طبعي جوړښت په باب څو ټکي څرګند کړم. لومړى دا چې پښتانه اساساً افراطي خلک نه دي، غېږه يې پراخه او اوسېله يې د امريکا تر دنګو ماڼيو هم لوړه ده. افراطيت، اخوانيزم او طالبيزم ستاسو د سياستونو نتيجه وه، چې دلته خواره شول. اخوانيت او افراطيت مو د روسانو پر ضد د جګړې لپاره د يوې وسيلې په توګه پياوړى کړ او طالبانيزم مو د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر له سعودي عربستان او پاکستان سره په تفاهم کې رامنځته کړ او په دواړو حرکتونو مو زموږ د ټولنې طبعي جوړښت او مسير ته زيان ورسوه؛ د واک طبعي سرچينې مو زيانمنې او تصنعي منابع مو رامنځته کړې. دا چې ستاسو خپله رامنځته کړې پديده ټول عمر ستاسو په ګټه نه تمامېږي، دې کې زموږ د مظلوم ملت ګناه نه شته، دا ستاسو خپله اشتباه ده. اسامه او نور ستاسو د حرکتونو په نتيجه کې پر افغانستان رانازل شوي وو، کله چې پښتنو د همدې جهادي تنظيمونو تر سيوري لاندې د روسانو پر وړاندې جګړه کوله، نو د اتلولۍ فلمونه به يې تاسې په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې کول، مهرباني وکړه خپل سينمايي ارشيف ته مراجعه وکړه. اسامه هم ستاسو په لارښوونه د روس پر ضد جګړه کې د يو لوبغاړي په توګه مطرح شو. پښتون بېچاره خو د جګړې په سيند کې ډوب و، هغه ميډيا نه لرله چې خپلې اتلولي وځلوي، همدا تاسې وئ چې د هرې پردې رنګ ته مو بل رنګ ورکولاى شو. د روس د تپل شوې جګړې داستان چې ختم شو نو تاسې د شوروي له احتمالي يرغله بې غمه او پر ارام خوب ويده شوئ، خو زموږ ملت ته مو ددې مجال ور نه کړ چې خپل زخمونه بېرته وګنډي او خپل شلېدلى ګرېوان راټول کړي، بيا مو د جهاد په نامه (اوه سري) او (اته سري) ښاماران پرې رانازل کړل، هره ورځ به يې ددې وطن په سلګونو پېغلې او ځوانان تر ستوني تېرول. بيا چې کله د( يونيکال) او (بريډاس) کمپنيو سيالۍ پيل شوې، په سپين لباس کې مو تور ذهنيت بيا پر دې ټولنه واکمن کړ، خو کله چې ستاسو په اند يې زيان تر تاسو در ورسېد، نو بيا درباندې ځمکه سره شوه، پرته له دې چې لږ له تعقل او زغم څخه کار واخلئ د هوا تر څپو مو هم تېز پر افغانستان راودانګل. دلته مو بيا هغه مړه او نيم ژواندي لړمان، ماران او ښاماران بيا راژوندي کړل چې تر دې دمه لا طالبانو دا ولس ترې بېغمه کړى و، ټول په څمڅو کې ننوتي وو. تاسو بيا هغه راژوندي کړل، څه مو د الوتکو تر وزرونو لاندې او څه مو د خپلو ټانکونو پر سرونو باندې تر کابله را ورسول. په (بن) کې مو يو تصنعي کنفرانس چې زموږ د ولس د چوپ اکثريت اکثره قاتلين په کې ناست وو، جوړ او د سياسي واک اساسي کيلي مو د هغو په لاس ورکړه. هغوى ته مو وويل چې موږ مو تر شا ولاړ يو، واک چلوئ، د خپلو پيسو سيلاو مو پرې را خور کړو، خو دوى ددې پرځاى چې په دې پيسو زموږ د ولس زخمونه درمل کړي، خپل ځانونه يې پرې وپړسول؛ د ولسواکۍ په نامه يې دکانونه او مارکيټونه خلاص کړل، نوې ډلې ټپلې يې جوړې کړې، هر چا بېرته خپلې هغه پخوانۍ يارانې راتازه کړې؛ د روس ګوډاګيان د روس، د ايران د ايران او نور د نورو خواوو ته لاړل. هغه وخت دوى ټولو په پټه ستاسو پر ساده ګۍ خندل او په هره خصوصي غونډه کې به يې ويل: (( ياره موږ به فکر کاوه چې دا امريکايان به ډېر هوښيار وي دا خو ډېر د کم عقل زامن دي، پيسې د دوى دي او کارونه زموږ خپل دي…)) خپلو اصلي بادارانو به يې ويل: ((ښه طلايي چانس دى؛ امريکا په افغانستان کې زموږ د هدفونو د پلي کولو لپاره پيسې لګوي…)) تاسې کله هم درک کړې چې په افغانستان کې تاسې د ځمکې پرمخ کار کوئ، خو ايران او روسيه تر ځمکې لاندې. ايا دا دې کله درک کړې چې د افغانستان په دولتي ادارو په تېره بيا په کابل کې له هرو پنځو کسانو څخه يو يا دوه يې ايران ته وفادار دي، ايا ته پر دې پوهېږې چې ستاسو د پيسو په زور په اصطلاح ازاده افغاني ميډيا کې ايراني مفکوره ځلېږي؟ تا څخه يې ذهن دومره اخيستى چې پر دې اصلي خطرونو نه پوهېږې، خو همدا وايي چې ((د هر پښتون په کور کې يو طالب شته)) او بل کرزى ولې يادوې؟ ته نه پوهېږې چې هغه څومره واک لري؟ او پښتنو ته يې څه ورکړي؟ د پښتنو له زړه خو کرزي ته وينې څاڅي د کرزي خو يوازې په انتخاباتو کې پښتانه يادېږي، د واک پر وخت يې نه يادېږي، تاسې خو تل داسې کړي چې د کرزي پر وړاندې داسې يو څوک ودروئ چې زموږ ولس له مجبوريت او ناچارۍ کرزي ته رايه ورکړي. ستاسو په خپلو رسنيو کې اعلان وکړ چې د ملي پوځ په سلو کې (٢) عسکر پښتانه دي، څه فکر کوئ هغه پوځ چې په سلو کې يې (٢) عسکر پښتانه وي، نو چې په ټيټه کچه دا حال وي په پورته پوړيو کې به څه حال وي؟ ايا پښتون چې په خپل هېواد کې له دغسې يو محروميت سره مخامخ وي، څه فکر کوئ چې دا حالت به د نفرت کوم پړاو ته رسېږي؟ له ښاغلي هالبروک څخه مو خو په دې ګيله نه ده چې ولې مو وژني، ولې مو کورونه بمباروي، ولې مو د طالب په نامه ګوانتانامو ته بيايي، ځکه موږ خو هسې هم له دې ډول غمونو او تراژيدو سره عادت يو؛ يتيم هسې هم په ژړا پوخ وي، له روسانو څخه مو کله ګيله وکړه چې اوس به يې له امريکايانو څخه وکړو، خو له ده ښاغلي څخه مو په دې ګيله ده؛ هغه څوک چې زما نه دي نو ولې يې زما په نامه يادوې او يا ولې ما د هغو په نامه يادوې؟ طالبان د پښتنو په سيمه کې ښوونځي سېزي، پلونه نړوي، ښوونکي وژني او ښوونځي له منځه وړي او پښتانه له سلګونو محروميتونو سره مخامخوي، د ژوند ټول اساسي امکانات ورڅخه واخلي، خو تاسې بيا هغه د پښتنو استازي بولئ او يا د پښتنې ټولنې زېږنده پديده. ايا که امريکا کې کوم ګوند، ډله يا د بدماشانو يو ګروپ ستاسو ښوونځى يا پوهنځى او درملځى در وسېزي او موږ بيا په نړيواله کچه هغه د امريکايانو په نامه ياد کړو چې دا د امريکايانو استازي کوي، نو تاته به څومره زور درکړي؟

جمهور رئيس کرزى ولې يادوې؟ يو زيات شمېر پښتانه په دې نظر دي چې د ده په واکمنۍ کې خو پښتانه دومره وځپل شول چې د چنګېزخان په عصر کې هم نه دي ځپل شوي، نو د هغه دا سمبوليک واک بيا ولې د پښتون په نامه محاسبه کوې؟ يانې تاسو په خپل هېواد کې د کوم داسې انتخابي ولسمشر چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د هغو سيمو يا ښارونو خلک چې تر ټولو زياته رايه يې ولسمشر ته ورکړې وي، خو تر ټولو زيات هغوى په حکومت کې له خپلو حقوقو محروم شوي وي، بېلګه لرئ؟ پوره باور دى چې نه يې لرئ، نو چې نه يې لرئ دا ډول ولسمشران هم بايد د پښتنو د استحقاق په جم کې محاسبه نه شي.

ښاغلي هالبروک بله خبره: تاسو چې وايئ: ((د هر پښتون په کور کې يو طالب دى))، نو ايا ستا دا نيت دى لکه د تاسو ځينو نورو ملګرو چې پخوا ويلي وو: (( جګړه تر وروستي افغانه!)) ايا همغه هيله پوره کوئ که څنګه؟ ځکه که ستا په وينا؛ په هره پښتنه کورنۍ کې يو طالب وي، نو پښتانه خو اوس د ځمکې پر مخ تر شپېتو مليونو تنو پورې رسېږي او تاته خو به زموږ کلتور معلوم وي، چې د کورنۍ هر غړى په بل سر ورکوي، نو بيا خو ته يوازې له طالبانو سره نه جنګېږې، بلکې شپېتو مليونو پښتنو سره جنګېږې، ايا تاسو دومره زورور ياست او يا دې له لوى خداى(ج) څخه کوم فرمان راوړى، چې دا شپېته مليونه خلک به ټول وژنئ، که ددې نيت لرئ نو بيا خو داسې عام وژنه نه هېټلر کړې، نه چنګېز او نه د نړۍ پرمخ کوم بل چا. نو بيا به دې هم ته د بشري حقونو د تامين او ديموکراسۍ الفاظ کاروې؟

ښاغلى هالبروک! تاسې اوس پر همغه خطرناکه لار روان ياست چې تر تاسو شل کاله مخکې روسان پرې روان وو. هغوى هم دلته له اکثريت پښتنو سره دښمني پيل کړه، کورونه او کلي يې ور وران کړل او تاسو هم همغه کارونه پيل کړي، هغوى هم يوه محدوده ډله او لږکي واک ته ورسول او تاسې هم همغه مسير تعقيبوئ، د هغوى نتيجه خو هغه شوه چې پښتانه يې هم تباه کړل او خپله امپراتوري يې هم ړنګه کړه، تاسې هم کېدى شي پر همغه برخليک اخته شئ! هيله ده په افغانستان کې د شوروي لښکرو د ټولو قطعاتو د مشر ستر جنرال الکساندر مايوروف ليکلى اثر: ((په افغانستان کې رښتيا څه تېرېدل؟)) په دقت سره ولولئ، هغه ليکلي وو: (( د افغانستان جګړې زموږ لپاره د هغه خښ شوي ماين حيثيت درلود، چې يوې لويې امپراتورۍ پرې پښه کېښوده او په پاى کې دړې وړې شوه.)) نو مخکې تر دې چې ستاسو امپراتوري د شوروي امپراتورۍ پر برخليک اخته نه شي، ښه به وي چې په خپلو خبرو، ويناوو او عمل کې پوره دقت وکړئ، د يوه ملت د تباهۍ اسباب مه برابروئ چې ستاسو د تباهۍ اسباب برابر نه شي.

کــوهي مــه کــنه د بـل ســړي په لار کې

چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

رحمان بابا

امريکا له ټولو ستره تروريسته ده
امريکا له ټولو ستره تروريسته ده

مومن امرخېل

قدرمنو لوستونکو!

مخکې له دې چې دامرخېل صاحب لیکنه ولولئ له تاسو څخه هیله کوم چې دخپلو مالوماتو دلا زیاتولو لپاره  د دامرخېل صاحب له لیکنې څخه ورکوز دامریکايي جنرال  ( کالډویل )نیوکه او دمکارظاهرعظیمي  بې منطقه او احمقانه څرګندونې ولولئ  باید زیاته کړم چې عظیمي دا دتعصب چینجي ته ټول پښتانه طالبان ښکاري .

