Changing Orientation in Word

January 30, 2009 – 12:23 pm

کله چې تاسو غواړۍ ستاسو یو فایل یا سند لوری یا جهت (Orientation) ته تغیر ورکړی دنمونې په توګه تاسو یو سند په Portrait بڼه جوړکړی مګر دسند په منځ کې اړتیا ولیدله شوه چې یو څه متن باید په Landscape  بڼه جوړشي نواوس به څه کوی . ډیر اسانه . هغه متن چې تاسو غواړی بڼه یې دټول سند یا پاڼې پر خلاف جوړ کړی نو هماغه متن غوره کړی بیا دFile له مینو څخه PageSetup غوره اوکلیک پر وکړی .دPage Setup په څیره کې دOrientation له برخې لاندې Landscape اویا هم Portrait غوره کړی کوم یو مو چې خوښه وي .

په همدغه څیره کې دPreview  تر برخې لاندې  دApply to تر برخې لاندې یو لړ لیک راښکاره کیږي له دغه لړ لیک څخه Selected text غوره کړی . اوس دOk  پر تڼۍ کلیک وکړی .

اوس به ستاسو په زړه پورې بدلون وګوری په دې مانا که ستاسو پاڼه Landscape بڼه وه اوتاسو پورتنۍ چاره تر سره کړی  نو هغه متن چې تاسو غوره کړی وو هغه اوله هغه ښکته پاڼې به په Portrait بڼه راښکاره شي .

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

 

Post a Comment