بابكرخيل عطا ښايي تر دي وروسته محمد زي شي
October 19, 2009 – 10:20 amد بلخ والي عطامحمد نور ۸-۷ كاله ښي د اقتدار او واكمنۍ مزي چاڼ كړي ، نوموړي ۸-۷ كاله پرله پسي د بلخ ولايت بي تاجه بادشاه وو ، تور يي سپينول او سپين يي تورول ، دي چي په خټه تاجك او د مزار ښار د يوه مشهور جوزګر زوي وو ځان يي جمهور ريس حامد كرزي ته بابكرخيل معرفي كړي وو او ويل به يي چي په خټه پښتون بابكرخيل دي خو ژبه يي د چاپيريال له مخي دري شوي ده ، په هر ځل به يي چي كال ته تشريف راووړ دربار ته به يي د ۱۲۰۰۰۰ ډالرو په قيمت د سرو زرو ډالۍ له ځانه سره راوړي چي د همدغو ډاليو له بركته د دربار له لوري ورته د بلخ ولايت د واكمنۍ تر څنګ په داسي حال كي چي د نهم ټولګي متعلم وو پر ستر جنرالۍ او مډالونو و نازول شوو ، نوموړي به دا ډالۍ هغه مهال كابل ته راوړي چي په بلخ ولايت كي به يي څو تنه پښتون توكمه قومي مشران او جهادي قوماندانان د خپلو او باشانو په وسيله ووژل او بيا به يي اعلان كړه ، پلانۍ قومي مشر او يا جهادي قوماندان د طالب اورپكو لخوا ووژل شو او د پيښي له ځايه روغ رمټ په تيښته بريالي شول ، حال دا چي قاتلان به يي د همده تر څنګ ناست وو .
ولي د تير زمري د مياشتي د ۲۹ په ټول ټاكنو كي بابكرخيل عطا هغه مهال و ښوييده ، چي كرزي د ده پر ځاي مارشال فهيم خپل لمړي مرستيال و نوماوه ، عطا په همدي وخت كي له كوم سوچ او فكر پرته خپل اصل ته و ر وګرځيده او د كرزي د مخالف لوري ، ډاكټر عبدالله نيمچه تاجك تر څنګ ودريده او د كرزي مخالفت ته يي خپل ځاي ، وخت او ټوله شتمني وقف كړه ، په هره عامه او خاصه غونډه كي به يي په واز كومي ويل : …………….. چپيش ميكنيم” دا دري څلور مياشتي عطا له مركزي حكومت نه باغي وو آن تر دي چي د كورنيو چارو پر وزير يي هم تورونه ولګول ، د كمكي اختر لمونځ د روضي جومات پر ځاي په خپل پخواني مركز (مارمل) كي ادا كړ چي په دي وسيله حكومت ته وښايي چي كه د ټاكنو د پايلو تر اعلان وروسته دولت زما بي تاجه پادشاهي ته ګوتي وروړي زه به له خپلو آوباشانو سره د حكومت پر خلاف وسلي ته لاس كړم او دهغه پر وينا به ، شمالي ولاياتو كي ويني و بهيږي ، ددي تر څنګ به يي دا تبليغات هم كول ، چي ګوندي د نوموړي مخالفين په بلخ ولايت كي وسلي توزيع كوي او د جكړي تيارۍ نيسي ، حال دا چي ټول هيواد وال په دي پوهيږي چي په شمالي ولاياتو كي دغه چاري ښاغلي عطا او انډيوالان يي د روسي په ملاتړ تر سره كوي .
اوس چي په خير سره د ټاكنو د شكايتونو وروستۍ راپور د ټاكنو خپواك كميسيون ته سپارل شوي او ژر ده چي ښاغلي كرزي د ټلوالي له غوغا سره سره بريالۍ اعلان شي ګمان كيږي چي ښاغلي عطا به دا ځل هم نه بابكرخيل او تاجك وي ، بلكه دا ځل به ځان دربار ته د سپيناوي لپاره محمد زي معرفي كړي او له يو څو ورځي ټيټاك وروسته به بيا ومنل شي
فعتبرو يا اولي الابصار
مقصودي مزاري
One Response to “بابكرخيل عطا ښايي تر دي وروسته محمد زي شي”
د محترم سمون صاحب پر ليكنه غوارم داسي ووايم چي لكه دو چي ليكلي چي بابكرخيل عطاورسته لدي غواري چي محمدزي شي. جناب محترم سمون صاحب. دا حقيقب لا سرگند ندي چي عطا محمد نور په واقعيت سره بابكرخيل دي او كه ندي. تراوسه چي زمونگ په قوم كي له هر چاسره خبري شوي دي هغوي داوايي چي دا د امكان نه لري خبره ده عطا محمد نور د بابكرخيل قوم سره كوم ارتباط نلري او نه هم لدي حقيقت نه خبر دي. بابكرخيل قوم په حقيقت كي يوه جهادي قوم دي او د جهاد په دوران كي يي سالم جهاد كري او د و طن په ابادي كي يي غوره رول لوبولي. داسي كله هم ندي شوي چي بابكرخيلو د جهاد پر وخت چاته ازار رسولي وي او يايي له كومي داسي تخريبكاري دلي ملگري كري وي چي دي گران وطن ته پكي تاوان وي. بابكرخيل امن پسنده قوم ده او هميشه يي په خپل گران هيواد كي امن او ابادي غوشتي ده. دا چي اوس تاسي عطاصاحب د بابكرخيل په نامه نومولي دي چي هر سوگ ورته د بابكرخيل په سترگه گوري حتي چي كرزي صاحب ته يي هم زان بابكرخيل معرفي كري دي نو دا صحيح نده پدي وجه چي لكه سرنگه چي مخكي مي وويل چي بابكرخيل قوم يو امن پسنده قوم دي. هيس كله هم بابكرخيل د دولت اويا د وطن په تاوان كار نه كري او نه به يي وكري. اميد دي چي ورسته لدي عطا صاحب ته د بابكرخيل لقب ورنكراي شي.
په درناوي
بابكرخيل
كابل
By بابكرخيل on Nov 1, 2009