دامرخېل صاحب لیکنه :

پښتانه دنړۍ ترټولوقومونوغيرتي،سرلوړى،مېلمه پال،زړور،ولسواک اوپه اسلام مين قوم دى پښتنودتاريخ په اوږدوکې په چاتيرى نه دى کړى،دتاريخ يوه پاڼه يې هم نه شي ثابته ولى چې پښتنودې هغه که دلردي که دبر، چې په چادې تيرى کړى وي،خوله دې خبرې نه هم څوک انکارنه شي کولى ځکه چې،دتاريخ ټولې پاڼې پرې ګوادي . چې تل وخت ناوخت يرغلګرو پرپښتنوتيرى کړى دى هغه که انګريزان وکه مغل اوکه اوسني امريکا يان که روسان ول خوموږپښتنويې تل مقاومت کړى اودخپل ملک خاورې اولس دفاع موکړې ده اويرغلګرموترخپله کوره زغلولي ،منم چې پښتانه بې وزله دي محکوم دي خوبې غيرته نه دي

دادلر اوبرپښتنون لپاره دوياړځاى دى چې په تش لاس موددنيا ستراوغله طاقت روس ته ماته ورکړه اوټوټې ټوټې موکړچې ترننه خپله ځان نه شي راټولولى،د دوى ترکوره زغلول پرموږفرض ول ځکه چې دوى پرموږتيرى کړى ودوى زموږپرکورراننوتي ول زموږ دټولوپښتنوداقانون دى چې نه دچا کورته بې اجازې ننه وزو اونه چاته دا اجازه وکوچې زموږپه کورراننه وځي ،

نوموږلومړى ټولې نړۍ اوبيا امريکې ته په بارباروايو چې موږټرورستان نه يوموږترهګرنه يوتاسې ختاوتي ياست چې موږټول پښتانه تاسې دترهګرپه نامه پېژنۍ اوامريکاموبرنحقه پرکورراننوتې ده اوپه خپل کورکې مووژنې ، امريکاغواړي چې نړۍ ته ځان سپين جرګ وښايي اوپښتانه ورته وحشي ،بريدګراوترهګرقوم وښايي چې ړنده اودبشريت ضد نړۍ يې ملاتړوکړي

که حقيت ته راشودنړۍ په هېڅ قانون کې نشته چې ديوه کس لپاره دې په ميلنونوکسان ووژل شي هغه هم دداسې چالپاره چې ده پخپله افغانستان ته راوستى وي که موږد دوى ظلم ته وګورو اوقضاوت پرې وکړو

نوددې ويلو حق لرو چې ووايو امريکا دنړۍ ترټولوسترټرورسټ هېواد د ى چې فلستين يې هلته څولسيزې کېږي چې په خپلووينولړلى عراق يې هلته په خپلووينوولمبوو افغانستا ن ېي دلته دپښتون اولس په وينورنګ کړ

کوزه پښتونخوايې هلته دخوار،بې وزلوپښتنوپه وينوسره کړه لا يې تنده نه ده ماته شوې

دې ظلمونوته چې وګورونوزماوينابه ترډېره سمه اوپرځاى وي

امريکا لومړى پرافغانستا خپله تروريستي حمله پيل کړه هغه هم په يوه خاصه جغرافيه يانې دپښتون مېشتوسيموباندې په دې موخه چې اسامه دلته مېشت دى اودهغه دنيولوهڅې يې پيل کړې اووژل نيول يې يواځې پښتانه چې په دغه جنګ کې يې شمالي ټلواله پوره پوره ملګرې وه ځکه چې دهغوى مخکې نه پښتنوته زړه ډک وه

دويم يې په عراق باندې حمله وکړه نړۍ ته يې وويل چې صدام حسين ايټمي وسله جوړه کړې ده دافغانانودينوڅښلونه ورسته يې دبې ګناه عراقيانوپه وينوځان ښه خړوب کړ خوخونديې ورنکړدعراقيانووينه دپښتنودوينې په څېرخوږه نه وه بيا يې دکوزې پښتونخوا دپښتنوپه ينو خپلې داړې سرې کړې لايې تنده نه ده ماته دعرقيانووينه ترخه وډېرژريې ورنه پښې سپکې کړې خودپښتنووينه خوږه دځکه خووخت په وخت خوړل شو دى نوفکرنه کوم چې دعراق په څېردې دپښتون مېشتوسيمونه دومره ژرووزي

نه يې په عراق کې ايټمي وسله پيداکړه اونه يې په افغانستان کې اسمه ولې ؟؟؟

عجيبه سترګورتروريست د ى چې اوس ورنه داړنده نړۍ هم نه شي پوښتى چې وروره داولې؟ تاخودرواغ ويل خير

. لاتراوسه يې ماغزه پرکرارنه دي

چاچې ماسره وهلى سرپه سنګ دى

کالډویل : یوازې په سلو کې ۲تر۳ امنیتي ځواکونه پښتانه دي

Wednesday, 03.03.2010, 08:04pm (GMT)

تاند(پنجشنبه/مارچ۴) ناټو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د افرادو ،په تېره بیا پښتنوکم جذب اود زیاتو ځواکونو تښتېدا د دې هیواد په جنوب کې د طالبانو په وړاندې د دوی د پرمختګ لوی خنډ دی .

برید جنرال ویلیم بي کالډویل ، چې تر۲۰۱۱ کال پورې درې لکو ته  د افغان امنیتي ځواکونو(اردو اوپولیس) د رسولو مسوولیت په غاړه لري ، وویل د پولیسو له لیکو د کال په سلو کې پنځه ویشت او د ملي اردو له لیکو په سلو کې اتلس تښټي .

هغه خبریالانو ته وویل چې د ښو پولیسو فیصدي له شپېتو تراویا پورې دی .خودا قطعاً د منلو وړ نه دی .

د ناټو قومندانان وايي چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو لپاره حتمي ده چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس پیاوړې شي څو د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په یوازې سر په غاړه واخیستلای شي .

خو د دې ستراتیژۍ(له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو) بریالیتوب له دې سره تړلی دی چې کافي شمېر افغانان په امنیتي ځواکونوکې جذب شي او سم وروزل شي .

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې کالدویل وویل چې د امنیتي ځواکونو د معاشونو به زیاتولو سره د ځواکونو جذب چټک شوی او د دسمبر له میاشتې راهیسي د میاشتې اووه زره افغانان په امنیتي ځواکونو کې جذبېږي خو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پښتنو شمېر خورا کم دی او اوس د ټولو امنیتي ځواکونو په سلو کې یوازې له دوو تردرو پښتانه دي .

تردې مخکې د ناټو چارواکو ویلي وو چې باید د افغانستان په امنیتي ادارو کې نه یوازې د سرتېرو په سلو کې ۴۴ پښتانه وي بلکې د افسرانو فیصدي هم په دې ډول وي خو اوس د پښتنو افسرانو فیصدي یوازې په سلو کې پنځه ده .دا په داسي حال کې ده چې په دې پنځه فیصدو کې هم ډېرو کسانو چې په خټه پښتانه نه دي ، ځانونه د پښتنو په نومونو ځای کړي دي .

کالډویل وویل :« موږپه امنیتي ځواکونو کې د پښتنو د شمېر له کموالي راضي نه یو.موږ غواړو چې دا وضعیت بدل کړو او داسي شرایطو برابر کړو چې د افغانستان د جنوب پښتانه احساس کړي چې د دې هیواد اوسېدونکي دي …موږ باید دوی ته سم شرایط برابر کړو چې په امنیتي ځواکونو کې شامل شي .»

کالدډویل همداراز وویل چې ناټو غواړي یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړي چې پښتانه په امنیتي ځواکونو کې شمولیت ته وهڅېږي او دی هیله لري چې په جنوبي ولایتونو کې به پیل شوي عملیات مرسته وکړي چې دامنیتي ځواکونو په لیکو کې د دغو سیمو اوسېدونکي لېوالتیا پیدا کړي .

د غزني د قره باغ یوه اوسېدونکي تاند ته وویل چې د دې ولسوالۍ خلک له وسله والو طالبانو ښه زړه نه لري او په ژمي کې ډېر خوشاله ول چې طالبان ، د هغه په وینا ورک شوي ول مګر د ولسوالۍ په مرکز کې تر مېشتو عسکرو او پولیسو چې درست د پنجشیر او شمالي اوسېدونکي دي ، طالبان غوره بولي ځکه چې طالبان په زوره نه له چا پیسې غواړي او نه د دې کار لپاره څوک ځوروي .

د قره باغ دغه اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ، همداراز وویل :«خلک له طالبانو یوازې په دې خاطر بد وړي چې هغوی هلکان او نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي او اجازه نه ورکوي چې د  دوی په سیمه کې د بیارغونې کارونه وشي .»

کالدویل د افغان ځواکونو د شمېر پر کموالي سربېره د خپل کار د لارې بل خنډ د نړیوالو روزونکو د شمېرکموالی بولي او وايي چې لا هم نولس سوه نورو روزونکو ته سخته اړتیا لري .

ظاهرعظیمي وايي د اردو په لیکو کې یې د طالبانو د نفوذ مخه نیولې

Thursday, 03.04.2010, 10:48am (GMT)

تاند(پنجشنبه/مارچ۴) د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی نن په غیرمستقیم ډول د ناټو ځواکونو د یوه قومندان هغو څرګندونو ته ځواب ووایه چې ویلي یې وو د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې یوازې له دوو تردرو فیصدو پوري پښتانه دي اوپه امنیتي ځواکونو کې د پښتنو د شمېرکموالی له طالبانو سره د دوی په جګړې مې ستونزې پېښې کړي دي .

د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي نن ادعا وکړه چې طالبانو په مختلفو وختونو کې هڅه کړې چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ننوځي خو موږ یې مخه نیولې ده .

ځینې کتونکي وايي چې په ۲۰۰۱ ع کال کې د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته پر حکومت د پخواني شمالي ټلوالې واکمنوغړیو تل هڅه کړې چې د طالب په نوم په حکومت کې د نورو خلکو مخه ونیسي .

دا په داسي حال کې ده چې پرون کالدویل وویل چې د امنیتي ځواکونو د معاشونو به زیاتولو سره د ځواکونو جذب چټک شوی او د دسمبر له میاشتې راهیسي د میاشتې اووه زره افغانان په امنیتي ځواکونو کې جذبېږي خو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پښتنو شمېر خورا کم دی او اوس د ټولو امنیتي ځواکونو په سلو کې یوازې له دوو تردرو پښتانه دي .

کالډویل وویل :« موږپه امنیتي ځواکونو کې د پښتنو د شمېر له کموالي راضي نه یو.موږ غواړو چې دا وضعیت بدل کړو او داسي شرایطو برابر کړو چې د افغانستان د جنوب پښتانه احساس کړي چې د دې هیواد اوسېدونکي دي …موږ باید دوی ته سم شرایط برابر کړو چې په امنیتي ځواکونو کې شامل شي .»

عظیمي نن خبریالانو ته وویل چې طالبانو په ځلونو هڅه کړې چې د امریکایانو له لوري په روزل کېدونکو ځواکونو کې نفوذ وکړي خو دامنیتي ځواکونواستخباراتي مامورینو له لوري یې مخه نیول شوې ده .

ګولو خویندو او وروڼو!

که حوصله لرئ نو دګران او تاند لیکوال ښاغلي محمدنظیم سمون په لیکنه هم خپله تنده ماته کړئ .

دخپلواکي او سوکالي په هیله

محمدامین بسمل

دښاغلي محمدنظیم سمون لیکنه :

امریکا په افغانستان او سیمه کې امن نه غواړي

له افغانستان دولت سره دطالبانو کابو پنځه کلنه جکړه ورځ تربلې زور اخلي ، خو د ‎طالبانو پروړاندې دامریکا او متحدینو دا جګړه ترشاه پټ اهداف لري .

له بده مرغه په رسنیو کې هم دافغانستان په روان بحران دسیاسي چارو شنونکو سر نه خلاصیږي .

دتلویزیون ، راډیو او یا ورځپاڼو له لارې هېڅوک حقیقت نه وایي او که څوک یې وايي هم ، نو درسنیو لخوا یې خبرې سانسور او نه خپریږي .

پدې ټول ښه پوهېږو چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې بېلابېل سترتېژیکي اهداف لري، دې اهدافو ته رسېدل که په هر ډول مشروع او یا نامشروع وي ، امریکا او پلویانو ته یې بې تفاوته ده .

نن ورځ په زرګونه افغانان په ځانګړې توګه پښتانه که له پولې هاخوا دي او که دېخوا، دسپینې ماڼۍ دشوم سیاست قربانیان دي ، دافغانستان دستونزې اصلي محور خپله امریکا ده ، نه طالبان .

اوسمهال په افغانستان کې دا لوی ناورین او سور اور پخپله امریکا بل کړی دی ، چې په منځ کې بې ګناه افغانان څه دطالب ، او څه په نورو بېلابېلو نومونو وژل او زورول کیږي .

امریکا ددې لپاره چې په سیمه او افغانستان کې خپلو موخو ته ورسیږي ، نو خپل شتون په افغانستان کې دطالب او القاعدې سره د جګړې په پلمه اړین بولي ، طالب او القاعده څوک دي ؟ له کوم ځایه مالي امکانات ترلاسه کوي ؟ او له کومه دومره پرمختللې وسلې ترلاسه کوي ؟

که دلندن کنفرانس ته ځیر شو نو هغه هم دافغانستان دمسلې دحل په موخه نه و جوړ شوی ، بلکې یولړ اهداف یې لرل .

کنفرانس دبرتانیې لومړي وزیر په هلو ځلو ددې لپاره جوړ شو ترڅو دخپل ولس په سترګو کې خاورې وشیندي ، او یا هم څه موده وروسته په لندن کې ټولټاکنې ترسره کیږي ، چې لومړی وزیر ګوردن براون هم نوماند دی .

ددې لپاره چې براون خپل ولس ته دافغانستان دجګړې په هلکه ځواب ووایي ، نو دلندن کنفرانس یې یوه وسیله وګرځوله ،

دلندن کنفرانس کې له طالبانو نه هم وغوښتل شول چې دسولې په بهیر کې له افغان دولت سره خبرو ته کیني .

کله چې دخبرو داپروسه پیل شوه ، نو یوشمېر مخلفینو له دولت سره خبرو ته غاړه کېښوده ، خو امریکا ددې لپاره چې داخبرې ددوی په ګټې نه وې او خپلې ګټې دطالبانو په بغاوت کې خوندي ویني ، نو سمدلاسه یې دپاکستان له استخباراتي ادارې (ای ، اس ، ای ) سره یو ځای دطالبانو هغه مشران ونیول چې ګمان کېده له افغان دولت سره دسولې خبرو ته تیار وو ، دطالبانو دیو شمېر مشرانو نیول د ډېرې حیرانتیا خبره ده ، دامشران څنګه پخوا نه نیول کېدل خو اوس ټول پوهېږي که دغه طالب مشران له دولت سره یوځای شوي وای ، نو په افغانستان کې دامریکا لوبه هم پای ته رسېده .

دڅه موده مخکې دکابل ښار دفروشګاه په سیمه کې برید هم یو منظم پلان شوی کار و ، ځکه تردې برید یو څو ورځې وروسته دلندن کنفرانس دایرېده ، چې دکنفرانس دخبرو اصلي محور له طالبانو سره دسولې خبرې وې ، او یاهم دکابل نوې ښار په سیمه کې په یوه مېلمستون ولسوال برید ، دا دومره ساده خبره نده چې یوازې طالبان پرې ګرم کړو ، ددې برید ترشا لوی لاسونه وو ، څنګه کېدای شي داسې یوې سیمې ته چې کابو لس ځایه دپولیسو امنیتي پوستې پرتې وې او دې ولسوال چې په درنو او سپکو وسلو سمبال و ، د ښار زړه ته ورننوتل ؟ .

