Windows cannot access the specified device, path, or file. You may not have the appropriate permissions to access the item.

July 9, 2008 – 9:29 am

Windows cannot access the specified device, path, or file. You may not have the appropriate permissions to access the item.

 

 

کله چې تاسو له وینډوز سرور (Windows Server) سره کار کوی نو داپورتنی پیغام تر ګوتو کوی  اویا هک چې کله تاسو په ډومین کې کار کوی اوستاسو کمپیوټر وینډوز ایکس پي ولري نوبیا به هم له دې ستونزې  سره مخامخ کیږي .

خبره داده چې داستونزه څنګه هواره کړو

په وینډو ز سرور ۲۰۰۳ کې له سټارټ مینو څخه Control Panel غوره اوبیا په Add Remove Programs باندې کلیک وکړی دAdd Remove Programs په کړکۍ کې په Add Remove Windows Components  باندې کلیک وکړی  لکه په دالاندې کړکۍ کې :

له Add Remove Windows Components کلیک کولو وروسته به دWindows Components Wizard کړکۍ درته راپرانیستل شي په دغه کړکۍ کې Internet Explorer Enhanced Security Configuration پیدا کړی . وګوری چې دغه به غوره شوی وي یعنې ترڅنګه به یې دنښه شتون لري . اوس باید پرInternet Explorer Enhanced Security باندې کلیک وکړی اوځان ډاډمن کړی چې د نښه یې ترڅنګ نشته لکه په دالاندې کړکۍ کې :

په همدغه پورتنۍ کړکۍ کې دNext په تڼۍ کلیک وکړی کله چې دې خپل کار بشپړ کړ نوبیا دFinish پر تڼۍ کلیک وکړی . اوس به تاسو له دغې ستونزې  سره مخ نه شی .

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Post a Comment