څنګه کولای شو د Desktop او All Programs مینو ټول توکې نا څرګند کړو؟
October 12, 2008 – 8:01 pmڅنګه کولای شو د Desktop او All Programs مینو ټول توکې نا څرګند کړو؟
۱- پر خپل Desktop ښۍ کلیک وکړی اوله هغه ځایه Arrange Icons By غوره او کلیک پر وکړی.اوس به یوه بله مینو درته راوازه شي له دغې مینو څخه Show Desktop Icons غوره او کلیک پر وکړی. ځان ډاډمن کړی چې د Show Desktop Icons تر اړخ باید د√نښه شتون ونه لري.
۲- پر Start کلیک وکړی اوله هغه ځایه My Computer غوره او کلیک پر وکړی.اوس به دMy Computer کړکۍ درته وازه شي.
۳- په دغه کړکۍ کې له Tools مینو څخه Folder Options غوره او کلیک پر وکړی. دالاندې کړکۍ به درته وازه شي.په دغه کړکۍ کې د View برخه غوره کړی.
۴- په دغه کړکۍ کې لکه څنګه چې وینۍدShow hidden files and folders اختیار باید غوره شوی وي.
۵- ددغه اختیار له غوره کولو وروسته د Ok پر تڼۍ کلیک وکړی.
۶- اوس په C:\ (Drive) باندې کلیک وکړی.
۷- په دغه Drive کې په Documents and Settings باندې کلیک وکړی.
۸- اوس دAll Users پر فولډر باندې کلیک وکړی.
۹- بیا د Start Menu پر فولډر کلیک وکړی دا لاندې کړکۍ به درته راوازه شي.
۱۰- لکه څنګه چې په پورتنۍ څیره کې ګوری په دغه کړکۍ کې ټول شته توکې غوره او ښی کلیک پروکړی له راښکاره شوي مینو څخه Properties غوره او کلیک پر وکړی.دالاندې کړکۍ به درته راوازه شي.
۱۱- لکه څنګه چې په دغه پورتنۍ څیره کې ګوری د Attributes له برخې څخه دHidden اختیار غوره کړی.په دې معنی چې ځان ډاډمن کړی چې ددغه اختیار ترڅنګ د√نښه شتون لري.
۱۲- اوس دApply پر تڼۍ کلیک وکړی. اوس به یوه بله څیره درته راوازه شي په دغه څیره کې هم دوهم اختیار غوره شوی تاسو یواځې دOk پر تڼۍ کلیک وکړی.
۱۲- اوس به بیرته پورتنۍ کړکۍ ته راوګرځۍ او دOk پر تڼۍ کلیک وکړی.
۱۳- اوس بیرته د Start Menu کړکۍ ته چې له ۹ شمیرې لاندې قرار لري وروګرځۍ او هلته د ۳ شمیرې چاره تکرار کړی.
۱۴- اوس دFolder Options په څیره کې دDon’t show hidden files and folders اختیار غوره اوکلیک پر وکړی.
۱۵- اوس دApply او بیا دOk پر تڼیو کلیک وکړی.
۱۶ اوس ټولې وازې شوي کړکۍ وتړی او پر Start کلیک وکړی اوبیا پر All Programs وبه ګوری چې تش به وي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