دافغانستان امنیتي ارګانونه هم دامریکا د استخباراتي ادارې تر اغیزې لاندې راغلی دي ، ځکه خو د کابل امنیي قوماندانۍ دقوماندان په ګډون څو تنو نورو چارواکو ولیدل چې حقیقت بل څه دی او دپردې ترشا دچا لاسونه دي .

کابل کې په یوه مېلمستون کې پرهندیانو برید ، ښایي امریکا دپاکستان او هند ترمنځ دسولې هغو خبرو په ځواب کې کړی وي ، چې لدې برید څخه یوه ورځ مخکې دواړو هېوادونو بېرته دسولې خبرې له سره پیل کړې ، امریکا نه غواړي چې هند او پاکستان له یوبل سره دوستانه اړیکې ولري ، ځکه دا ډول اړیکې دامریکا په ګټه ندي او امریکا دا هڅه کوي چې په سیمه افغانستان دا اور همداسې بل وساتي .

بس دی جنت له پښتنو ډک شو
اجمل اټک يوسفزی

ډک شو جنت تر مورګو ډک شو ، بس دی  نور بس دی باور دې کيږي چې د پښې ايښودلو ځای نور پکې نشته ٠

ګورې هغه دی احمدزی او درانی ، منګل وينې چې له ځدراڼ لالا سره په خبرو اخته دی  او هغه لرې چې ولاړ دي هغه پوپلزی او نورزی دی٠

دا په دېوالونو چې ناست دي  اکثره يې وزير ، مسود او يوسفزي دي چې دا اوس اوس له وزيرستان او سواته راغلي دي٠

څه به يو يو درته په ګوته کوم ، دا چې ښکاري ټول خوګياڼي، شينواري، مومند، ساپي، علي زي، ځاځي، څمکني،بارکزي  او سليمانخيل دي٠

څه چې سوچه پښتانه دي ټول زي زي او خېل خېل همدلته راټول شوي دي٠

لږ غوږ شه ، اورې  چې ټول په پښتو خبرې کوي !

واه  څنګه عجيبه ده  ولا!

دا خو سوچه پښتونستان دی  !

د زلموټي ځانمرګي همدا خبرې لا په خوله وې چې ناڅاپه دسيد عبدالخالق او عبدالباري اغا  را پام شو او راغږ يې کړ : شه شه ته هم د سپيو په مېله کې وې  ؟

ما ژر ورغبرګه کړه : نه  نه اغا صيب زه د سپيو د جنګولو په مېله کې نه وم !

بيا سيد عبدالخالق را غږ کړ : شه چې د سپيو په مېله کې نه وې نو بيا دلته څنګه راغلې ؟

ما ځواب ته  خوله را جوړه کړه ، ګورم چې يو کوچني ماشوم د مور له غيږې را غږ کړ : کاکا ته هم راغلې ؟

له همدې غږ سره سم  ورو ، ورو د کوچني څنګ ته ورنږدې شوم ، پر سر مې ورته لاس راکش کړ  او ورو مې ترې وپوښتل چې هو زه اوس راغلی يم ، اوس راته ووايه  چې ته کله راغلی يې ؟

کوچني په وړه خوله راته کړه : زه کرجي بابا٠٠٠٠٠٠ ٠٠٠٠

ماشوم کرجی ، کرجی بابا ويل خو زه يې په ژبه نه پوهېدم ، ما ځان سره ويل : دا خو نو لوی جنت دی کېدای شي چې نورې طايفې هم په کې وي٠

ماشوم ما ته راکتل او کرجی ، کرجی يې  ويل ، زه لا حيران  وم چې د ماشوم مور مخ راواړوه او کړه يې : هو دا مسکين رښتيا وايي ، موږ د شينډنډ اوسېدونکي وو  ، او د کرزي د فرمان له برکته دې  جنت  ته راغلي يوو٠

له همدې خبرو سره جوخت يې د جنت دروازې ته ګوته ونيوه ، او ويل يې : هغه ډله وينې چې په انتظار ولاړ دي دا ټول  همدا نن له شاولي کوټ نه راغلي دي او دا څنګ کې يې چې ماشومان ولاړ دي ،هغه ګورې چې کتابونه يې تر شا دي  ، دوی  ټول د ښوونځيو زده کوونکي دي چې له پلخمري راغلي دي٠ د فراه د شهيدانو ډله چې ټولې ښځې او کوچنيان دي  هغوی لا د جنت نه بېرون پراته دي٠

زه بېخي هک پک وم ، شهيدې پښتنې مېرمنې تشريحات راکول ، خو زه پدې فکر کې ډوب وم چې ، ښه ځه دغه جنتيان خو څوک دولت رالېږلي ، څوک ځانمرګو راوستي ،څوک چا او څوک چا٠٠٠٠ ٠٠٠

دا زه ګناهګار په کومه خوشالۍ کې دلته رارسېدلی يم ؟

د شهيدې شينډنډۍ مېرمنې خبرو ته مې ظاهرا سر ښوراوه ، خو په باطن کې  خپلې لاټرۍ ته سوچ وړی وم چې ، يودم  درم شو، تر څو چې مې سترګې  سره موښلې   ګورم  چې له خپله  کټه لس شل ګامه لرې پر ځمکه پروت يم ٠

وارخطايۍ را نه  لاره لودن ورک کړل ، حيران شوم چې څه وکړم ؟!

درنګ شېبه لا تېره نه وه چې سترګې مې پټې کړې او په چيغو مې پيل وکړ :   وه ملنګه !  وه  زلمييه !    وه   زرينې  !     او  وه ٠٠٠٠٠٠!

نور مې ستونی  وچ  او غږ مې خپله  ټپ  شو ٠

دومره مې ښه  ياد  دي چې په دا دومره  لوی کلي کې زما غوږونو يوازې د سپيو ، غواګانو ،مرغانو او چرګانو غوغا او رمباړې او د درنو الوتکوو اوازونه اورېدل اوبس٠

دیو شمېړ با احساسو افغانانو دغوښتنې پر بنسټ تاسو ته یو ځل بیا دقدرمن ډاکتر صاحب روستار تره کي مرکه خپروو
د ۸ کلونو راهیسې په سیمه کې پښتانه په فزیکي ، فرهنګي او سیاسي لحاظ  د نړیوال نظامي ائتلاف او د سیمې د هیوادونو په واسطه د یرغلیزې جګړې تر ګوزارونو لاندې دي

۱  ــ  هغه نظامي عملیات چه په مارجه کې جریان لري څنګه ارزوئ ؟

ځواب :  موضوع د حقوقو او سیاست په ساحه کې مطرح کیږي :

ــ  د موضوع حقوقي بڼه . په مارجه کې جنګ د هغه پراخې جګړې یوه برخه ده چې آن لا له بنسټه غیر عادلانه وو او د نړیوالو قوانینو د اصولو سره یې سمونوالی نه درلود، نړیوال حقوق جګړه د مشروع دفاع په منطق باندې مجاز ګڼی .

نړیوال حقوق د مشروع دفاع حق د استفادې شرایط  د م ، م  دمنشور په ۵۱ ماده کې څرګند کړي دي  .

نوموړی شرایط د افغانستان په جګړه کې د پام نه غورځول شوي دي .

ــ  د موضوع سیاسي بڼه :

جګړه د یو مقصد د رسېدو د پاره یوه وسیله ده  نوموړی مقصد جګړې ته غیر مشروع یا مشروع بڼه ورکوي .

په مارجه کې نظامي عملیات د یو مزدور ، فاسد او مختلس حکومت د ملاتړ په مقصد تر سره کیږي ځکه خومشروعیت نلري .

په سیاسي لحاظ په یو حالت کې د مارجې جګړه د توجیه وړ ګنل کیده ، د مقاومت مخالفت د سولې د هغه پلان په وړاندې چې موخه یې یو  لنډ مهال مسلکي حکومت جوړول و .

په هر حال !

د جګړې سیاسي توجیه د هغه حقوقي عدم مشروعیت نفي کولای نه شي .

۲  ــ  دعوت :

په مارجه کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې د جګړې له حقوقو څخه  سرغړونه نه ده شوې؟

ځواب :

دغه عملیات په افغانستان کې د قومي تصفیې ( ژنوساید) د لړۍ یوه برخه ده چه په هغه کې له معمولي وسلو څخه  نیولی تر  نسل وژنې له کمیاوي توکو څخه  ګټه پورته کول .

سپین فوسفور چه مخکې د افغانستان په جنګ ځپلو سهیلي سیمو کې په وار وار استعمال شوي  دي .

د فارس خبري آژانس او د ترکې د « واقعیت » ورځپاڼې په قول د مارجی په جګړه کې هم ورڅخه کار اخیستل  شوی دی .

په جګړه کې د سپین فوسفور استعمال د ۱۹۷۲ م کال  کانوانسیون له خواه منع شوی دی  خو امریکا د نوموړي کانوانسیون غړې نه ده .

０	ــ  دعوت :

１	لطفآ د نژادي تصفیې په اړوند یو څه په تفصیل وغږیږئ؟

ځواب :

پروسږ کال په دغه موضوع باندې یواوږد تحقیقي مضمون  ( په افغانستان کې د ناټو ډله ایزه وژنه او د نړیوالو حقوقو دریځ )  تر سرلیک لاندې مې لیکلي و، ځینې افغاني انترنتي سایتونو ته په مراجعه مضمون مطالعه کولی شئ .

د ۸ کلونو راهیسې په سیمه کې پښتانه په فزیکي ، فرهنګي او سیاسي لحاظ  د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا )  او د سیمې د هیوادونو په واسطه د یرغلیزې جګړې تر ګوزارونو لاندې  دی

فزیکی  :

په دې مانا چې په پښتون مېشتوسیمو کې د ۸ کلونو د اوږد مهالې جګړې په ترڅ کې اټکل ۸۰ زره افغانان وژل شوي دي  په دغه ارادي وژنه چې پلان شوې سیستماتیکه بڼه لري د افغانستان ګاونډیانو هم پکې  ونډه اخیستې ده  .

فرهنگي :

په دې مفهوم چې په جنګ ځپلي سهیلي سیمو کې ، د تعلیمي موسساتو د نشتوالي یا کموالي له کبله د پوهنتونونو د کانکور په کلنۍ آزموینه کې د نوماندو ونډه په سلو کې اټکل   پنځو ته را ټیټه شوې ده .

دغه ناوړه پېښه په قومي او سیاسي لحاظ د یو نا انډولې ادارې د رامنځته کېدو لامل ګرزېدلی دی .

دغه نا انډولي هر کال شدت مومي او د یوې ژبې او فرهنگ د لازیاتې تباهۍ لامل ګرځي .

سیاسی :

کوم چې پښتانه د يو باثباته او پیاوړې واکمنۍ ولسي بنسټ جوړوي ، د دوی د فزیکي پوتانسیل په ماتولو سره لاره د یوه  کمزوري لاسپوڅي نظام د جوړېدو د پاره هواریږي .

دغسې یو نظام ساتل چې په  قومي، مذهبي  او تنظیمي متخاصمو ډلو ټپلو سره په ټکر کې جوړ شوی وي ، د مارجې د جنګي عملیاتو سره تړاو لري .

( ن ، ن ، ا )  د افغانستان قومي بالقوه منازعاتو ته لمن وهي څوهغه په بالفعل دشمني بدل  او د یو اړخ په ګته او د بل اړخ په تاوان دریز ونیسي .

څو موده مخکې د فرانسې د حکومت په اشاره  سوسیالیست ګوند  د ولسمشري د انتخاباتو يو جنګ سالار کاندید ته  ( د عبداله عبداله په نوم ) ، فرانسې ته راتګ او په یوه غونډه کې  د ګدون  بلنه ورکړې وه . نوموړی کاندید د ولسمشرۍ په انتخاباتي کامپاین کې د پارلمانتریزم او فدرالیزم د ضوابطو  (چه  بهرنیان یې غواړي څو د هغه په واسطه افغانستان د متخاصمو قومي جنګ سالارانو په فدراسیون بدل کړي)  په طرح کولو کې ، بهرني  پیاوړی ملاتړ تر لاسه کړی و .

فرانسې ته راغلي مېلمه میډیا ته په خبرو کې خپله مخکنۍ ژمنه تازه کړه، او د یوه سیاسي الترنتیف د جوړولو لپاره یې چمتو والی وښود .

هو! فرانسه د خپلو انډیوالانو سره پدی چرت کی ده چې وروسته له دې نه چه  د  پښتون قوم جنازه په مارجه کی خاوروته سپارل کیږي ، څه باید وشي : هغه قومي ډلو ته سیاسي چانس ور په برخه کول چه د کلو کلو راهیسې ورباندې سیاسي پانګه اچول شوېده  د  ( ن ، ن ، ا )  د پلان یوه برخه ده .

فرانسه غواړی په مارجه کې مقاومت ته لاندې پیغام واستوی :

که تاسی خپلواکي په ګرانه بیه خرڅوئ موږ د پنجشېر د هټۍ والو سره په معامله هغه په وړیا توګه تر لاسه کولی شو .

د پلان په جزئیاتو کی زیاتې خبرې نه کوو . خو دومره وایو چې وروسته له دې نه چه مارجه فتح شي ، اداره یې د تش په نامه ملي اردو او پولیسو ته سپارل کیږي .

کوم څوک چې  په اصطلاح  د ملی اردو جوړښت د نژادي تصفیې د ماستر پلان یو جزء دی ، هغه په سلو کی ۷۰ د غیر پښتنو نه ترکیب شوی ، حال دا چه پښتانه دافغاني  ټولنې په ترکیب کې اټکل په سلو کی ۶۰ نفوس جوړوي .

