Create a Desktop shortcut for CMD.EXE

October 13, 2008 – 4:31 pm

دCommand Line لپاره Shortcut جوړول

ددې لپاره چې تاسو کمانډ لاین  وکاروی نوباید دسټارټ مینو له لارې یې په مڼده کړی اویا هم باید د Run کړکی کې  cmd  ټایپ کړی . مګر له دې اسانه داده چې په خپل ډیسکټاپ ورته شارټ کټ جوړ کړو اوپه غبرګو کلیکونو کمانډ لاین راپرانیزوددې کار لپاره لاندې  چارې په پام کې ونیسۍ:

۱- په خپل ډیسکټاپ ښی کلیک وکړی اوبیا New غوره اوکلیک پروکړی له دې ځایه  shortcut غوره اوکلیک پر وکړی لکه په دالاندې  څیره کې:

اوس به تاسو ته یو ویزارد راپرانیستل شي دکوم له لارې چې تاسو شارټ کت جوړولی شی په دغه کړکۍ کې دBrowse  تراړخه cmd /d ولیکی اوبیا په Next  کلیک وکړی لکه په دالاندې څیره کې:

 

کله چې په Next تڼۍ کلیک وکړی نو بله کړکۍ به درته راپرانیستل شي چې دType a name for this shortcut  په برخه کې به  cmd.exe لیکلي وي په خپله بڼه یې پریږدی اودFinish په تڼۍ کلیک وکړی . اوس به ستاسو پر ډیسکټاپ باندې  شارټ کټ رامنځ ته شي 

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Post a Comment