Excel Shift Key Tips

January 26, 2009 – 1:50 pm

Excel Shift Key Tips

 

دShift دتڼۍ په کارولو سره په مینو بار کې په ځینو امرونو کې بدلون راځي .لکه په دالاندې ډول:

که چیرې په ایکسیل کې یو انځورولری اوغواړی دانځورپه بڼه یې کاپي کړی نو په نوموړي انځور کلیک وکړی دShift تڼۍ کیښکلې ونیسی اوس په Edit مینو کلیک وکړی  اوس به وګوری چې په Edit مینو دCopy امر په Copy Picture باندې اوښتی  اوس نو دShift تڼۍ پریږدی اوپه Copy Picture امر باندې کلیک وکړی اوس به یو وړوکی Dialog Box درته راواز شي دکوم له لارې چې تاسو کولای شی  دخپل انځور Format د‌Bitmap اویاهم Picture په ډول غوره کړی .

که چیرې تاسو څو فایله راپرانیستي وي پرځای ددې چې هر یو بیل بیل وتړی ستاسو وخت نیسي ددې پرځای دShift تڼۍ کیښکلې ونیسی دFile په مینو کلیک وکړی وبه ګوری چې دClose امر په Close All اوښتی اوس نو په Close All کلیک وکړی ستاسو ټول فایلونه به وتړل شي اوپروګرام به مو نه تړل کیږي که چیرې تاسو کوم خوندي (Save) کړی نه وي نو تاسو ته غوراوی درکوي چې غواړی خپل فایلونه خوندي کړی؟

همداراز که تاسوډیر فایلونه پرانیستي وي غواړی ټول په یو ځل خوندي کړی نو دShift تڼۍ کیښکلې ونیسی اوپه File مینو کلیک وکړی اوس به وګوری چې دSave امر په Save All اوښتی دی.

 

 

  1. One Response to “Excel Shift Key Tips”

  2. زما ورورره سلامونه
    وروسته له سلامونو نه زما کمپيوتر کنترول پينل کى windows firewall سه کآر کوى مهربآنى به مو وى

    By عبدالقدير امين on Mar 13, 2010

Post a Comment