اما هغه څه چې نه ویل کیږي دا دي چې ،  کوم   چې په مارجه کې  اردو د نظم او امنیت په پلي کولو کی پاتی راځي ، کړکیچ دوام مومي او په افغانستان کې د بهرنیو قواوو د حضور د دوام د پاره پلمه تر لاسه کیږي .

０	ــ  دعوت :

１	 ولی مارجه د نړیوال نظامي ائتلاف په وسیله د یوې پراخې جګړې دډګر  په توګه وټاکل شوه ؟

ځواب :

د مارجې فتح دواړو خواوو یعنی افغانانو او بهرنیانو ته سمبولیک اهمیت لري:

کندهار د افغانستان په معاصر تاریح کې د ټول واحد افغانستان لمړنۍ پلازمېنه ګڼل کیږي .  د افغانستان د ننه د قومي اکثریت زیاتی واکمني او د باندې د افغانانو امپراتوریګانې د کندهار په غرونو ، مورچلونو او د جګړې په ډګرونو کې  جوړښت موندلی دی .

د اشغالګرو قوتونو په تصور د مارجې فتح د قومي اکثریت د دوه پیړۍ د واکمنی پای او په سیمه کی د یوه حماسي تاریخ ( او احتمالآ افغانستان پورې تړلی جغرافعي )  ختم شمېرل کیږي

واقعیت دا دی چې که په مارجه کې د مقاومت برلاسی پای ته ورسیږي د وسله والو مخالفینو په رواني حالت به ناوړه اغیز ولري  اما په هیڅ ډول به د مقاومت پای نه وي .

لویدیز میډیا چې ادعا کوي، مارجه د بهرنیو جنګیالیو او د نشه یی توکو د مرکزیت له کبله تر برید لاندې ونیول شوه ،  خوشې چټي تبلیغاتي خبرې دي .

０	ــ  دعوت :

１	 ایا د ملابرادر نیول د مارچې د عملیاتو سره تړاو ولري ؟

ځواب : هرو مرو ! ( ن ، ن ، ا ) غواړي چې د نظامي فشار له  لارې مقاومت دې ته  اړ کړي څو هغې سولې ته غاړه کیږدي  کومه چې د بهرنیانو له خوآ وړاندي کیږي مثلأ:

( د اساسی قانون او د هغه نه رازیږیدل شوي نظام منل ) د وسله والو مخالفینو د پاره د منلو وړ نه دي ، نو د جګړی د دوام پلمه مهاجمو ځواکونو ته ور په برخه کیږي  .

وروسته  له۸ کلونو نه موږ ته ثابته شوېده چې ( ن ، ن ، ا ) د سولې اراده او پلان نه لري :

نوموړی ائتلاف د بوش د اداری د  « جوړونکې وراني » د فورمول په تبعیت ، غواړی څو په «  افپاک » کې  ګډوډي وساتي  او د بی ثباتي او بې نظمي په فضآ کې خپل ژیوپولتیک مقاصدو ته ځان ورسوي .

د یو بل واقعیت نه هم باید سترګې پټې نه کړو چې د جګړې د دوام پړه یوه لویه برخه د مقاومت په غاړه ده .

وسله وال مخالفین پدې باندې نه دي بریالي شوي چې له یوه اعتدالي اسلام د ضوابطو په ملاتړ او د اوسني معاصرې نړۍ د غوښتنو په بنیاد دریز ونیسي او د تفاهم لاره د بل لوري سره خلاصه کړي .

مقاومت پدې ونتوانید چې د یوه مذهبي بنسټ پالې ډلې په عوض د ملي او اسلامي مقاومت یو مډرن ګوند جوړ کړي .

د تعلیم یافته او روڼفکرو سره د وسله وال مقاومت اړیکي د بنسټ پالو کړیو تر تآثیر لاندې پاتې شوېدي .

« پای »

فرانسه

د فروری ۲۱ د ۲۰۱۰م کال

امریکا په افغانستان او سیمه کې امن نه غواړي
محمدنظیم سمون

امریکا په افغانستان او سیمه کې امن نه غواړي

له افغانستان دولت سره دطالبانو کابو پنځه کلنه جکړه ورځ تربلې زور اخلي ، خو د ‎طالبانو پروړاندې دامریکا او متحدینو دا جګړه ترشاه پټ اهداف لري .

له بده مرغه په رسنیو کې هم دافغانستان په روان بحران دسیاسي چارو شنونکو سر نه خلاصیږي .

دتلویزیون ، راډیو او یا ورځپاڼو له لارې هېڅوک حقیقت نه وایي او که څوک یې وايي هم ، نو درسنیو لخوا یې خبرې سانسور او نه خپریږي .

پدې ټول ښه پوهېږو چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې بېلابېل سترتېژیکي اهداف لري، دې اهدافو ته رسېدل که په هر ډول مشروع او یا نامشروع وي ، امریکا او پلویانو ته یې بې تفاوته ده .

نن ورځ په زرګونه افغانان په ځانګړې توګه پښتانه که له پولې هاخوا دي او که دېخوا، دسپینې ماڼۍ دشوم سیاست قربانیان دي ، دافغانستان دستونزې اصلي محور خپله امریکا ده ، نه طالبان .

اوسمهال په افغانستان کې دا لوی ناورین او سور اور پخپله امریکا بل کړی دی ، چې په منځ کې بې ګناه افغانان څه دطالب ، او څه په نورو بېلابېلو نومونو وژل او زورول کیږي .

امریکا ددې لپاره چې په سیمه او افغانستان کې خپلو موخو ته ورسیږي ، نو خپل شتون په افغانستان کې دطالب او القاعدې سره د جګړې په پلمه اړین بولي ، طالب او القاعده څوک دي ؟ له کوم ځایه مالي امکانات ترلاسه کوي ؟ او له کومه دومره پرمختللې وسلې ترلاسه کوي ؟

که دلندن کنفرانس ته ځیر شو نو هغه هم دافغانستان دمسلې دحل په موخه نه و جوړ شوی ، بلکې یولړ اهداف یې لرل .

کنفرانس دبرتانیې لومړي وزیر په هلو ځلو ددې لپاره جوړ شو ترڅو دخپل ولس په سترګو کې خاورې وشیندي ، او یا هم څه موده وروسته په لندن کې ټولټاکنې ترسره کیږي ، چې لومړی وزیر ګوردن براون هم نوماند دی .

ددې لپاره چې براون خپل ولس ته دافغانستان دجګړې په هلکه ځواب ووایي ، نو دلندن کنفرانس یې یوه وسیله وګرځوله ،

دلندن کنفرانس کې له طالبانو نه هم وغوښتل شول چې دسولې په بهیر کې له افغان دولت سره خبرو ته کیني .

کله چې دخبرو داپروسه پیل شوه ، نو یوشمېر مخلفینو له دولت سره خبرو ته غاړه کېښوده ، خو امریکا ددې لپاره چې داخبرې ددوی په ګټې نه وې او خپلې ګټې دطالبانو په بغاوت کې خوندي ویني ، نو سمدلاسه یې دپاکستان له استخباراتي ادارې (ای ، اس ، ای ) سره یو ځای دطالبانو هغه مشران ونیول چې ګمان کېده له افغان دولت سره دسولې خبرو ته تیار وو ، دطالبانو دیو شمېر مشرانو نیول د ډېرې حیرانتیا خبره ده ، دامشران څنګه پخوا نه نیول کېدل خو اوس ټول پوهېږي که دغه طالب مشران له دولت سره یوځای شوي وای ، نو په افغانستان کې دامریکا لوبه هم پای ته رسېده .

دڅه موده مخکې دکابل ښار دفروشګاه په سیمه کې برید هم یو منظم پلان شوی کار و ، ځکه تردې برید یو څو ورځې وروسته دلندن کنفرانس دایرېده ، چې دکنفرانس دخبرو اصلي محور له طالبانو سره دسولې خبرې وې ، او یاهم دکابل نوې ښار په سیمه کې په یوه مېلمستون ولسوال برید ، دا دومره ساده خبره نده چې یوازې طالبان پرې ګرم کړو ، ددې برید ترشا لوی لاسونه وو ، څنګه کېدای شي داسې یوې سیمې ته چې کابو لس ځایه دپولیسو امنیتي پوستې پرتې وې او دې ولسوال چې په درنو او سپکو وسلو سمبال و ، د ښار زړه ته ورننوتل ؟ .

دافغانستان امنیتي ارګانونه هم دامریکا د استخباراتي ادارې تر اغیزې لاندې راغلی دي ، ځکه خو د کابل امنیي قوماندانۍ دقوماندان په ګډون څو تنو نورو چارواکو ولیدل چې حقیقت بل څه دی او دپردې ترشا دچا لاسونه دي .

کابل کې په یوه مېلمستون کې پرهندیانو برید ، ښایي امریکا دپاکستان او هند ترمنځ دسولې هغو خبرو په ځواب کې کړی وي ، چې لدې برید څخه یوه ورځ مخکې دواړو هېوادونو بېرته دسولې خبرې له سره پیل کړې ، امریکا نه غواړي چې هند او پاکستان له یوبل سره دوستانه اړیکې ولري ، ځکه دا ډول اړیکې دامریکا په ګټه ندي او امریکا دا هڅه کوي چې په سیمه افغانستان دا اور همداسې بل وساتي .

د بشر دوستانو؟! په قاموس كې د افغانانو د سر بيه
طارق احمدزى

په امريكاكې خپرېدونكې معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوست په دې وروستيوكې افغانانو ته له سپكاوي څه يو ډك خبر خپوركړى دى، دې ورځپاڼې ليكلي چې امريكا غواړي د هلمند په وروستۍ جګړه كې زيان ليدلو اشخاصو ته تاوان وركړي، واشنګټن پوست د جنرال هكس په نوم د يو امريكايي نظامي قوماندان له خولې ليكلي چې دوى غواړي د هلمند په روانه جګړه كې د دوى د ځواكونو له خوا د هر بې ګناه ملګي وژل شوي كورنۍ ته هغه كه لوى وي او كه كوچنى له ۱۵۰۰څخه تر۲۵۰۰ډالر، هر ټپي ته د ټپ د ژوروالي له مخې له ۶۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ډالر، د هر له منځه تللي موټر په بدل كې له ۵۰۰ څخه تر۱۵۰۰ډالر، ځمكو ته د رسېدلو په زيانونو په بدل كې بزګرانو ته له ۵۰ څخه تر۲۵۰ډالر تاوان وركړي.

جنرال هكس د واشنګټن ايالت په تكوماى ښار كې همدا راز فرمايلي!! چې دا كار به له دوى سره د استخباراتي معلوماتو په راټولولوكې هم مرسته وكړي، هغه همدا راز زياتوي چې دا پيسې به د الفا په نوم د يوې امريكايي كمپنۍ له خوا په اصطلاح مستحقينو ته ووېشل شي.

امريكا چې د يو ستر اْتلاف په سر كې په افغانستان كې له خپلو مخالفينو سره له ۲۰۰۱كال زېږديز كال را وروسته جنګېږي، تر اوسه په افغانستان كې لسګونه ډوله اشتباهات كړي دي او داسې انګېرل كېده چې ګواكې په دې خاطر چې امريكايان او په مجموع كې ټول لويديځوال د افغانانو له دين، عنعنې كلتور، دود او دستور څخه خبر نه دي نو د وخت په تېرېدلو سره به دوى اشتباهات را كم او د افغانانو له دود او دستور سره به بلد شي، دوست او دښمن او بې پرې اشخاص به وپېژني، خطرناكې او بې خطره سيمې به وپېژني او په پايله كې به يې د ټوپك شپېلۍ يوازې د هماغه چا خوا ته ور واوړي چې له دوى سره جنګېږي خو دوى د هرې ورځې، هرې مياشتې او هر كال په تېرېدو سره له عادي افغانانو سره د خپل خصومت كچه لوړوي، دا اتم كال دى چې په پرلپسې ډول په ډله ييزه توګه ملكي او بې غرضه افغانان وژني، ودونه، جنازې، ختمونه، د سپرلۍ موټر…بمباروي، د شپې په تپه تياره كې د كورونو دروازې الوزوي او ناخبره ښځې، لويان، كوچنيان قتل عام كړي، ښځې تالاشي كوي، په سپيو يې داړي افغانانو ته هغه ډول سزاګانې وركوي چې انسانيت ترې امان غواړي او كله چې يې جنايت نور د پټولو نه وي اويا پرې فشار راغلى نو بيا يې يوازې د بښنې په غوښتلو اكتفا كړې ده.

خو د دې پر خلاف افغانانو بيا تر ډېره حده تحمل كړى، له زغم او صبر څخه يې كار اخيستى دى دا ځكه چې هغوى نور له جګړو ستړي شوي وطن يې كنډر كنډر شوى او ټول ارزښتونه يې له خاورو سره برابر شوي دي.

همدا راز بهرني ځواكونه ظاهراً دعوه كوي چې دوى د ملګرو ملتونو د پرېكړې له مخې د افغانانو د ژغورلو، مرستې او د افغانستان د بيارغونې لپاره راغلي او د اشغال هېڅ ډول اراده نه لري.

د افغانانو تاريخ داجوته كړې ده چې پخپله خاوره كې د يوې شېبې لپاره هم د بهرنيانو وسلوال شتون نه مني او نه يې كله په ټيټو سترګو ژوند كړى دى دا تشه دعوه نه ده بلكې تر شا ثبوت هم لري.

په هلمند كې له زيان ليدلو سره د مرستې په اړه د امريكا دا وروستى اعلان افغانانوته د سپكاوي بل اقدام دى، د يو وروسته پاتې، مظلوم، مجبور نېستمن او در په دره ولس په اړه د نړۍ د لوى ځوك دا پرېكړه له شك پرته ريشخند تمسخر او خندا ده، دا د بشر د حقوقو، دموكراسۍ، مدنيت، تهذيب او د نړۍ د زعامت د دعوه دارانو انصاف او لزوم ديد!! دى.

