کمانډ پرامپټ مهم کمانډونه
June 15, 2009 – 11:04 amکمانډ پرامپټ مهم کمانډونه :
څنګه کولای شو دهغوکمانډونو History چې په کمانډپرامپټ کې کاریدلي وګورو ، یاپه بل عبارت چې کمانډونه کارشوي دهغو لړلیک راته وښایه .ددې کارلپاره لاندې کمانډ په cmd.exe کې ولیکی اواانټر یې کړی :
doskey /history
اوس به تاته دټولو هغو کمانډونو لړلیک چې تاکارولي اویا بل چا کارولي خوپه دې شرط چې کمانډپرامپټ یې نه وي تړلی راڅرګند کړي .لکه په دالاندې څیره کې :
لکه په دغه پورتنۍ څیره کې تاسو وګوری دping techrepublic.com.com،ping cbs.com ،ping cnet.com اوپه پای کې دdoskey /history کمانډدرته ښودلی دی .همداراز تاسو کولی شی دغه کار دلیکدړي له لارې دF7 دتڼۍ په کیمنډلو سره ترسره کړی په دې توپیر چې دلته به درته یو کړکۍ راښکاره شي اوټول کمانډونه به درته وښايي اوبیادArrow key په مټ هرهغه کمانډ چې غواړی دوهم ځلي یې وکاروی غوره کړی اوانټر یې کړی . لکه په دالاندې څیره کې :
دF1 کارول تاسو ته ستاسو دمخه کارولی کمانډ بیرته ټایپ کوي په یاد مووي چې په یووارF1 کیمنډلو سره یو دهماغه کمانډیوتوری ټایپیږي .
دF2 په کیمنډلو تاسو ته یو dialog box راپرانیستل کیږي چې وایي :Enter the char to copy up to:
دF3 په کیمنډلو سره تاسو ته ترټولو وروستی کارول شوی کمانډ په یو ځل کیمنډلو سره ټایپوي
دF4 کیمنډل تاسو ته یو dialog box راپرانیزي چې وایي : Enter char to delete up to:
دF5 کیمنډلو سره هغه چاره چې دF3 په مټ مو ترسره کړه ترسره کیږي .
دF6 کیمنډل د(Ctrl+Z) توري په سکرین راوړي .
دF7 کیمنډل یوdialog box راپرانیزي چې ټول وروستني کارول شوي کمانډونه ښیی.
دF8 کمینډل ترټولو وروستي کاریدلي کمانډونه یو، یو ښیی.
دF9 کیمنډل یو dialog box راپرانیزي چې وايي: Enter command number:
اوس به درته داوښیو چې که تاسو په ډاس کې یاست څنګه به دفولډرونو ترمنځ یوبل خوښوی دنمونې په توګه له Documents فولډرڅخه به څنګه یوبل ته ځی .یا کیدای شي تاسو دداسې یو فولډر چې خورا اوږد نوم ولری په یاد کې نه شی ساتلی نوڅنګه به هغه فولډر ته ځی نوتاسو کولای شی Wild card وکاروی اویاهم دTab تڼۍ له لیکدړي څخه وکاروی .
دنمونې په توګه په کمانډ پرامپټ کې cd do* ټایپ کړی چې څنګه یې انټر کړی تاسوبه هغه فولډر ته چې په do باندې پیلیږي بوځي اوکه له ټایپ کیدو وروسته مو دTab تڼۍ کیمنډله نود Documents and Settings فولډر ته مو ننه باسي . یاهم تاسو چې کله دcd کمانډ ټایپ کړو بیا نودTab تڼۍ کیمنډی اوخپل دخوښې فولډر ته لاړشی .

Batch files:
داسې دوه Batch فایلونه چې په مټ یې ته کولای شي دکمانډ پرامپټ کمانډونه درته وساتي اوبیا ته وکولی شي دهغه لاګ فایل له لا رې کمانډونه وڅیړې .
په لاندې ډول سره دوه Batch فایلونه جوړ کړه تاسو کولای شی داپه هر Text Editor پروګرام کې جوړ کړی .اوبیا یې داسې یوځای کې خوندي کړی چې وکولای شی دکمانډ پرامپټ له لارې ورته لاس رسی ولری . دنموني په توګه C:\ .
q.bat
@echo off
echo ---------------- %date% %time% ---------------- >> "%userprofile%\cmdHistory.txt"
doskey /history >> "%userprofile%\cmdHistory.txt"
exit
h.bat
@echo off
if %1. == . (
type "%userprofile%\cmdHistory.txt" 2> nul
echo ---------------- %date% %time% ----------------
doskey /history
) else (
if /i %1. == /edit. (
start "Revising History..." "%userprofile%\cmdHistory.txt"
) else (
echo ------------------------------------------- Previous Windows
type "%userprofile%\cmdHistory.txt" 2> nul | findstr /i "%*"
echo ------------------------------------------------ This Window
doskey /history | findstr /i "%*"
)
)
اوس مو چې دافایلونه جوړ کړل نوپه کمانډ پرامپټ کې دexit په ځای q.bat ټایپ کړی .بیا h.bat ټایپ کړی مګر تاسو کولای شی دوروستي کمانډ سره کوم پارامیټر هم وکاروی دنمونې په توګه :
h.bat ping
دابه تاسو ته ټول هغه ping کمانډونه چې کارول شوي دي راڅرګندکړي .لکه په دالاندې څیره کې :

په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