د مبارکۍ پیغام
November 3, 2009 – 10:15 amد افغانستان پیاوړۍ ولسمشر عالیقدر جلالتمآب حامد کرزی او محترمو مرستیالانو
ستاسو بریالیتوب د افغانستان د ولس او خلکو د ټولټاکنو په پایله کې ، یو ځل بیا دا ثابته او ډاګه کړه چی ، د افغانستان د خلکو او ملت ټاکنه او انتخاب ، د افعانستان ولسمشرۍ مقام ته تاسو یاست .
ستاسو بریالیتوب د افغانستان ولسمشرۍ مقام ته د زړه له کومی مبارکی وایم .
د لوی خدای (ج) څخه د افغانستان مجاهد ، قهرمان ، سرلوړی اولس او خلکو ته ستاسو تر مشرۍ او قیادت لاندی ، د آزادۍ ، سرلوړۍ او پرمختګ هیله کوم .
تاسو جلالتمآب ته د لوی خدای (ج) څخه د افغانستان د خلکو لپاره د لازیات خدمت ، روغ صحت او بریالیتوب غوښتونکۍ یم .
درنښت
ډګرجنرال جمعه خان همدرد
د جمهوری ریاست سلاکار او د پکتیا والی