په وینډوز کې لس ګټور امرونه :

July 18, 2008 – 2:18 pm

دلته دوینډوز په هکله درته څوارزښتمن ټکې وړاندې کوم :

ډیر وګړي له موږک یا ماوس سره روږدي دي خو که لیکدړی (کیبورډ) نه وي بس کرار ناست وي اوپه کمپیوټر کار نه شي کولی اوس که ماوس نه وي څه به کوو. دیاودنې وړده هرهغه څه چې مونږ په ماوس کولای شوهو به هو یې په لیکدړي هم کولای شو.دنمونې په توګه :
د
Alt+Tab کارول :

کله موچې څو پوستکالي اوکړکۍ راپرانیستې وي اوTaskbarمو ډک وي اودټولو پوستکالو نومونه موپه Taskbarکې ښکاري  اوس نوچې کله غواړی هر یوه له دوی څخه وګوری اودسکرین پرمخ یې راوړی نوباید دموږک په مټ کلیک پر وکړی مګر که پرانیستې پوستکالي مودومره ډیروي چې په Taskbar کې یې نومونه نه درته ښکاري نودسړي وخت ضایع کیږي څه باید وشي ډیر اسانه له کیبورډ څخه دAlt تڼۍ کیمنډی اوویې نیسۍورپسې دTab تڼۍ ووهی دTab په وهلو سره به تاسو له یوه څخه بل اوله بل څخه بل پوستکالي ته ولاړ شی .

دوینډوز دتڼۍ کارول:

   ددغې تڼۍ په کیمنډلوسره به تاسو ته سټارټ مینو راپرانیستل شي همداراز ددې پرځای تاسو کولی شی دCtrl+Escتڼۍ دواړه کمینډی ترڅو سټارټ مینو درته پرانیستل شي . همداراز که دوینډوز له تڼۍ سره یوځآی د R تڼۍ کیمنډی نو دRun کړکۍ به درته راپرانیستل شي . 

 که غواړی په کوم څیز باندې ښی کلیک وکړی اوموږک درسره نه وي نولومړی دTab په مټ هغه غوره اوبیا وروسته له لیکدړي څخه دShift+F10 تڼۍ کیمنډی ترڅو ښی کلیک پروشي .

کله موچې یوپروګرام،پوستکالی یاکړکۍ راپرانیستې وي  غواړی ویې تړي یا یې غټه اووړه کړی نو لمړې یې دسکرین پرمخ دAlt+Tab پرمټ راولی بیا له هغه وروسته دAlt+Space  تڼۍ کیمنډي وروسته دArrokey په مټ هر امر چې کاروی غوره او دEnter تڼۍ کیمنډی

 

 

 

 

 

 

 

دDisk Cleanup کارول :

ډیرځله داسې وي چې کمپیوټر له غیر اړینو فایلونو اوتوکیو څخه ډک وي چې کمپیوټر دکارونو دپڅوالي لامل ګرځي ددغو فایلونو دپاکولو اوله منځه وړلو لپاره  دDisk Cleanup امر کارول کیږي .

چې په لاندې ډول یې غوره کولی شی :

Start Menu>Accessories>System Tools>Disk Cleanup

داامر تاسو ته ټول هغه غیراړین فایلونه درښیي چې په کمپیوټر کې مو شتون لري له غوراوي وروسته په Ok کلیک وکړی ترڅو دافایلونه مو له کمپیوټره لیري شي.

 

دRecycle bin دمیچ کمول اوزیاتول :

ویندوز په خپل سري ډول دهرډرایو ۱۰  په سلوکې ځای ریسایکل بین ته ورکوي دغه کار هغه وخت ګټوروو چې دهارډیکسونومیچ په میګابایټ اندازه کیدلو اوس چې هارډیسکونو ګیګابایټ اوټیرابایټ ته رسیدلي دي نودااړین نه ښکاري پس تاسو کولای شی دهارډیسک هغه میچ چې ریسایکل بین یې کاروي په لاندې ډول کم کړی :

په ریسایکل بین ښی کلیک وکړی Properties غوره کړی اوبیا دغه میچ یو سلنې ته راولی

دکمپیوټر په ځانګړتیاوو ځان پوهول :

 

کله چې وینډوز کاروی له کومې ستونزې سره مخامخ شی یامو کمپیوټر له کاره ولویږي نو لومړی پوښتنه چې له تاسو څخه یو کمپیوټر پوه کوي تر څو درته ویې رغوي هغه به دکمپیوټر دسختکالیو(hardware ) په هکله وي اودکمپیوټر ځانګړتیاوي به درڅخه پوښتي ددې لپاره چې دخپل کمپيوټر په ځانګړتیاوو پوه شی له څولارو کاراخیستلی شی .په My Computer باندې ښی کلیک وکړی اوبیاProperties غوره اوکلیک پروکړی نودکمپیوټر ځانګړتیاوي به پیداکړی .یاهم په لیکدړې کې Win+R کیمنډی بیا دRun کړکۍ کې dxdiag ولیکی اوEnter کیمنډی دخپل کمپیوټر ټولې ځانګړتیاوي به وګوری.

