دپیسو خزانه
June 18, 2009 – 5:10 pmمونږ به چې واړه وو نو پلار، وروڼو،ترونواونورو به چې پیسې راکړې نومونږبه یوڅه له هغو څخه خوندې کولې اودخټویورنګ کوزړیو کې به مواچولې کله به چې اختر یابله خوشحالې وه نوبیابه موویل چې راځی خزانه ماته کړو اوبیا به موګڼلې مګر ټکنالوژې داکار اسانه کړ اوس به تاسو خپل سر دپیسو په شمیرلو نه خوږوی .بلکه داسې بوتلې حوړې شوي دي چې پیسې وراچوی دسکرین پر مخ به درته ښیي چې ستاسو په بوتل کې څومره پیسې دي .تاسو کولای شی دغه بوتلې له ۱۰۰۰څخه تر۱۵۰۰ افغانیوپورې ترګوتوکړی.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټرثواب الدین مخکښ
