ټولنه او قانون

November 15, 2009 – 9:20 am

دبني آدمانو په منځ كي ډير خپل سري او ناپوهه خلك داسي هم پيداكيږي چي دقانون په اهميت كوم چي دانسانانو اجتماعي اوانفرادي حركات ،سكنات اوروابط اواړيكي كنټرولوي نه پوهيږي ياخوقانون بيخي پيژني نه اوياهم كه قانون وپيژني غاړه ورته نه ږدي اوياتري خپل ځان پورته اومحترم ګڼي ۰
په داسي حال كي چي دقانون دوجودنه په غير يوه ټولنه دسره جوړېداي نه شي اوكه چيرته هم جوړه شي نوددوام موده به يي خورالنډه اودكړاونو اومصيبتونونه ډكه وي ،ځكه قانون دانسانانو په ټولنه كي دروح حيثيت لري كله چي روح په كا لبد كي نه وي كالبد ژوندي نه شميرل كيږي اوكه څوك داووايي چي په انساني ژوند كي ټولني اواجتماع ته ضرورت نشته اوچي اجتماعي روابط نشته نوبياقانون ته هم ضرورت نشته نودادرست نه دي ځكه چه كه ديورسافكرلرونكې انسان دبني آدم په ژوند ښه ژور فكر وكړې نووبه پوهيږي چه انسان دټولني نه په غير خپل ژوند ته ادامه نشي وركولاي ۰
اوددي لپاره چي ژوندي پاتي شي مجبوره دي دنوروانسانانو څنګ ته لاړشي اوګډواوسيږي نوپدي اساس دډيروزياتوعلماونظرېه داده چې انسان په فطري ډول يواجتماعي اوټولنيز مخلوق دي اوانسان دنوروحيواناتوپه شان په يوازي سرخپل ژوند ته ادامه نشي وركولاي نور حيوانات دخپل ژوند لپاره ګډاواجتماعي ژوندته چندان ضرورت نلري اوپه ځانګړي ډول په ډيره اساني سره ژوندكولاي شي خوبني آدم په يواځي سر خپل ژوند ټول ضرورتونه نشي پوره كولاي دنوروبني آدمانو سره ګډژوند ته محتاج دي نودټولني موجوديت دهرانسان دژوند ددوام لپاره انكارنه منونكي ضرورت دي۰
خلاصه اولنډه به داسي ووايو چي انسان دټولني څخه په غير اوټولنه دقانون څخه په غيروجودته نشي راتلاي يا په بل عبارت دانسان دژوند لپاره ټولنه اودټولني دژوند لپاره دقانون وجود شرط دي ټولنه اوقانون لازم اوملزوم حيثيت لري ددي جملي معني داده چې كه ټولنه وه نوپه قانون كي به وي ۰ اوكه قانون وي په ټولنه كي به وي ټولنه دقانون نه اوقانون ټولني نه په غير وجود ته نشي راتلاي يعني كله چي دقانون درنه لمن دټولني له سرنه پورته شي نوورور ټولنه هم دوركيدواونابودي په طرف روانه شي ۰
هستي اوموجوديت يي دخطر سره مخامخ شي اوچي كله ټولنه نابوده اوخوره وره شي نوقانون هم دوركيدواونابوديدوپه حكم محكم شي ۰نوځكه خداوند قدوس ج دځمكي په مخ دانسان دژوند دشروع كيدو نه تراوسه پوري وخت په وخت انسان ته لوايح اومقررات اوامراونوهي دپيغمبرانو اوآسماني كتابونو په زريعه راليږلي اوانسان يي خپل سرته ندي پريښي اوكله هم انسانانوددغه ضرورت په احساس سره دخپلو اجتماعي اوټولنيزو روابطو دمحدودولواوكنټرولولولپاره پخپله او ضوابط جوړكړي چي ددغوضوابطوپه زريعه يي خپل روابط كنټرول كړي دي چي لومړي ډول ته آسماني يا غيروضعي قوانين وايي اودوهم ډول ته وضعي قوانين وايي وضعي قوانين هغه قوانين اوقواعد دي چي ديوي ټولني ديو طبقه هوښيارو اوپوهه خلكو لخواجوړيږي