دا د دې ښه څرګندوى دى چې امريكايان غريبو او نادارو ولسونو او په ځانګړې توګه مسلمانانو ته په كومه سترګه ګوري، د امريكا د انصاف په تله او بشريت ته د درناوي د دعوې په تناظر كې د افغانانو ارزښت او حقيقت څومره دى.

د يو انسان د ژوند بيه ټاكل ۱۵۰۰ډالره چې ښايي د جنرال هكس او د ده د ملګرو د يوې شپې د شرابو بيه وي انسانيت ته څومره لوى سپكاوى دى، د انسان د پښو او لاسونو لپاره ۶۰۰، د موټر لپاره يې ۵۰۰ او د كروندې لپاره ۵۰ ډالره بيه پر افغانانو او په ټوله كې پر انسانيت ملنډې نه دي، نو اخر څه دي؟

په هغه جګړه كې چې امريكايان يې د همدې افغانانو په مرسته د خپلو مخالفينو پر ضد پر مخ بيايي د كال زر ميليارده ډالره بوديجه كې د يو بې ګناه افغان د سر بيه ۱۵۰۰ډالر ټاكل شوې!

داسې نه ده چې امريكايان د انسان په قدر او بيه نه پوهېږي، هغوى پر هر څه پوهېږي خو په حقيقت كې هغوى ته د افغان ژوند ارزښت نه لري، له افغانانو د هغوى سترګې نه سوزي، هغو په داسې حال كې د افغان د سر بيه ۱۵۰۰ډالره ټاكي چې د لاكربي په پېښه كې د وژل شوو امريكايانو په سر يې له ليبيا سره پنځلس كاله دښمني هم وكړه او د هر وژل شوي امريكايي پر سر يې ترې لس ميليونه ډالر هم وغوښتل. راشئ اوس دانسانانو د سرونو د بيو توپير ته ځير شئ د هغه امريكايي د سر بيه چې په هوايي پېښه كې وژل شوى لس ميليونه ډالر خو د هغه افغان دسربيه چې د دوى د ټوپك شپېلۍ وراوښتې او يا د دوى د څو ټنيزو بمونو پرچويې بدن دومره ټوټې ټوټې كړى چې آن د غوښو موندل يې هم ګران دي يو نيم زر ډالر!!((بسوخت عقل زحيرت كه اين چه بوالعجبيست)) دا د غرور،تكبر او د انسانيت پر وړاندې د بې پروايۍ انتهاده.

دا د دې څرګندوى دى چې دوى د افغانانو د مرستې، ژغورنې او ساتنې لپاره نه دي راغلي، بلكې نور اهداف لري، ځكه چې د چا د سر بيه چې د دوى په نظر يو نيم زر ډالره وي نو آيا د دې سر د ژغورلو لپاره خپل قېمتي (لس ميليون ډالريزه) سل زره سرونه له خطر سره مخ كوي؟ زماپه نظر داپړه ټوله يوازې د امريكايانو نه ده، بلكې په افغانانو كې هم داسې ذليله، منحوسې، بې حيثيته او بې شخصيته څېرې شته چې امريكايانو ته افغانان سپك،كم ارزښته او خوار معرفي كوي. له شك پرته ددوى سرونه په يونيم زر ډالر خوڅه چې آن په يو نيم سل ډالرو هم نه ارزي دوى د ټولو افغانانو سرونه په خپلو سرونو قياسوي.

خو كه امريكايان دلته شتون، له القاعده سره جګړه يا نورې موخې تعقيبول غواړي نو په كار ده چې د افغانانو په اړه خپل ذهنيت بدل كړي، داسې سپكې او توهينوونكې پرېكړې ونه كړي، او كه افغانان يو ځل راوپارېدل نو بيا به وويني چې د روسانو په څېر به د دوى پښې هم ټينګې نه شي، نه يوازې دلته به ټينګ نه شي او پر نړۍ به يې د بادارۍ خوبونه هم خراب شي، بلكې متحده ايالات به يې هم په ۵۰ ټوټو ووېشل شي.

دبا احساسه افغانانو دبیا بیا غوښتنو پر بنسټ یو ځل بیاتاسو ته دډاکتر صاحب روستار تره کي مرکه خپروو
د ۸ کلونو راهیسې په سیمه کې پښتانه په فزیکي ، فرهنګي او سیاسي لحاظ  د نړیوال نظامي ائتلاف او د سیمې د هیوادونو په واسطه د یرغلیزې جګړې تر ګوزارونو لاندې دي

۱  ــ  هغه نظامي عملیات چه په مارجه کې جریان لري څنګه ارزوئ ؟

ځواب :  موضوع د حقوقو او سیاست په ساحه کې مطرح کیږي :

ــ  د موضوع حقوقي بڼه . په مارجه کې جنګ د هغه پراخې جګړې یوه برخه ده چې آن لا له بنسټه غیر عادلانه وو او د نړیوالو قوانینو د اصولو سره یې سمونوالی نه درلود، نړیوال حقوق جګړه د مشروع دفاع په منطق باندې مجاز ګڼی .

نړیوال حقوق د مشروع دفاع حق د استفادې شرایط  د م ، م  دمنشور په ۵۱ ماده کې څرګند کړي دي  .

نوموړی شرایط د افغانستان په جګړه کې د پام نه غورځول شوي دي .

ــ  د موضوع سیاسي بڼه :

جګړه د یو مقصد د رسېدو د پاره یوه وسیله ده  نوموړی مقصد جګړې ته غیر مشروع یا مشروع بڼه ورکوي .

په مارجه کې نظامي عملیات د یو مزدور ، فاسد او مختلس حکومت د ملاتړ په مقصد تر سره کیږي ځکه خومشروعیت نلري .

په سیاسي لحاظ په یو حالت کې د مارجې جګړه د توجیه وړ ګنل کیده ، د مقاومت مخالفت د سولې د هغه پلان په وړاندې چې موخه یې یو  لنډ مهال مسلکي حکومت جوړول و .

په هر حال !

د جګړې سیاسي توجیه د هغه حقوقي عدم مشروعیت نفي کولای نه شي .

۲  ــ  دعوت :

په مارجه کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې د جګړې له حقوقو څخه  سرغړونه نه ده شوې؟

ځواب :

دغه عملیات په افغانستان کې د قومي تصفیې ( ژنوساید) د لړۍ یوه برخه ده چه په هغه کې له معمولي وسلو څخه  نیولی تر  نسل وژنې له کمیاوي توکو څخه  ګټه پورته کول .

سپین فوسفور چه مخکې د افغانستان په جنګ ځپلو سهیلي سیمو کې په وار وار استعمال شوي  دي .

د فارس خبري آژانس او د ترکې د « واقعیت » ورځپاڼې په قول د مارجی په جګړه کې هم ورڅخه کار اخیستل  شوی دی .

په جګړه کې د سپین فوسفور استعمال د ۱۹۷۲ م کال  کانوانسیون له خواه منع شوی دی  خو امریکا د نوموړي کانوانسیون غړې نه ده .

０	ــ  دعوت :

１	لطفآ د نژادي تصفیې په اړوند یو څه په تفصیل وغږیږئ؟

ځواب :

پروسږ کال په دغه موضوع باندې یواوږد تحقیقي مضمون  ( په افغانستان کې د ناټو ډله ایزه وژنه او د نړیوالو حقوقو دریځ )  تر سرلیک لاندې مې لیکلي و، ځینې افغاني انترنتي سایتونو ته په مراجعه مضمون مطالعه کولی شئ .

د ۸ کلونو راهیسې په سیمه کې پښتانه په فزیکي ، فرهنګي او سیاسي لحاظ  د نړیوال نظامي ائتلاف ( ن ، ن ، ا )  او د سیمې د هیوادونو په واسطه د یرغلیزې جګړې تر ګوزارونو لاندې  دی

فزیکی  :

په دې مانا چې په پښتون مېشتوسیمو کې د ۸ کلونو د اوږد مهالې جګړې په ترڅ کې اټکل ۸۰ زره افغانان وژل شوي دي  په دغه ارادي وژنه چې پلان شوې سیستماتیکه بڼه لري د افغانستان ګاونډیانو هم پکې  ونډه اخیستې ده  .

فرهنگي :

په دې مفهوم چې په جنګ ځپلي سهیلي سیمو کې ، د تعلیمي موسساتو د نشتوالي یا کموالي له کبله د پوهنتونونو د کانکور په کلنۍ آزموینه کې د نوماندو ونډه په سلو کې اټکل   پنځو ته را ټیټه شوې ده .

دغه ناوړه پېښه په قومي او سیاسي لحاظ د یو نا انډولې ادارې د رامنځته کېدو لامل ګرزېدلی دی .

دغه نا انډولي هر کال شدت مومي او د یوې ژبې او فرهنگ د لازیاتې تباهۍ لامل ګرځي .

سیاسی :

کوم چې پښتانه د يو باثباته او پیاوړې واکمنۍ ولسي بنسټ جوړوي ، د دوی د فزیکي پوتانسیل په ماتولو سره لاره د یوه  کمزوري لاسپوڅي نظام د جوړېدو د پاره هواریږي .

دغسې یو نظام ساتل چې په  قومي، مذهبي  او تنظیمي متخاصمو ډلو ټپلو سره په ټکر کې جوړ شوی وي ، د مارجې د جنګي عملیاتو سره تړاو لري .

( ن ، ن ، ا )  د افغانستان قومي بالقوه منازعاتو ته لمن وهي څوهغه په بالفعل دشمني بدل  او د یو اړخ په ګته او د بل اړخ په تاوان دریز ونیسي .

څو موده مخکې د فرانسې د حکومت په اشاره  سوسیالیست ګوند  د ولسمشري د انتخاباتو يو جنګ سالار کاندید ته  ( د عبداله عبداله په نوم ) ، فرانسې ته راتګ او په یوه غونډه کې  د ګدون  بلنه ورکړې وه . نوموړی کاندید د ولسمشرۍ په انتخاباتي کامپاین کې د پارلمانتریزم او فدرالیزم د ضوابطو  (چه  بهرنیان یې غواړي څو د هغه په واسطه افغانستان د متخاصمو قومي جنګ سالارانو په فدراسیون بدل کړي)  په طرح کولو کې ، بهرني  پیاوړی ملاتړ تر لاسه کړی و .

فرانسې ته راغلي مېلمه میډیا ته په خبرو کې خپله مخکنۍ ژمنه تازه کړه، او د یوه سیاسي الترنتیف د جوړولو لپاره یې چمتو والی وښود .

هو! فرانسه د خپلو انډیوالانو سره پدی چرت کی ده چې وروسته له دې نه چه  د  پښتون قوم جنازه په مارجه کی خاوروته سپارل کیږي ، څه باید وشي : هغه قومي ډلو ته سیاسي چانس ور په برخه کول چه د کلو کلو راهیسې ورباندې سیاسي پانګه اچول شوېده  د  ( ن ، ن ، ا )  د پلان یوه برخه ده .

فرانسه غواړی په مارجه کې مقاومت ته لاندې پیغام واستوی :

که تاسی خپلواکي په ګرانه بیه خرڅوئ موږ د پنجشېر د هټۍ والو سره په معامله هغه په وړیا توګه تر لاسه کولی شو .

د پلان په جزئیاتو کی زیاتې خبرې نه کوو . خو دومره وایو چې وروسته له دې نه چه مارجه فتح شي ، اداره یې د تش په نامه ملي اردو او پولیسو ته سپارل کیږي .

کوم څوک چې  په اصطلاح  د ملی اردو جوړښت د نژادي تصفیې د ماستر پلان یو جزء دی ، هغه په سلو کی ۷۰ د غیر پښتنو نه ترکیب شوی ، حال دا چه پښتانه دافغاني  ټولنې په ترکیب کې اټکل په سلو کی ۶۰ نفوس جوړوي .

اما هغه څه چې نه ویل کیږي دا دي چې ،  کوم   چې په مارجه کې  اردو د نظم او امنیت په پلي کولو کی پاتی راځي ، کړکیچ دوام مومي او په افغانستان کې د بهرنیو قواوو د حضور د دوام د پاره پلمه تر لاسه کیږي .

０	ــ  دعوت :

１	 ولی مارجه د نړیوال نظامي ائتلاف په وسیله د یوې پراخې جګړې دډګر  په توګه وټاکل شوه ؟

ځواب :

د مارجې فتح دواړو خواوو یعنی افغانانو او بهرنیانو ته سمبولیک اهمیت لري:

کندهار د افغانستان په معاصر تاریح کې د ټول واحد افغانستان لمړنۍ پلازمېنه ګڼل کیږي .  د افغانستان د ننه د قومي اکثریت زیاتی واکمني او د باندې د افغانانو امپراتوریګانې د کندهار په غرونو ، مورچلونو او د جګړې په ډګرونو کې  جوړښت موندلی دی .

د اشغالګرو قوتونو په تصور د مارجې فتح د قومي اکثریت د دوه پیړۍ د واکمنی پای او په سیمه کی د یوه حماسي تاریخ ( او احتمالآ افغانستان پورې تړلی جغرافعي )  ختم شمېرل کیږي

واقعیت دا دی چې که په مارجه کې د مقاومت برلاسی پای ته ورسیږي د وسله والو مخالفینو په رواني حالت به ناوړه اغیز ولري  اما په هیڅ ډول به د مقاومت پای نه وي .

لویدیز میډیا چې ادعا کوي، مارجه د بهرنیو جنګیالیو او د نشه یی توکو د مرکزیت له کبله تر برید لاندې ونیول شوه ،  خوشې چټي تبلیغاتي خبرې دي .

