د ټايمز پوښتني او د پكتيا والي ځوابونه

November 16, 2009 – 11:11 am

د ټايمز پوښتني او د پكتيا والي ځوابونه

پوښتنه : آيا اداري فساد افغانستان كي وركيداي شي ؟

ځواب : هو يقينآ چي وركيداي شي هيڅ داسي ټولنه نشته چي هلته فساد شتون ونلري
خو په افغانستان كي يوه قوي مديريت ته اړتيا شته ، په افغانستان كي كه څوك مثبت كار وكړي بايد مكافات وويني او كه فاسد وي بايد مجازات شي كه دغه اصل په پام كي ونيول شي نو كه فساد مطلق ورك نشي خو كچه يي تر ډيره بريده كميداي شي ، او دا له امكان نه لري نه ده

كوم فساد چي نن په حكومتي دستګاه كي شته دا كورني او بهرني اغيزي لري ، كه په دولتي دستګاه كي لږ وي نو په نړيوالو ادارو كي زيات دي

د بيلګي په توګه قراردادونه په خپل سر كيږي او ، بيا له يوه لاس نه بل لاس ته او له بل لاس نه بل لاس ته غزول كيږي چي هم فساد رامنځته كوي ( بډي پكي اخيستل كيږي ) او هم د كار كيفيت ټيټيږي

مونږ وايو چي د افغانستان اداري فساد د نړيوالي ټولني او افغان حكومت ګډ كار دي چي بايد مخه يي ونيسي او
كومي بهرني مرستي چي كيږي بايد د افغانستان حكومت له لاري مصرف شي ، تر څو درغلي پكي ونشي او يوه سمه حسابدهي موجوده وي

بله خبره دا ده چي په اداره كي بايد متعهد كسان وي چي هغوي له هيواد او هيواد والو سره تعهد ولري او حكومت له دننه تخريب نكړي

هيځكله هغه حكومت به بريالي نه وي چي په حكومتي د ستګاه كي موفق او مخالف يو ځاي كار وكړي ، او زمونږ په اداره كي څو ډوله فساد دي چي هم بهرني ، كورني او بله هم هغه كسان دي چي حكومت له حكومتي دستګاه تخريبوي او د دي نظام دننه كار كوي خو هيڅكله هم نظآم ته وفادار نه دي او خپلي شخصي او تنظيمي ګټي له ملي ګټو لوړي كڼي .

پوښتنه : آيا طالبانو او حزب اسلامي سره خبري اتري پكتيا كي آسانه كار دي ؟

ځواب : د حزب اسلامي او طالبانو د پخلايني موضوع يوه افغانستان شموله موضوع ده ، كه څه هم پكتيا كي امن دي خو زما په اند په يوه ګل نه پسرلي كيږي كه پكتيا ټول امن هم وي خو په دي هكله بايد نړيواله ټولنه او افغان حكومت يو ګډ ميكانيزم جوړ كړي تر څو د جوړ جاړي خبري پري وشي

خو يوه خبره واضح ده چي نړيواله ټولنه كه واقعآ غواړي چي له مخلفو ډلو سره خبري وكړي لمړي بايد د ناراضيانو نومونه له تور ليست نه و ايستل شي بيا دي په يوه دريم هيواد كي د خبرو اترو زمينه برابره شي

پكتيا يو سرحدي ولايت دي چي له جغرافيه وي اړخه له پاكستان سره سرحد ، غرونه او ځنګلونه لري چي د مقاومت لپاره پكي ښي زميني برابري دي ، خو دلته الحمد لله له دري اړخه ښه امنيت موجود دي

لمړي دا چي دلته قومي تړونونه موجود دي
دوهم دا چي د امنتي ارګانو تر منځ ښه همغږي شتون لري لكه د پوليس ، اردو ، ملي امنيت او ائتلافي قواوي
دريم دلته ښه بيا رغاونه شوي چي خلك تر راضي دي

په پكتيا كي د امن له كبله ټول خلك ډاډمن دي او د بيا رغاوني چاري ښي رواني دي ، لكه د پوهني برخه ، د سركونو برخه او همدارنګه د لوړو زده كړو او روغتيا په برخه كي

يو ځل بيا وايم كه څه هم پكتيا كي وضعيت ښه دي او په دي برخه كي له علماوو او بخوانيو مجاهدينو استفاده شوي خو د خبرو اترو موضوع افغانستان شموله موضوع ده اړو په دي برخه كي بايد نړيواله ټولنه او افغان حكومت يوه سمه پاليسي غوړه كړي تر څو دغه ناورين ته د پاي ټكي كيښودل شي.

پوښتنه : پكتيا كي مهمي ستونزي كومي دي ؟

كه څه هم پكتيا كي كومه خاصه ستونزه نلرو او كومي ستونزي چي دي هغه افغانستان شمولي دي او پكتيا جز د افغانستان ده

دا چي پكتيا يو غرنۍ او سرحدي ولايت دي خامخا كله نا كله غلچكي بريدونه د مرورو ورونو لخوا تر سره كيږي او همدارنګه د ماينونو په رابطه ستونزه شته

د بيا رغاوني په اكثرو برخو كي لكه ( د سركونو ، معارف ، لوړي زده كړي ، كلوپراختيا ، روغتيا ) او داسي نورو كي پرمختګ شوي خو د ګرديز مرګزي روغتيو وداني په برخه كي څه ناڅه ستونزه شته چي بنسټ يي ايښودل شوي خو كار يي په ټپه ولاړ دي

بله د پكتيا دخلكو ستره ستونزه د بريښنا له اړخه ده چي د آسيايي بانګ لخوا ۷۵ ميليونه ډالر موجود لري خو د اوبو او بريښنا وزارت ورته هيڅ ډول پاملرنه نه ده كړي

همدارنګه د مچلغو بند لپاره هم ۲۰ ميليونه ډالره پانګه د آسيايي بانك له لوري جلا شوي خو په دي برخه كي مونږ د اوبو او بريښنا وزارت ګرم بولو ، او په دي برخه كي د كابيني مجلس او ولسي جرګي هم بحث كړي دي .

محمد ګل همدرد

Post a Comment