په کمپیوټر کې د پخپل سر راخلاصیدونکو کړکیو مخنیوی
July 5, 2008 – 10:05 amډیر ملګري له دې ستونزې سرټکوې چې کله هم انټر نیټ کا روم نو ځینې کړکۍ بغیر زما له غوښتنې پرانیستل کیږي.ډیر ځله خو داسې غیراخلاقي کړکۍ راپرانیستنل کیږي چې د انسان شخصیت تر پوښتنې لاندې راولې. په هر حال څنګه کولاې شو دداسې کړکیو له پرانیستیدو څخه مخنیوی وکړو.
۱- د خپلDesktop پر مخ دInternet Explorer په Icon با ندې غبرګ کلیکونه وکړۍ تر څو یوه انټرنیټ پا ڼه راپرانیستل شي.
۲- اوس نو په نوموړې پرانیستل شوې کړکۍ کې د Tools له مینو څخه Internet Options…غوره او کلیک پر وکړۍ. نو دا لاندې کړکۍ به درته پرانیستل شي.

۳- په پورتنۍ کړکۍ کې د Privacy په برخه کلیک وکړۍ. اوس نو د دغې کړکۍ په لاندېنۍ برخه کې د Pop-up Blocker تر برخې لاندې چې په شنه آسما نې رنګ ښودل شوی دی په لاندیني غوراوي(Option) باندې کلیک وکړۍ.
۴- د Block pop-ups غوراوی(Option) غوره او کلیک پر وکړۍ اوس با ید نوموړی غوراوی د Tick(√) په علامه نښه شوی وي. لکه په پورتنۍ کړکۍ کې دا کار شوی.
۵- اوس د Apply او بیا د Ok پر تڼیو کلیک وکړی نو کړکۍ به بنده شي نور به تا سو ته په خپل سر کړکۍ ګا نې نه راپرانیستل کیږي .
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
2 Responses to “په کمپیوټر کې د پخپل سر راخلاصیدونکو کړکیو مخنیوی”
Salam Thanks alot
By ikram on Jul 16, 2008
Dr. Saab you have done a great job. Technologyis what we need the most. alot of work is done in social science and literature but non visible work is done in other areas. Thanks for the good intiative. i am also working on some projects and will be visible soon
wa salam
By Hameed Sherani on Jul 16, 2008