０	ــ  دعوت :

１	 ایا د ملابرادر نیول د مارچې د عملیاتو سره تړاو ولري ؟

ځواب : هرو مرو ! ( ن ، ن ، ا ) غواړي چې د نظامي فشار له  لارې مقاومت دې ته  اړ کړي څو هغې سولې ته غاړه کیږدي  کومه چې د بهرنیانو له خوآ وړاندي کیږي مثلأ:

( د اساسی قانون او د هغه نه رازیږیدل شوي نظام منل ) د وسله والو مخالفینو د پاره د منلو وړ نه دي ، نو د جګړی د دوام پلمه مهاجمو ځواکونو ته ور په برخه کیږي  .

وروسته  له۸ کلونو نه موږ ته ثابته شوېده چې ( ن ، ن ، ا ) د سولې اراده او پلان نه لري :

نوموړی ائتلاف د بوش د اداری د  « جوړونکې وراني » د فورمول په تبعیت ، غواړی څو په «  افپاک » کې  ګډوډي وساتي  او د بی ثباتي او بې نظمي په فضآ کې خپل ژیوپولتیک مقاصدو ته ځان ورسوي .

د یو بل واقعیت نه هم باید سترګې پټې نه کړو چې د جګړې د دوام پړه یوه لویه برخه د مقاومت په غاړه ده .

وسله وال مخالفین پدې باندې نه دي بریالي شوي چې له یوه اعتدالي اسلام د ضوابطو په ملاتړ او د اوسني معاصرې نړۍ د غوښتنو په بنیاد دریز ونیسي او د تفاهم لاره د بل لوري سره خلاصه کړي .

مقاومت پدې ونتوانید چې د یوه مذهبي بنسټ پالې ډلې په عوض د ملي او اسلامي مقاومت یو مډرن ګوند جوړ کړي .

د تعلیم یافته او روڼفکرو سره د وسله وال مقاومت اړیکي د بنسټ پالو کړیو تر تآثیر لاندې پاتې شوېدي .

« پای »

فرانسه

د فروری ۲۱ د ۲۰۱۰م کال

دکرزي په کرغېړنه دوره کې تنها دقندهارپه ولایت کې دژنوساید(قام وژنې) راپور
دموقتي ادارې له پیل څخه بیا تر اوس پوري په

کندهار کي د شهید شويو قومي مشرانو، جهادي

قوماندانانو، دیني عالمانو او نورو مخورو راپور

څېړونکی: 		ن. و. غ

ټیلفون:		0794699857

ایمیل ادرس: 	nwg.afghan@gmail.com

یادونه:

1.   که ددې ۱۳ ولسوالیو او یو هم ښار مشران پر ۱۴ وویشو نو په هره ولسوالي کي تقریبا ۲۱ مشران وژل سوي دي او که د هغه درو ولسوالیو دا چي موږ ور ته نه یو رسیدلي هم ۲۱ ومنو نو ټول ټال ۳۵۳ مشران په دغه ولایت کي له منځه تللي دي.

2.    د بولدک په ولسوالۍ کي پر ۱۰ قومي او جهادي مشرانو حملې سوي دي چي دوی پکي ټپیان سوي دي خو له یوه څخه بیا تر پنځو پوري د کور غړي یا باډیګارډان یې مړه سوي دي. که نوري ولسوالي او ښار هم همداسي حساب کړو نو د ۱۶ ولسوالیو او ښار څخه به زموږ ۱۷۰ قومي مشران ټپیان سوي وي او که د پنځو او یوه له منځ څخه درې کسه له هر قومي مشر سره وژل سوي وي نو ۵۱۰ کسان کیږي.

د ولسوالیو او موضوعاتو فهرست

شمېره ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  	ـــــــــــــــــــــــــ  مخ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 	 	                            شمېر

A.   د عدادو قومي جدول…………………………… 	۴	…………………………………۰

B.  څو خبري……………………………………..	۵	…………………………………۰

C.  ملایان …………………………………………	۸   	…………………………….۲۸

D.  بانفوذه حکومتي چارواکي او قومي مشران……..	۹	…………………………….۲۴

E.  کندهار ښار………………………………………..	۱۰	……………………………. ۱۵

F.   پنجوايي ……………………………………………	۱۱	…………………………….۳۸

G. بولدک………………………………………………	۱۳	…………………………….۳۶

H.  معروف……………………………………………..	۱۵	…………………………….۳۲

I.      میوند………………………………………………	۱۶	…………………………….۲۹

J.    ژړۍ…………………………………………………	۱۷	…………………………….۱۸

K.  ډنډ………………………………………………….	۱۸	…………………………….۱۵

L.   ارغنداو…………………………………………….	۱۹	…………………………….۱۳

M. خاکریز……………………………………………..	۲۰	…………………………….۹

N.  شاه ولیکوټ……………………………………….	۲۱	……………………………۸

O. ارغسان…………………………………………….	۲۲	……………………………۶

P.  میانشین……………………………………………	۲۳	……………………………۴

Q. دامان……………………………………………….	۲۴	……………………………۴

د اعدادو قومي جدول

1.                           نورزي……………………..……….۴۰

2.                           اڅکزي………………………………۳۴

3.                           پوپلزي……………………….…..…۳۲

4.                           بارکزي………………….…………..۲۳

5.                           الکوزي………………………….…..۲۳

6.                           علیزي………….………………..…۲۲

7.                           محمدزي……………….……..……۱۰

8.                           اسحاقزي……………………….……۸

9.                           خوګیاڼي…………………….……….۷

10.                    ترینان……………………………….۴

11.                    کاکړان………………………………۳

12.                    سیدان………………………….……۳

13.                    هوتک…………………………….….۱

14.                    بابړ…………………………….……۱

15.                    مومند………………..………….…۱

16.                    بلوڅ…………………………….…..۱

17.                    نامعلوم……………………..……….۳

18.                    ملایان………………………………..۲۸

څو خبري:

(۱) هدف او انګېزه:

  څه موده وړاندې د کندهار ولایت ته د یوه بهرني ژورنالیست سره د کندهار ولایت د یو جګپوړي چارواکي سره د مرکې لپاره ورغلم. ژورنالیست په کندهار کي د امنیتي وضعي او د طالبانو د قوت په اړه له دغه ښاغلي څخه پوښتنه وکړل. ده په جواب کي ورته وویل چي په کندهار کي طالبان نسته او دلته په کندهار کي دوه ډوله قومونه دي، چي یو یې د حکومت دوست او بل یې دښمن. زه ډېر حیران سوم چي ټوله نړۍ د طالبانو نارې وهي او طالبانو خو پر دې هیواد ۶ کاله حکومت وکړ اوس یې دغه ښاغلي و منلو ته تیار نه دﺉ او بله دا دوست او دښمن قومونه بیا له کومه سول، کوم اور چي په افغانستان کي بل دﺉ په ځانکړې په کندهار کي ټول وچ او لانده له سره سوځي.

  بله ورځ مي ددغه چارواکي بد سلوک د کندهار له قومي مشرانو سره ولید چي سخت یې وځورولم. د افغانستان د حکومت یو تر ټولو لوی مشکل دا دﺉ چي د خپلو خلکو په قدر نه پوهیږي او دا سنتي او قبایلي ټوله نه پیژني چي دلته یو قومي مشر، جهادي مشر، دیني عالم، خان، ملک او د ټولني نور مخور کسان څومره اغیزناک دي او څومره اغیزه لرلای سي. زه به یې د بیلګي په توګه تاسو ته دا یو مثال وړاندي:

    حاجي ملا نقیب اخند (ملا ګل اخند) او عبدالحکم جان د ارغنداو ولسوالي  خورا مشهور قومي مشران  او جهادي قوماندانان وه. کله چي دوی ژوندي و د دولت مخالفینو زیات کوښښ وکړ چي ارغنداو ته ننوځي خو په هیڅ ډول بریالي نه سول. د دوي تر مرګ وروسته سمدستي وسلوال مخالفین ارغنداو ته ننوتل او تر اوسه نه بیا د ناټو ځواکونو، افغان ملي اردو، پولیسو، ایتلافي ځواکونو ونه سو ایستلای. ځکه چي د دوی تر مرګ وروسته قوم، سیمه او ولسوالي یتیم سول او هغه د پښتو متل په مصداق چي وايې سل دي ومره یو دي مه مره. د ارغنداو د شنې درې شنکي باغونه هره ورځ د ناټو توپونو، الوتکو د بمونو او د وسلوالو مخالفینو د راکټونو او ماینونو خوراک کیږي.

     په کندهار کي دوست او ښمن قومونه: دا خبره دداسي چا کار دﺉ چي په هیڅ ډول د افغانانو تر منځ سولي راوستلو ته هوډمن نه وي ددې پر ځای چي د قومونو او ولسونو تر منځ سوله راولي بلکي د دوست او دښمن په نامه یې سره ویشي او تاسو ته به معلومه وي چي په کندهار کي دا لاندي څو لويي قبیلې ژوند کوي لکه نورزی، پوپلزی، بارکزی، الکوزی، اڅکزی، علیزی او دا څو کوچنۍ قبیلي ژوند کوي لکه کاکړ، محمدزی، بابړ، ترین، ساکزی، خوګیاڼی، بابړ او داسي نور. په دغه سروې کي ۴۰ نورزي،۳۴ اڅکزي،۳۲ پوپلزي، ۲۳بارکزي،  ۲۳ الکوزي، ۲۲ علیزي،۱۰ محمدزي، ۸ ساکزي (اسحاقزي)،۷ خوګیاڼي ، ۴ ترینان، ۳ کاکړان، ۳  سیدان، ۱ هوتک،۱ بابړ، ۱ مومند، ۱ بلوڅ او د ۳ قبیلې نه دي معلومي… چي ترور سوي دې معلومات راغونډ سوې دي.

     اوس تاسو قضاوت وکړﺉ، چي په دغو قومونو کي دوست او دښمن پاته کیږي او که ټوله ددې ستر او تباه کوونکي اور خوراک سوي دي. داسي خبري چي د یو واحد افغان ملت د دوست او دښمن په تله تلي د افغانانو د دوستانو نه دي.

(۲) د کار طریقه:

    تاسو ته به معلومه وي چي هره ولسوالي ځان ته ولسي شورا لري او دغه شوراګاني د قومونو د مشرانو، خانانو، ملکانو، دیني عالمانو، جهادي قوماندانانو او نورو مخورو سټو څخه جوړي سوي دي.

1.     زه لومړی تللي  له دغو شوراګانو څخه مي دغه معلومات راغونډ کړي دي.

2.     همدغه معلومات مي د هري ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قوماندان څخه راټول کړي دي.

3.     همدغه معلومات مي په همغه ولسوالي کي له نورو مخورو کسانو سره شریک کړي دي چي هلته بلد او هر څه ورته څرګند و. د افغاني ټولني یو ښه خوی دا دﺉ چي که په یوه ولسوالي یا سیمه کي یو مخور کس وي نو په سیمه کي یې ټول لوی او کوچنی پیژني.

4.     همدغه معلومات مي له مربوطه اورګانونو سره شریک کړي دﺉ. له هغو اورګانونو سره چي ددغسو پېښو د ثبت او ریکارډ دنده لري.

5.     همدغه معلومات مي په سیمه کي له اشنا ژورنالستانو سره شریک کړي دي. د هغوی نظر مو غوښتي او خپل نظرونه یې راسره شریک کړي دي.

     ما تر ډېره حده هڅه کړې چي تاسو ته سم او درست معلومات در ورسوم خو که بیا هم کوم مشکل او نیمګړتیا ولري لطفا خپلي مشوري را سره شریکي کړﺉ. زه چي ددې معلوماتو په راغونډولو کي څومره ستړی سوی یم تاسو شاید هیڅ هم نه کړای سي خو بیا هم د کندهار درې ولسوالي لکه ښورابک، غورک او ریګستان راڅخه پاته سوې.

     ځینو کسانو دداسي خلکو نومونه راکړي و چي په شخصي دښمنیو کي له منځه تللي و خو د معلوماتو تر کره کولو وروسته مي هغه ځني ایستلي دي. زه په پوره ډاډ سره نه سم ویلای چي دا معلومات به ټوله کره وي خو د افغانستان شرایطو ته په کتو سره دداسي یو کار کول هم خورا سخت او د سر په بیه دﺉ.

(۳) هیله او ارزو:

     قومي مشران او نور بانفوذه کسان د ټولني په جوړښت کي خورا د اهمیت وړ دي، په ځانګړې توګه په قبایلي او سنتي  ټولنه کي لکه افغاني. که افغان دولت دﺉ او یا یې وسلوال مخالفین دي که له دوی دو څخه یو هم د واک پر ګدۍ ناست وي بېله افغاني مخورو کسانو څخه دا وطن نه سي جوړولای نو دا د دوی یوه ملي، اسلامي او وجداني وظیفه ده چي دداسي کسانو حفاظت وکړي او په راتلونکي کي یې د پر مرګ اوښکي ونه بهیوي چي په هغه وخت کي به بیا اوبه له ورخه تیري وي او هیڅ به یې په لاس نه ورځي. د یو بې ګناه انسان وژل دېره سخته ګنا ده او د ټولني یتیمول له دې سختي ګنا سره سخت ملي او اسلامي خیانت هم دﺉ. باید افغان حکومت، نړیواله ټولنه او وسلوال مخالفین دداسي کسانو ساتنه وکړي او په وژلو یې اوښکي توی کړي چي په هغوی ملت خواریږي.

