ورک شوی موبایل مو له ښې وغورځوی .

October 12, 2009 – 3:11 pm

که چیرې ستاسو موبایل تیلیفون ورک شي اووغواړی له کاره یې وغورځوی  نولاندې چارې ترسره کړی :

کله موچې نوی موبایل ټیلیفون واخست لاندې  کوډ پکې ولیکی :

#06#

دابه تاسو ته ستاسو دموبایل سیریال شمیره درکړي دغه دسیریال شمیره له ځانه سره وساتی دغه شمیره ۱۵ رقمه وي .

کله چې ستاسو موبایل ورک شو خپل شبکې (اتصالات، افغان بیسیم ،MTN ) ته زنګ ووهی اودغه ۱۵ رقمی شمیره ورکړی ورته ووایاست  چې زما ټیلیفون ورک شوی اودغه له کاره وغورځوی . اوس که هغه غل سیم کارت بدل هم کړي ټیلیفون به دکارولو نه وي اوګټه به ترې نه شي پورته کولی . ګټه به يې داشي چې بیا به خلک دخلکو ټیلیفونونه نه پټوي .

په سپیڅلې کلیواله مینه.

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Post a Comment