اودتطبيق اوتنفيذ لپا ره خلكو ته وړاندي كيږي زه فكركوم چه يوه ټولنه هغه وخت ښه ترقي كولاي شي مخامخ په وړاندي تلاي شي چي دهغي ټولني ټول خلك پخپل مينځ كي چليدلي قانون ته احترام ولري قانون دخپل هوااوهوس نه پورته وګڼي شااوګدايوشان خپل شخصي اواجتماعي ژوند دقانون برابر تيركړي خويوقانون به هله دټولنوپه مينځ كي داحترامقام وګڼي چي دهغي ټولني دخلكودفطرت اوطبيعت برابر دانسانانوټول مادي اومعنوي ارزښتونه اوغوښتني پكي تامين شوي وي دقانون په تسويد اوتدوين كي دملك مذهبي سياسي فرهنګي اقتصادي اوضاع اوشرايط په نظركي نيول شوي وي دټولونه لومړي قانون جوړونه كي داكوښښ وشي چي دخلكوفكري اومذهبي احساسات زخمي نه كړي قانون داسي جوړشي چي خلك خپل دقانون دمنلو ته تيارشي خلك يي وغاړي كه چيرته هم دقانون په جوړونه كه دغه ټكي له نظره وغورزول شي نوقانون خپل اهميت له لاسه وركوي اوددي په ځاي چي د قانون په ذريعه په ټولنه كي نظم اودسپلين راشي لابه دبي نظمي سبب جوړشي اودګټي په ځابه تاوان وكړي ددي مثال به داسي وي چي يوناروغ ته دهغه ناروغي برابر داروورنكړاي شي اودجوړيدو په ځاي يي بدن لاپسي ناجوړه اوسرګردانه شي ۰
اوډيرځل داسي هم كيداي شي چه خپله قانون جوړونكي دخپل قانون جوړونكي دخپل قانون په لموكي راګير شي اوبيا په غيرله دي چي دقانون تغيرتبديل ترميم او حتي لغوه كولو ته پنا يوسي بله لارورته پاتي نشي واچي ديوملك پاچا ښارپه دروازه كي خپله مجسمه ودروله قانون كي يي تصويب كړه چي هر څوك له ښارنه وځي اويا ښارته ننوځي نو دپاچامجسمي ته به داحترام په رسم خپل سرښكته كوي اواحترام به كوي دوهمه ماده داسي تصويب شوه چي هر څوك دسرټيټي اواحترام كولونه نه ډډه وكړي نوپاچابه يي دژوند دوه ارمانونه پوره كوي اوبيا به يي اعداميږي ۰
ديوڅه وخت عمل در امدنه وروسته يوه ورځ ناخبره چوپان دخپلي رمي سره پدغه لاره تيريده احترام اوسرښكته كولونه يي ډډه وكړه موظفينوپه وهلو ټكولو دپاچاحضورته بوتلو پاچا دقانون برابر له چوپانه وغوښتل ووايه دژوند لومړي ارمان دي څه دي چي پوره شي قهريدلاي چوپان چي دخپل ډانګ په لاس دپاچا مخي ته ولاړو ويي ويل چه دټولونه لومړي ارمان مي دادي چي دټوستاسي محترم سر يوډانګ ووهم پاچا په غير لدينه چي خپل نازنين سردچوپان ډانګي ته ونيسي بله لاره ورته پاتي نه وه بي انصافه چوپان هم دپاچا سرداسي ضربي لاندي ونيو چي پاچا بي هوشه پرځمكه ولويده چوپان يي زندان ته اوپاچا شفاخاني ته يوړ پاچاچه كله جوړشو نو چوپان يي يو ځل بيا ددوهم ارمان پوره كولو لپاره خپل حضورته حاضر كړو پاچاله چوپان نه وغوښتل چي يو ارمان خودي پوره شوووايه دوهم ارمان دي څه دي چي ستا له اعدام نه مخكي پوره شي قهراوغصي نه ډك چوپان بياهم دخپل لمړي اړمان په شان له پاچانه وغوښتل چي دژونددوهم ارمان مي بيا هم دادي چي ستا مبارك سر يوبل ډانګې ووهم پاچاچي دسرپه كاسه كي دپخواني ګوزار ټكانونه لااوس هم موجودوو پدي پوهيده چي په