     تیر کال چي کله اسرايلي اشغالګرو ځواکونو پر غزې یرغل وکړ په ټوله اسلامي او غیر اسلامي نړۍ کي یې د افغانستان په شمول پر ضد لاریونونه وسول. د افغانستان په ځینو ارامو ولایتونو کي دغه کار تر نا ارامو ولایتونو یو څه زیات و. د شمال او مرکزي ولایتونو کي خو ځیو قومي مشرانو ګواښ وکړ که اسرایل خپل یرغل ته ژر تر ژره پای ورنکړي نو دوی به خپل ځوانان فلسطین ته د جهاد لپاره ولیږي. زه دغو ناخبرو مشرانو ته وایم چي کاش یوه ورځ خو تاسو د جنوب پر غم هم ور سره ژړلي وای او د هغوی پر غم مو هم اوښکي ور سره توی کړي وای. بل تاسو فلسطین څه کوﺉ کوم اور چي په جنوب او شرقي سیمو کي بل دﺉ هغه تر قیامته هلته یوازي محدود نه پاته کیږي بلکي هغه د پښتو متل په مصداق چي وايې که نن پر ما دﺉ سبا پر تا دﺉ خو خدای دي داسي ونکړي چي زموږ د وطن نوري ارامي سیمي هم د جنوب په شان د اور خوراک سي. خو که حالت همدا شان جریان ولري نو په یقین سره چي یوه ورځ به د هیواد د شمال او مزکزي ولایتونو خلک د جنوب تر خلکو بد حالت ولري (خدای دي داسي ونکړي). که د شمال خلک د جنوب په ارامۍ کي مرسته ونکړي نو دغه اور به ډېر ژر هلته هم ورسیږي. افغانستان د یوه بدن حیثیت لري چي څنډه نه لري که یې هر ځای پرې کوې نو ټوله بدن ور سره  خوږیږي که یې په هره سیمه کي اور بل وي نو اغیزه به یې پر ټوله هیواد پرته وي.

(۴) څو غمناکي خاطرې:

ددغو کسانو په اړه معلومات راغونډولو له ځان سره خورا سخت تراژیدي داستانونه لرل. د بیلګي په توګه به یې تاسو ته د ځینو یادونه وکړو:

1.     هغه کسان چي په دا نن کي به په ځانمرګي برید، کمیونونو، بم چاودني کي مړه سول  په دا سبا به یې د هغه صحني فلمونه په بازار کي په خورا اسانۍ سره پیدا کیدل له دې څخه سړی پوهیدای سي چي د افغانانو په وړاندي یو خورا اساسي دسیسه روانه ده خو دا بیچاره ولس لا تر اوسه په داسي خوب بیده دﺉ چي راویښول یې پیړیو ته اړتیا لري. له دې څخه ښکاري چي یو خورا مرموز لاس ددې ټولني په له منځوړلو اخته دﺉ داسي چي لومړی ټولنه بې مشره کړي او وروسته بې هویته. خدای مکړه که دا هر څه راڅخه واخلي په هغه صورت کي به موږ ټوله په داسي یوه مرض اخته کیږو چي علاج به نه لري او پای به یې داسي مرګ وي چي دا نړۍ یې ډېره لږه شاهده وي.

2.     ځیني کسان خو په داسي سخت مرګ مړه سوي دي چي په تاریخ کي یې خورا لږ ساري لیدل کیږي. د مثال په ډول: د کورنۍ د ټولو غړو ، کوچنیانو، ښځو، سپین ږیرو، سپین سرو او نورو ټولو سره یو ځای وژل. د ناخون ګیر په چاقو او د موچي په تار حلالول، په دار ځړول، پر نس پرې کول، د کورنیو د غړو په مخ کي یې زړه او سږي ور څخه راکښل د یوه کس په خاطر تر سلو زیاتو بې ګنا انسانانو ور سره وژل، مور ته یې ټلیفون ورکول او هغې ته ویل چي د زوی د مرګ ډزو ته دي غوږ ونیسه او په هغې دده د مرګ صحنه ټوله د ټلیفون د لاري اورېدل او داسي نور…

د کندهار په ولایت کي له ۲۰۰۲ م کال څخه بیا تر اوس پوري  ترور سو دیني عالمان

نوم

1.     سید امام

2.     مولوی فیاض

3.     ملا جانان اخند

4.     ملا حبیب الله

5.     مولوی محمد نبی مصداق

6.     مولوی عبدالمنان جناب

7.      قاری سید احمد

8.     ملا عبدالمنان

9.     ملا احمد الله

10. محمد ایاز

11. ملا عبدالباری اخند

12. مولوی فیض محمد

13. ملا احمد شاه

14. ملا عبدالله ملنګ

15. مولوی اختر محمد

16. مولوی سید مسعود شاه اغا

17. ملا عبدالمالک

18. ملا عبدالستار

19. ملا عبدالمنیر

20. مولوی عبدالقیوم

21. مولوی محمد رسول

22. محمد رفیق اغا

23. قاری احمدالله

24. ملا عبدالاحد

25. ملا خدای الرحیم

26. ملا باران

27. ملا قدرت الله

28. ملا محمد شاه

په کندهار کي ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي

قوماندانان او حکومتي چارواکي

نوم							وظیفه

1.     حاجي قلندر خان 					قومي مشر او حکومتي چارواکي

2.     ډګروال عبدالرزاق 					 قومي مشر او د پولیسو افسر

3.     عزیز الله 						 څارنوال قومي مشر

4.     محمد یونس حیسني					د ولایتي شورا غړی

5.     حاجي عبدالحلیم					قومي مشر قوماندان امنیه

6.     عبدالحي رازمل 						د روغتیا ریاست مرستیال

7.     طاهري 							د عامي روغتیا ریاست

8.     زرغونه 							ډاکټره

9.     ستاره اڅکزی 						د ولایتی شورا غړې

10. محمد انور خان 						د پوهني رییس

11. ملالۍ کاکړ						د پولیسو ماموره

12. صفیه عمه جان						د ښځو چارو رییسه

13. د ولایتي شورا د غړي  زرغوني کاکړ خاوند

14. محمد اکرم خاکریزوال 					د کابل امنیه قوماندان

15. حیات الله پوپل 						د شاه ولیکوټ ولسوال

16. دوست محمد ارغستانی					د کار او ټولینزو چارو رییس

17. ملا نقیب الله اخند					قومي مشر

18. تورن جنرال معلم اکبر					قومي مشر

19. حاجی ګرانی						قومي مشر

20. حبیب الله جان						قومي مشر او وکیل

21. عبدالحکیم جان						قومي مشر او امنیه قوماندان

22. حاجي خان						قومي مشر

23. ملا خاکسار						قومي مشر او جهادي قوماندان

24. علی احمد خان اکا					قومي مشر

د کندهار ښار ترور سوي بانفوذه قومي مشران، جهادي قوماندانان او حکومتي چارواکي

نوم					قوم		ځای 		وظيفه

1.     حاجي قلندر خان 		علیزی 		ښار	قومي مشر او حکومتي چارواکي

2.     ډګروال عبدالرزاق 		محمدزی	شار	قومي مشر او د پولیسو افسر

3.     عزیز الله 			تاجک		ښار	څارنوال قومي مشر

4.     محمد یونس حیسني		تاجک 		ښار  	د ولایتي شورا غړی

5.     حاجي عبدالحلیم		الکوزی		ښار 	قومي مشر قوماندان امنیه

6.     عبدالحي رازمل 			پوپلزی		ښار	د روغتیا ریاست مرستیال

7.     طاهري 				پوپلزی		ښار	د عامي روغتیا ریاست

8.     شمس الحق کاکړ			کاکړ		ښار 	د ای، اچ ، ډي، ایس کار کوونکي

9.     زرغونه 						ښار 	ډاکټره

10. ستاره اڅکزی 			اڅکزۍ 		ښار 	د ولایتی شورا غړې

11. محمد انور خان 						د پوهني رییس

12. ملالۍ کاکړ			کاکړ			د پولیسو ماموره

13. صفیه عمه جان						ښځو چارو رییسه

14. د ولایتي شورا د غړي  زرغوني کاکړ خاوند

15. حاجي ګرانی			الکوزی			جهادي او قومي مشر

د پنجوایې د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم						کلي			قوم

1.     حاجي عبدلقیوم خان 				سلاوات 		نورزی

2.     حاجي نعمت الله 				پنجوايي			علیزی

3.     عبدالسمیع					سلاوات			نورزی

4.     حاجي فضل محمد 				مشان 			ساکزی

5.     سخي داد 					مشان 			ساکزی

6.     عبدالرحیم خان 				تلکان 			ساکزی

7.     ملک دین محمد 				تلکان 			ساکزی

8.     ضابط عبدلغفار 				ناخونۍ 			نورزی

9.     حافظ خواجه محمد 				مشان 			ساکزی

10. جناب مولی صاب 				ناخوني 			نورزی

11. عبدالقدوس 					خجکک 			بارکزی

12. رحمت لله 					سلاوات 		نوزی

13. حاجي عبیدالله 				خجکک 			بارکزی

14. مللا خدای داد				چلغور 			الکوزی

15. باران 					مشان 			اڅکزی

16. کریم جان 					سپیروان 		نورزی

17. ډاکټر صالح محمد				سپیروان 		نورزی

18. فتح خان 					سپیراون 		نورزی

19. جانان					سپیروان 		نورزی

20. شمس الله 					سپیروان 		نورزی

21. عبدلحبیب					پنجوایې 		علیزی

22. محمد امین خان 				سپیروان 		نورزی

23. نقیب الله 					زنګاوات 		اڅکزی

24. عبدالله 					تلکان 			ساکزی

25. شاه محمد 					ناخونۍ 			نورزی

26. تورجان 					سپیروان 		نورزی

27. محمد عیوض 				سپیروان 		نورزی

28. حیدر 					سپیروان 		نورزی

29. محب الله 					سپیروان 		نورزی

30. سید محمد 					سپیروان 		نورزی

31. عبدالودود					سپیروان 		نورزی

32. عبدالروف					سپیروان 		نورزی

33. غلام دستګیر				سپیروان 		نورزی

34. حاجي احمد لله 				پنجوایي 		الکوزی ولسوال

35. سردار محمد 				سلاوات 		نورزی

36. شیر عبدالمجید							سید

37. حمید اغا					نلغام			سید

38.  ملا خاکسار 				پنجوايي			نورزی

د بولدک د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم						کلي			قوم

1.     محمد معصوم 					ماشینګزی 		نورزی

2.     غلام دستګیر 					ماشینګزی		نورزی

3.     شکر دین 					ماشینګزی		نورزی

4.     عبدالجلیل 					ماشینګزی 		نورزی

5.     حبیب الله 					شیرو اوبو 		نورزی

6.     رحمت الله 					شیرو اوبو 		نورزی

7.     عبدالرشید 					سرکار واله 		اڅکزی

8.     محمد قاسم 					ویش نوی کلي 		اڅکزی

9.     ندا محمد خان 					سرکار واله 		اڅکزی

10. باز محمد 					سرکار واله 		اڅکزی

11. قادر خان 				سرکار واله حاجي محمد کلی 	اڅکزی

12. عبدالصمد 					سرکار واله 		اڅکزی

13. حبیب الله خان 					حاجي فضل کرم 		اڅکزی

14. امین الله 					حاجي فضل کرم 		نورزی

15. حاجي باز محمد خان 				حسین زی 		نورزی

16. حاجي فیض الله او باډیګارډ یې محمد ابراهیم		ربات 		نورزی

17. حاجي طالب د زوی محمد داود سره په کور کي ووژل سو	لوی کاریز	نورزی

18. تور جان 						کنجسو کاریز		اڅکزی

19. راز محمد 					کنجسو کاریز		اڅکزی

20. سید خان 					کنجسو کاریز		اڅکزی

21. د ولسي شورا د غړی عبدالرزیق خان دوه ورونه حفیظ ظاهر او عبدالناصر او د اکازوی لالا خان محمد رفیق خان یې یو ځای ووژل سول					اڅکزی

22. عبدالقادر					سرکار واله 		اڅکزی

23. جمعه ګل 					سرکار واله		اڅکزی

24. خواجه محمد خان 				سرکار واله 		اڅکزی

25. حاجي عبدالحمد 				ملا عبدالحکم 		اڅکزی

26. برات خان 					ملا عبدالحکم 		اڅکزی

27. عبدالوهاب خان 					بیان زی 		اڅکزی

28. ګلاب 						بیان زی			اڅکزی

29. حاجي فیض محمد 				جاجي داد محمد 	اڅکزی

30. رحمت لله قوماندان 				حاجي محمد خیر 	اڅکزی

31. عبدالجبار 					بولدک 			اڅکزی

32. محمد رفیق اغا ملا تر دې وروسته ملایان		بولدک 			اڅکزی

33. حفیظ عبدالبصیر 				بولدک 			اڅکزی

34. مولوی تاج محمد 				بولدک 			اڅکزی

35. حفیظ تور جان 					حاجي محمد رفیق    	اڅکزی

36. مولوی احمد الله 					حاجي محمد رفیق	اڅکزی

د همدې ولسوالۍ ټپیان سوې قومي مشران چي زیات یې د شورا غړي دي

1.     حاجي داد الله خان د شیرو اوبو په قوم 	نورزی په ځانمرګي برید کي دی ټپي سو او دوه زامن یې مړه سول.

2.     حاجي عزیز الله پهلوان د ګلان په قوم نورزي دوه باډیګارډان یې شیر محمد او بور محمد ووژل سول او دی ټپي سو.

3.     حاجي ذکریا خان او حاجي غلام نبي خان د مرغه په قوم اڅکزی ځانمرګي برید پر وسو او عبدالله ، محمد میر، عبدالطیف او عبدالظاهر ور سره ووژل سول.

4.     ولي جان 						سورکي لیزۍ 		نورزی

5.     حاجي لعل جان د شهرا قوماندان په ځانمرګي برید کي مړ سو او څلور ۵ نفره دده د ورور عبدالله او وراره  فیض الله  په شمول ور سره مړه سول.

6.     ملا اختر جان د شورا معاون 				جمالزی			نورزی

7.     حاجي محمد عمر خان 				لوی کاریز		نورزی

8.     حاجي نعمت الله سرحدي پولیسو قوماندان د سپین کي په قوم اڅکزی دده کور ته یې بمونه ور وغورځل چي دی زخمي سو او دده وراره عبدالله مړ سو او یو بل وراره یې جان محمد سخت زخمي سو.

9.     حاجي ولي شاه خان د شورا رییس د ریګ د سکان کان په قوم اڅکزی دی په کمین کي وختۍ زوی یې علي شاه او  باډیګارډان یې ګل جانان او محمد یوسف ور سره مړه سول.

