What is the OSI Model?
July 18, 2008 – 1:55 pmدOSI موډل څه شی دی؟
داموډل داسې یو موډل دی چې وسایل،توکي پروتوکولونه اوپوستکالي ددې جوګه کوي ترڅو په خپل منځ کې کاروکړي او کاروونکو ته شبکې اسانتیا برابره کړي .
دOSI(Open System Interconnected) موډل دISO(International Standards Organization) په مټ جوړشو. هغه پوستکالي اوپروتوکولونه چې په مټ یې شبکه چمتو کیږي ددغه موډل په مختلفو پوړیو (Layers) کې ځای پر ځای دي . نوموړې پوړۍ په لاندې ډول دي :
- Layer 7 Application
- Layer 6 Presentation
- Layer 5 Session
- Layer 4 Transport
- Layer 3 Network
- Layer 2 Data Link
- Layer 1 Physical
ډیر دوستان چې غواړې دCCNA ازموینې ورکړي نو باید دغه پوړۍ یې په یادو وي ددې لپاره اسانې لارې لټول شوي دي اوهغه داچې دهرې پوړۍ لومړی توری یې رااخیستې اوله یوې ښې جملې یا لغات سره یې برابر کړی لکه په دالاندې ډول :
- All People Seem To Need Data Processing
- Please Do Not Throw Sausage Pizza Away
- Phew Dead Ninja Turtles Smell Particularly Awful
ډیر زده کوونکې اوخلک داپوښتي چې په دغو پوړیو کې کوم پوستکالي اوپروټوکولونه ځای پر ځای شوي دي په لنډ ډول به درته وښودل شي :
Layer 7-Application:
داهغه پوړۍ ده چې په دغه پوړۍ کې هغه پوستکالي اوسرویسونه شتون لري چې تاسو ددې جوګه کوي چې دخپلې شبکې معلومات ووینې اویاکار پرې وکړی . دهغو پوستکالو اوپروټوکولونو یوڅونمونې چې په دغه پوړۍ کې شتون لري په لاندې ډول دي :
Telnet, File Transfer Protocol (FTP), Simple Mail Transfer Protocol (SMTP) اوداسې نور.
Layer 6 –Presentation:
دغه پوړې له ځان څخه لاندې (دsession )پوړۍ خبرتوکې دApplication پوړۍ ته وړاندې کوي غوره نمونې یې لکه : encryption (IPSec) ,ASCII, JPG اوداسې نور.
Layer 5- Session:
دغه پوړۍ دشبکو سره دنښلوو اودشبکو دتړاو دندې په غاړه لري هغه پوستکالي اوپروټوکولونه چې په دغه پوړۍ کې شتون لري عبارت دي له :Remote Procedure Call (RPC) اوهمداراز دSQL دlogin کیدو برخه یې هم ښه نمونه ده.
Layer 4 – Transport:
دTCP اوUDP پروټوکولونه په دغه پوړۍ کې ځای پرځای دي TCP(Transmission Control Protocol) لکه چې له نوم نه یې ښکاره ده دخبر توکیو په ترتیب اوډاډمنه توګه سره دلیږد رالیږد نده په غاړه لري .همدارانګه دغه پروټوکول دخبرتوکیو په لیږد رالیږد کې دغلطیو دسمون چاره هم په غاړه اخلي همداراز دغه پروټوکول په Transport پوړۍ کې دلیږونکي اوترګوتوکوونکي کمپیوټر یا توکې دپورټ شمیره (port number )هم برابروي .دنمونې په توګه : SMTP 25, Telnet 23,SSH 22 HTTP 80 او داسې نور.که چیرې تاسو ACL کاروی نو دغه پورټ شمیرې ډیرې ارزښتمنې دي .
Layer 3- Network:
په دغه پوړۍ کې دTCP/IP پروټوکول دIP برخه کاریږي .IP په شبکه کې دادرسونو اوپتو ورکولو دنده په غاړه لري دهر توکې یا کمپیوټر پته دیوې شمیرې په مټ ښیي. اومعمولاپه شبکه کې دپتو پیداکول دراوټر کاروي نو په اسانی سره ویلی شو چې رواوټر داسې یوتوکی دی چې دشبکې په دریمه پوړۍ پورې تړاولري .
Layer 2- Data Link:
داپوړۍ په دواړو سیمیز جال (LAN) ااوپراخ سیمیز جال (WAN) دواړوکې کارکوي په سیمیز جال کې یې نمونه ترټولو نامي پروتوکول Ethernet دی دغه پرتوکول مک پتې (MAC Addresses) کاروي ترڅوپه شبکه کې هر توکی په ځانګړي ډول وپيژندل شي په پراخ سیمیز جال کې نمونه PPP اوFrame Relay پروتوکولونه دي.
Layer 1- Physical:
دغه پوړې په شبکه کې دتوکیو ترمنځ رښتینی اوفزیکې تړاورامنځ ته کوي هغه مزې چې دایترنیټ لپاره کاریږي اویا هم رڼایي سپڼسیز (Fiber Optic) مزي په دغه پوړۍ پوړې اړه لري . خبرتوکې په مزیو کې دبریښنا یا رڼآ په څیر لیږدول کیږي چې دغه خبرتوکې دbit په بڼه تګ راتګ کوي .
په سپيڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
2 Responses to “What is the OSI Model?”
دیر شه معلومات دی زه له خوانانو هیله کومه چی له دی گتور معلوماتو خخه دنره گته واخلی
By موسی خان on Jul 23, 2008
تر ټولو لمړى سلامونه ووايم.
زه د (پرمختګ) د كاركوونكو څخه ډير مننونكي يم په خاصه توګه د ښاغلي ډاكټر ثواب الدين مخكښ څخه چې د افغاني ځوانانو لپاره هڅه كوي . تر څو افغاني ځوانان وكولاي شي چې په خپلو معلوماتو كې زياتوالى راولي. هيله لرم چې په دې پاڼه كې ښه په زړه پورې معلومات ځاي پر ځاي كړي تر څو چې پښتانه ترې په اسانه ګټه واخلي.
By محمداسلم خان پكتياوال on Sep 2, 2008