لومړي ګوزارخومړنه شوم خوپه دوهم ګوزار مي مرګ حتمي دي نوځكه مي دخپل وضع شوي قانون دواړه مادي لغوه اعلان كړي دانسانانو په لاس چي دانسانانولپاره قانون جوړيږي نواكثرا دهمدغسي سرنوشت سره مخامخ كيږي ۰ ځكه چي دبني آدم ذهمن اوفكر ډير كمزوري دي دراتلونكي اومستقبل په باب دښو اوبدوددقيق پيشبني نشي كولاي نو په دي وجه دغسي موضوعه قوانين په يوه پيړي كي څوځله بدليږي رابدليږي اوداوږده وخت لپاره په ټولنه كي صلاحيت اواعتبارته دوام نه شي وركولاي هرڅوك راځي اواعتبار ته دوام نشي وركولاي هرڅوك راځي اوپه خپله خوښه دخپل سياسي ژوند اوقدرت دحراست اوبقا دتضمين لپاره يوشمر قواعد اومقررات لګوي اودهغه ګروپ زوال اوفنا سره سم اويوځاي بيرته دزوال اونيستي په هديره كي خښيږي ۰نودقانون هر جوړونكي ته داپه كار ده چي د قانون په وضع كولو كي دبي حده زيات احتيات نه كار واخلي دقانون دهري مادي ټول مثبت اومنفي اثرات چي دهغي مادي له تنفيذ اوتطبيق په ټولنه كي راپيداكيږي خورااودقيق وسنجوي حتي دقانون دموادو په الفاظو اودعباراتوپه تركيب كي هم دداسي جمالاتواستعمال نه چي دډيرو معانيودلالت احتمال ولري ډډه وكړي يعني دقانون دموادوالفاظ حكم معني موضوع په داسي صريح دلالت وكړي چي په بله معني ددلالت احتمال ونه لري۰
يومقنن حتي الامكان كوښښ وكړي چه دقانون مواد دخورالنډوالفاظوپه استعمال سرترتيب كړي خير الكلام قل ودل داسلام فقهاوو دقرآن عظيم الشان اوسنت الرسول ص څخه قواعد اوقوانون په ډيرو لنډواووجيزوكلماتو سره استخراج كړيدي داڅومره لنډلفظ دي الصل برات الذمت اصل حالت دي كه يو قانون پوه دقانون په تدوين اوتسويد كي دپوره اوبشپړ احتياط نه كار وانخلي نو كيداشي چي قانون په ټولنه كي دخفګان اوجنجال سبب جوړ شي۰
كله چي دقانون په جوړونه كي دټولني سياسي اجتماعي او دټولو په سركي فكر ونه نيول شي نوورسره ورسره داامكان هم پيداكيږي چي خلك توره په لاس دقانون په خلاف راپورته شي خپل ځان هم خراب كړي اجتماعي ژوند اوقانون هم ۰
زمونږپه ګران وطن افغانستان همدغسي وشول ګمونستان دافغانستان دخلكو په ذهني عيني اواقتصادي غوښتنو اوشرايط پوه نشول ژوره اودقيقه څيړني ونه كړي نوخلك دهغه قانون خلاف چي كمونستانوپلي كول غوښتل راپورته شول په نتجه كي ګران وطن په ډيرومصيبتونواخته شو داسي سراسري وراني وشو اوس يي ټوله دنيادجوړوني په چانه پوهيږي ۰
دخلكوزورخودخداي زور دي دخداي دزور جواب خوڅوك ويلانشي روسان دخپل ټول توان اوطاقت سره دخلكو داحساساتو دسيلاب دڅپو چوپ كولو لپاره دټانګونو جهازونو اونور عصري تخنيكي جنګي وسايلو بندونه جوړول خوهغه هسي دشګو بندونه وو يو په بل پسي به ورانيدلي اوماتيدلي داوسپني باروتو او انسان ترمينځ جنګ شروع شو يوطرفه اوسپنه باروت تخنيك وو اوبل طرف تش لاس انسان ددغه اوږده جنګ نتيجه داشوه چه انسان كامياب اونور هرڅه مات نيست اونابودشول اوس ييڅوك دپښو كشاراو كړپارهم نه اوري ۰
قاضي طارق

Post a Comment