10. حاجي فدا محمد خان د سرحدې لوا قوماندان ځانمرګي برید پر وسو او اسدالله، لعل محمد، خان محمد اڅکزي د سره کلي ور سره مړه سول.

د معروف د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم 			د پلار نوم 			کلي     		قوم

1.     ملک دلبر خان 	حاجي ملک نجا خان 		ګدای شیرغزۍ 		علیزی

2.     عبدالغفار 	ملک عبدالرحمان خان 		محمدزی 		محمدزی

3.     الله محمد 	اغا محمد خان 			محمدزی 		محمدزی

4.     عبدالمجید 	سقاو				دلخیرزی 		علیزی

5.     حکمت الله 	عبدالمالک خان 			بلخیرزی		علیزی

6.     ګل محمد 	ملک سخي محمد 		اناخیل 			بارکزی

7.     حمدالله 		حاجي فتح جان 			ادېزی			علیزی

8.     دارو خان 	سدو خان 			ادېزی			علیزی

9.     مطیع الله 	نور محمد 			چورمۍ 			علیزی

10. محمد الروف	عبدالغفار 			بېله 			علیزی

11. نیک محمد 	بهرام 				چورمۍ 			علیزی

12. عبدالمنان 	ملا ذولفقار 			چورمۍ			علیزی

13. ظریف خان 	حاجي ښادي خان 		اوربشۍ 		بارکزی

14. ساقي جان 	فتح جان 			ادیزی 			علیزی

15. نقیب الله 	نور محمد 			سوروان 			بارکزی

16. عبدالصمد 	خوږوکی 			ابتو 			بارکزی

17. تورجان 		محمد علي 			اناخیل 			بارکزی

18. نادر جان 	عبدالسلام 			توغړه 			الکوزی

19. نعمت الله 	عبدالجلیل 			کڅ			علیزی

20. عبدالله 		عبدالاحد			توغړه 			الکوزی

21. سردار خان 	احمد الله 			پاڼ 			علیزی

22. حمیدالله 	سلیمان 				شاهین تنګۍ 		کاکړ

23. امیر محمد 	عبدالله 				زیارت			علیزی

24. امان لله 		عبدالحمید			اباتو			بارکزی

25. ګل محمد 	عبدالظاهر 			کوچنی ګینګر 		اسحاقزی

26. رسول جان 	حمدالله 				اسحاقزی 		اسحاقزی

27. شاه ولي 	محمد نبي 			ابو کلا 			بارکزی

28. هوتک 		پاینده خان 			تپی 			هوتک

29. میرا جان 	سعدالله 				چودۍ			علیزی

30.	شاه محمد 	عطا محمد 			مستان کاریز 		بارکزی

31.	یار محمد 	حاجي شیخان 			چورمۍ 			علیزی

32.	نور الله 		داد محمد 			توغړه 			الکوزی

د میوند د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم						کلي			قوم

1.     خیر محمد 					دین محمد 		نورزی

2.     غلام حیدر 					شاهي کاریز		یوسفزی

3.     توریالي 						شاهي کاریز		محمدزی

4.     اکبر جان 					میراب خور 		نورزی

5.     محمد ګل 					مزرعه			ساکزی

6.     صنم ګل 					چولاوک			ساکزی

7.     نعمت الله 					کوړیزۍ کاریز		نورزی

8.     قاري راز محمد 					سفوزیې			نورزی

9.     استي محمد 					چل ګزی			نورزی

10. ګل احمد 					خوګیاڼي		اڅکزی

11. حیات الله 					خوګیاڼي 		اڅکزی

12. محمد یوسف					چشمه			اڅکزی

13. الله داد						مزرعه			اڅکزی

14. ملا نافع 					بندتیمور 		ساکزی

15. عزت الله 					مزرعه			بارکزی

16. رمضان اغا 					لوي کاریز		سید

17. ګل محمد 					خواجه خالق 		خوګیاڼی

18. محمد 						ګرماوک چینه 		خوګیاڼی

19. عبدالسلام 					بازار			ترین

20. عبدالقادر 					سنګبر 			خوګیاڼي

21. بشیر احمد 					خواجه خالق		خوګیاڼي

22. علي احمد 					خواجه خالق		خوګیاڼي

23. احمد شاه 					بازار 			خوګیاڼي

24. ګل محمد 					حسن اباد کلي 		ترین

25. لالا 						حسن اباد کلي 		ترین

26. سردار 						حسن اباد کلي 		ترین

27. قدرت الله 								محمدزی

28. عبدالاحد								نورزی

29. امان الله خان 								محمدزی

د ژړۍ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم			          قوم		کلی

1.     عبدالباری اغا 		علیزی		سنځری

2.     عبدالرحیم 		علیزی		سنځری

3.     کو اغا 			علیزی		سنځری

4.     باز محمد 	 	بارکزی		سنګسار

5.     حاجی اغا محمد 	پوپلزی 		سولغی

6.     حاجی جمال اکا 		پوپلزی 		د سولغی

7.     حاجی باز محمد 		پوپلزی 		سولغی

8.     نواب خان 		الکوزی 		پاشمول

9.     حاجي محمد یعقوب	بلوڅ 		بابغدی

10. سردار محمد 		بارکزی 		سنګسار د ژړۍ امنیه قوماندان

11. یعقوب			نورزی 		سنګسار

12. رفیع الله			نورزی 		سنګسار

13. حاجی خیرالدین خان 	پوپلزی 		کولک 		د ژړی ولسوال

14.	ولی محمد او بشر احمد د خیر الدین زامن او لور اقرا یې له ده سره یو ځای په شهادت ورسول سول.

15.	ډاکټر خلیل او ورور یې	الکوزي 	پاشمول

16.	توریالی سردار 		محمدزی 	نهری کاریز

17.	اختر محمد 		بارکزی		نهري کاریز

18.	مستري احمد				سنځری

د ډنډ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم						کلي			قوم

1.     حاجي ګل 				د کرز			پوپلزی

2.     احمد شاه خان 				چپلاني 			بارکزی

3.     حاجي باچا 				مرد کلا			بارکزی

4.     حاجي علي احمد خان اکا او زوی یې 	 رورباد 			بارکزی

5.     د سردار ملنګ				ذاکر 			پوپلزی

6.     ملا مجید اخند د			تیموریان 		بارکزی

7.     حیات الله 				انګوریان		بارکزی	د پولیسو مامور

8.     عبدالله جان 				ده غلامان 		بارکزی

9.     معلم رحمت الله 				بالا کرز 			پوپلزی

10. سلطان محمد 				ماشور			پوپلزی

11. انجیر داود 				شمشیر کاریز		بارکزی

12. باچا 					ماشور 			پوپلزي

13. وزیر 					منصور غونډۍ		بارکزی

14. حیات الله 				کاریزک 			محمدزی

15. نعمت الله				محمدزی 		لوی کاریزک

د ارغنداو د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم							کلي			قوم

1.     حاجی ملا ګل اخند				چارغولبه 		الکوزی

2.     زبیح الله 					چارغولبه 		زوی

3.     عبدالحکیم جان 					ناګهان 			الکوزی

4.     محب الله 					منارې			الکوزی

5.     عبدالمنان					ګل کلاچ 		الکوزی

6.     ګلالی						ناګهان 			الکوزی

7.     زمری						ناګهان 			الکوزی

8.     اغا محمد 					هدیره 			الکوزی

9.     جانان 						هدیره 			الکوزی

10. عطا جان 					سوخ چالا		الکوزی

11. اختر جان 					زړه مزرعه 		الکوزی

12. نظر محمد اغا					دیلاهور 		سید

13. اغا شاه 						نهري کاریز		بارکزی

د خاکریز د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم 	 	    د پلار نوم 		کلي 		قوم

1.     حاجي وهاب خان     حاجي حیدر خان 		اروغ		پوپلزی

2.     اغا ولي 	     عبدالباقي 			اروغ		پوپلزی

3.     باز محمد 	     حاجي خدای الرحیم		خوشداد		علیزی

4.     قدرت الله 	     اغا ګل 			کرزالی 		پوپلزی

5.     جانان 		    حاجي نور محمد 		زیلا اباد 	اسحاقزی

6.     حاجي میر 	    عبدالرزاق 			ټیک 		پوپلزی

7.     څارنوال عبدالغني   						محمدزی

8.     معلم محمد اکبر 							الکوزی

9.     محمد اکرم خاکریزوال 						الکوزی

د شاه ولیکوټ د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم						کلي			قوم

1.     مولوی الولا صاحب (د شاه ولیکوټ قاضی)	تپلغ   			پوپلزی

2.     معلم صاحب شفیع (د ولسوالۍ اداري) 		سوزنیان  		بابړ

3.     حاجي هاشم خان اکا قومي مشر 			دهله 			پوپلزی

4.     ملا محمد عیسی اخند 				چیناره 			پوپلزی

5.     خامان 						چینار 			پوپلزی

6.     اختر محمد ( د شاه ولیکوټ امنیه قوماندان)	پریان 			پوپلزی

7.     روزی خان 					زمتو 			پوپلزی

8.     عبدالاحمد 					کاریز			پوپلزی

د ارغسان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم 				د پلار نوم 			کلي 			پوپلزی

1.     عبدالقیوم خان 		د پایندي 			سپینه ګاره 		پوپلزی

2.     خدای رحیم خان 		الکوزی خان 			د پوپلزو د لويي دې	پوپلزی

3.     حاجي پایاو 		محمد ابراهیم 			غبرګه 			پوپلزی

4.     ملا نصر الله 		کریم الله 			شنخته 			بارکزی

5.     سلطان محمد خان 	سید محمد 			خوګاڼی 			خوګاڼي

6.     حاجي پایاو 									پوپلزی

د میانشین د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم 			د پلار نوم 		کلی 			قوم

1.     عبدالغفار 	حاجي والي 		دیراسکو		بارکزی

2.     نعمت الله 	ثناالله 			پردېس			پوپلزی

3.     احمد الله 	ملک لعل		پردیس			پوپلزی

4.     عبدالکریم	نور محمد خان 		پردیس			پوپلزی

د دامان د ولسوالۍ ترور سوي بانفوذه جهادي قوماندانان، قومي مشران او دیني عالمان

نوم						کلي			قوم

1.     حاجي عبدالمنان				خوشاب			ترین

2.     عبدالعزیز				منډحصار		مومند

3.     عبدالله 					مدزی			پوپلزی

4.     د عبدالله پلار 				مدزی			پوپلزی

دامریکا څارګره اداره په افغانستان کې پټ زندانونه لري
د اې پي اېس آژانس له قوله    :

اې پي اېس آژانس چې د نړۍ په فقيرو او وروسته پاتې هېوادونو کې د مدني ټولنو په اړه رپوټونه جوړوي په دې وروستيو کې يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شپې پر مهال عملياتو او همدا راز د دغو ځواکونو د پټو زندانونو په اړه يوه ليکنه خپره کړې ده.

دغه رسنۍ په خپل يوه تازه رپوټ کې چې د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس د توافقاتو په تعقيب خپور شوى ليکي، سره له دې چې د بارک اوباما د ماموريت يو کال تېرېږي او د ناټو قوماندانانو ويلي، چې په افغانستان کې به د خلکو د زړونو او فکرونو د  تر لاسه کولو لپاره کار وکړي، په افغانستان کې د بشر د حقونو څخه سرغړوني د پخوا په څېر روانې دي.

په رپوټ کې راغلي چې لا هم امريکايي ځواکونه د شپې پر مهال د ملکي افغانانو په کورونو چاپې وهي او ګڼ شمېر افغانان د دغو سرتېرو په هغو زندانونو کې چې افغان حکومت پرې خبر نه دي په بشپړه ډول په بې برخليکه توګه بنديان دي.

آژانس زياتوي، چې په دغو پټو زندانونو کې چې شکنجه په کې معموله ده لا هم د افغانانو شکنجه روانه ده .

د افغانستان په کليو باندې په بېلابېلو دلايلو د شپې پر مهال عمليات ترسره کېږي.

ډېر وختونه د افغانستان په کليو د شپې له لوري بهرني سرتېري چاپې اچوي او په دې تور چې ګواګي طالبان په کې پټ شوي دي يو شمېر شکمن کسان چې ډېر يې بې ګناه ولسي افغانان دي نيول کېږي.

آې پي اى آژانس ليکي، ډېرى هغه اطلاعات چې له دې چاپو څخه مخکې امريکايي ځواکونو ته ورکول کېږي وروسته ناسم ثابتېږي.

اې پي آى د بېلګې په توګه د تېر کال په نومبر مياشت کې د امريکايي ځواکونو له لوري د مجيدالله قرار په نامه د کرنې د وزارت د وياند د کور تلاشۍ ته اشاره کوي او ليکي:

کله چې د نومبر مياشتې په يوه شپه د ښاغلي قرار کور تلاشي شو هغوى د قرار د تره زوى حبيب الرحمن چې د کمپيوټر انجينر او د دولت مامور  و، له ځان سره يووړ او امريکايي ځواکونو د قرار د تره دوه نور زامن چې بې وسلې وو په ډزو سره ځاى پر ځاى ووژل .

د رحمت الله په نامه د وردګو ولايت يو بل اوسېدونکى چې له نهو نورو کسانو سره نيول شوى و، وايې چې دى د امريکايي ځواکونو له لوري په خپل کور کې چې ويده و توقيف شو او وروسته د کابل ريشخورو سيمې ته چې په کې د امريکايانو يو پټ زندان و، ولېږل شو.

رحمت الله وايې چې د دغه زندان ټول ساتونکي غير نظامي امريکايان وو چې ملکي جامي يې پر تن وې.

رحمت الله وايې چې ښايي دغه کسان به د امريکا د استخباراتو کسان وو چې په خپله په افغانستان کې شخصي زندانونه لري او خلک په خپل سر په کې ساتي.