 

 

 

 

 

 

 

 

  1. 11 Responses to “په وینډوز کې لس ګټور امرونه :”

  2. pa salamoono molmanzam

    stase daa hacsa be la shaka de stayene war da
    stase de laa baryalitob pa hila
    dr.Rahim shah Bannu Pakistan.

    By Dr.Rahim Shah on Jul 22, 2008

  3. سلامونه وروره
    الله دي ستاسي هركوشش په ثوابونو بدل كري…يقينن چي د پشتو لپاره يو لوي خدمت دي او خداي دي وكري چي همداشان دوام ومومي…كور مو ودان

    By فيض طلب صافي on Aug 7, 2008

  4. Dear Dr Sahib Sawabuddin Sahib, you have done very big service for our PASHTON Poeple, so improve this kind of service for the PASHTON people.

    Manana

    By Eng Fazal Rahman on Aug 11, 2008

  5. Dear Dr. shaeb Salamona aw naikay helay me wamana.
    Thank you very much for your great service to Pakhtoon Nation i can say this is very big service in computer history for Pakhtoons. i leran much from you, I do not have much words for giving you congratulation and thank i wish from Allah to give you all happines and great time.
    Pa tola Islami aw paktani meena.
    Abdul Latif Kakar

    By Abdul Latif Kakar on Aug 23, 2008

  6. ډاکټر صیب سلامونه مي ومنئ :
    زړه ته رانږدې ډاکټره ، له نامه څخه مو داسې څرګندیږې چې حتمي به مو په کمپيوټر پوهنه کې دوکتورا لرئ ، واقعیاً د ویاړ ځای دی، خو ولې تاسو بېله ویب پاڼه نه جوړوئ ، ځکه ودې ویب پاڼې ته لاس رسی څه ستونزمن ښکاري ، تاسو په کمپيوټر کې خلاص لاس لرئ نو ولې یوه بېله ویب پاڼه نه جوړوئ .
    مننه
    ډاکټر هیوادمل -دبی

    By هیوادمل on Aug 26, 2008

  7. ښاغلی ډاکټر هیوادمل صایب دزړه له تله مې سلامونه ومنه،
    ستاسو له پیرزوینو ډیره مننه . زه همدااوس په دې کار بوخت یم چې نوی ویب سایټ جوړ اوپه لاره یې کړم ،ډیر ژر به که خدای کول ستاسو اونورو هیوادوالو تنده پرې ماته کړم .
    ستاسو دلاډیرو سپارښتنو اووړاندیزونو په هیله
    ورورمو ثواب الدین مخکښ

    By permakhtag on Aug 28, 2008

  8. Good work,I like ur progress because ur progress is my progress and i am very happy about this webpage….
    Thanks……..

    By Noor Mohammad Rahimi on Aug 30, 2008

  9. قدرمن ډاکټر صيب! سلامونه او نېکې هيلې مې ومنه!
    ډاکټر صاحب ستا ليکنې مې په نورو وېبپاڼو کې کتلې وې واقعاً چې د کمپيوټر په اړه په کې ډېر ګټور معلومات ځاى پر ځاى شوي وو، همدا اوس مې ستا شخصي وېبلاګ (پرمختګ) وکاته ډېر زيات خوشاله شوم، په دې کې خو ډېر زيات معلومات پراته دي. ډاکټر صاحب ډېر زيات لوى خدمت دې کړې دى، او په ځانګړي ډول پښتنو لپاره.
    ستاسې د نورو برياوو په هيله
    ورور مو ضياء

    By ضياءالرحمن ضياء on Sep 13, 2008

  10. salaam dear Dr.saheeb thathn’k for that you work for poor pashtoon people

    By samim on Sep 25, 2008

  11. Sallam Dr. Sahib
    Your Service for afghan especially for Pashton People is not forgettable , wish you successfully and have better time for the same service Because Pashton People need for the same things.
    Regard
    Gulzamir Haqbayan
    Paktia Province

    By Gul Zamir Haqbayan on Sep 29, 2008

  12. thanks for sharing what you know and thanks for new and fresh information wish you long life it should door for all afghans to share all there knowlage in any field ……………with other afghans thanks your brother MNG

    By naeem on Oct 13, 2008

Post a Comment