Email Account setup in Outlook
July 17, 2008 – 5:52 pmEmail Account setup in Outlook
د بریښنا لیک اکا ونټ جوړول
د بریښنا لیک د اکاونټ د جوړیدو څخه دمخه اړینه ده چې لاند یني ما لومات د خبل ISP/LAN Administrator څخه تر ګوتو کړۍ:
ü دبریښنا لیک د اکاونټ لپاره دServer ډول ( POP3,IMAP یا HTTP )
ü دخپل اکاونټ نوم او پا س ورډ
ü د Incoming mail Server نوم
ü د Outgoing mail Server یا SMTP نوم
اوس نو:
۱) د اوټ لوک پروګرام چالان کړی او د Tools له مینو څخه دE-mail Accounts باندې کلیک وکړۍ

کله مو چې په E-mail Accounts کلیک وکړ نو لاندینۍ کړکۍ به وګورۍ.کوم چې دبریښنا لیک د اکاونټونو د کړکۍ په نامه یادیږي.

که تاسوپورتنۍ کړکۍ ته ځیرشۍ وبه ګورۍ چې نوموړې کړکۍ له دوو برخو جوړه شوې ده.لومړۍ برخه یی د بریښنالیک اودوهمه برخه یی د Directory برخه ده.دبریښنا لیک له سر لیک لاندې تا سو دوه لاندیني دوه اختیاره ګورۍ:
الف) Add a new e-mail account
ب) View or change existing e-mail accounts
که چیرې دبریښنا لیک اکاونټ وار دمخه تیار شوی وي او تا سو غواړۍ په نوموړي اکاونټ کې بدلون را ولۍ او یایي یوازې وګورۍ نو دویم اختیا ر غوره کړی او که چیرې غواړی نوی د بریښنا لیک اکاونټ تیا رکړۍ نو:
لومړی اختیا ر غوره اود Netxtتڼۍ کلیک کړۍلکه څنګه چې په پورتنۍ کړکۍ کې لومړۍ اختیار غوره شوۍ.دNextله کلیک کولو وروسته به تاسو دالاندې کړکۍ ووینۍ :

په پورتنۍ کړکۍ کې تا سو اړیا ست ترڅو یو اختیار غوره کړۍ
۳) د یوه اختیار په غوره کولو سره د Next تڼۍ روښانه کیږي.اوس نو دغه تڼې کلیک کړۍ ترڅو لاندینۍ کړکۍ ووینۍ.
تا سو اړیاست یو له پورتنیو څخه غوره او خپل Server ور وپیژنۍ.وروسته له هغه به Nextد تڼۍ روښا نه شي.

په پورتنۍ کړکۍ کې تاسو اړیا ست چې ټول هغه مالومات چې درڅخه غوښتل شوي دي نوموړې کړکۍ ته برابر کړۍ دنمونې په توګه:
الف-User Information چې عبارت دي ستاله نوم اوبریښنالیک پتې څخه
دیا دونې وړده چې تا سو با ید دلته هغه د بریښنا لیک پته ورکړی کومه چې تا سو غواړۍ په راتلونکې کې ددغه اوټ لوک لخوا کوم چې تا سو یي په تیارولو لګیا یي وکاروۍ.په بله برخه کې
ب) Server Information ته اړتیا ده او اخري برخه د
پټ نوم کولای شي هر څوک په خپله خوښه ورکړي.کله چې تا سو پورته یاد شوي توکې په پورتنۍ کړکۍ کې ځای پر ځای کړل نو د More SettingsاوNextتڼۍ به روښا نه شي.
۴) اوس پر Next تڼۍ کلیک وکړۍ نو لاندینۍ کړکۍ به ووینۍ.

په پورتنۍ کړکۍ کې تا سو ته دمبارکۍ پیغام درکوي اوډاډ درکوې چې ټول هغه توکي چې د بریښنا لیک د اکاونټ د تیا رولو لپاره اړین وه تا په بریا سره برابرکړل.په پای کې
۵) د Finish تڼۍ کلیک کړۍ تر څو نوموړې کړکۍ بنده شي.د Finish د تڼۍ له کلیک کولو وروسته به دOutlook 2003کړکۍ ستاسو پر مخ پرانستل شي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
One Response to “Email Account setup in Outlook”
salam
sanga kolie sho che da yahoo emil pa outlook kie pal kro .za staso jawab ta montazer yem thanks you
By kabir on Mar 13, 2010