Open Multiple Office Files at Once:

January 31, 2009 – 1:26 pm

څنګه کولای شو دمایکروسافټ افیس څو فایلونه په یو ځل راپرانیزو؟

داسې وګڼۍ چې تاسو په خپل کار کې داسې اړتیا احساسوی چې باید دورډ یو فایل راپرانیزۍ ددې ترڅنګه دایکسیل یو شیټ دی له هغې نه هم دمالوماتو رااخیستل غواړی یا ورسره نور دافس فایلو نه دي چې یو له بل سره کاري تړاو لري اوتاسو غواړی ویي کاروی نو که تاسو داهر فایل بیل بیل راپرانیزی نو وخت به مو اخلي اوبل لږ دسړي بدي ایسیږي  نو ددې لپاره باید داسې چاره وکاروو چې داټول فایلونه په یو ځل راپرانیزو.

لومړی یو فایل راپرانیزی ورپسې دفایل له مینو څخه پر Open  کلیک وکړی .یا هم کولای شی دلیکدړي له شار ټ کټ څخه کار واخلی اود Ctrl+O په کیمنډلو سره خپل فایل راواز کړی .اوس ددې پرځای چې تاسو خپل هر فایل باندې بیل بیل غبرګ کلیکونه وکړ ی اوبیا یې راپرانیزی اویا هم هر فایل ګوښی ګوښی غوره اوبیا دOpen پر تڼۍ کلیک  وکړی تر څو راپرانیستل شي ددې پرځای داسې وکړی چې که چیرته مو فایلو نه په ترتیب په یوه لیکه پراته وي نو لومړی فایل یې غوره اوله لیکدړي څخه دShift تڼۍ کیښکلي ونیسی اوبیا پر ټولو هغو فایلونو چې غواړی یې راپرانیستل شي کلیک وکړی ترڅو غوره شي له غوره کیدووروسته دOpen په تڼۍ کلیک وکړی ټول فایلونه به مو په یو ځل راپرانیستل شي .

اوکه چيرې فایلونه موپه ترتیب سره په یوه لیکه نه وي نوبیا له لیکدړي څخه دCtrl تڼۍ کیښکلې ونیسی اوهر هغه فایل چې غواړی راپرانیزی کلیک پر وکړی ترڅو غوره شي دفایلونو له غوره کیدو وروسته دOpen پر تڼۍ کلیک وکړي ترڅو ټول فایلونه مو په یو وار درته راپرانیستل شي .

 

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Post a Comment