استاد عطا له کورنې سره ازبکستان ته ولاړ
November 19, 2009 – 5:55 pm( پنجشنبه د عقرب اته ویشتمه ) د بلخ والی استاد عطا محمد نور سره له خپلی ټولی کورنی د ازبکستان هیواد ته ولاړ ، دا خبر په سیمه کی ټولو د بلخ اوسیدونکو تایید کړی دی
د ایشان خالد په نوم یو تن د استاد عطا محمد نور پخوانی قواماندان شمشاد تلویزیون سره په مرکه کی وویل ( نن چی د ښآغلی کرزی د لوړی مراسم وو استاد عطا له خپلی ټولی کونی سره یوولس نیمی بجی د حیرتان له بندر نه د از بکستان هیواد ته وا وښت )
نوموړی زیاته کړه چی استاد عطا یو قاطع شخص دی او ده مخکی په ډاګه کړی وه چی د ښاغلی کرزی سره به په ټیم کی کار نه کوی ، او نن یی په ډاګه کړه چی دی نور نه غواړی په افغانستان کی واوسی
د کار پوهانو په وینا ښاغلی عطا محمد نور د احتساب له ویری هیواد پریښود ، ځکه کرزی صاحب په خپله وینا کی د احتساب اداری د جوړونی یادونه وکړه او استاد عطا د پخوانی لوی څارنوال ښاغلی عبدالجبار ثابت لخوا د ځمکی په غصب او دیو شمیر مارکیټونو او کورنو او غیر قانونی سرمایی په درلودلو تورن شوی وو
د کارپوهانو په وینا دولت باید ددی ډول کسانو د تګ مخنیوی وکړی تر څو حساب، کتاب ورسره وشی
ځکه د استاد عطا په څیر ډیر کسان دی لکه د شیر چور واک داران چی باید تری پوښتنه وشی که په دی برخه کی ژر تر ژره اقدام ونشی ټول به د ښاغلی عطا په څیر و تښتی .
د بلخ یو تن اوسیدونکی بهرام نارد پور وویل : استاد عطا محمد نور به ما وعده های زیاد کرده بود اما امروز ما را تنها ګذاشت و خودش با اهل و عیال خویش به کشورازبکستان رفت ، ما از این به بعد به حرف های هیچ کسی اعتبار نخواهیم کرد
دا په داسی حال کی ده چی په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کی استاد عطا محمد نور د ښاغلی ډاکټر عبدالله سره ولاړ وو ، خو ښاغلی کرزی په نوموړو ټاکنو کی برلاسی شو .
بهاند اجمیر – مزار شریف
2 Responses to “استاد عطا له کورنې سره ازبکستان ته ولاړ”
سمون خانه توجه دی غواږم :که عطاولاړ نودپردیو دمزدرانو دتیشتی پیل وبوله عطابه به شمال کې له پشتنوسره زیاتی کړی وه
سرتیرزرمتی
دشاهیکوت له شهیدپالو درو
By سرتیر زرملوال on Nov 20, 2009
سمون خانه بدمې نه ایسې ځکه چې بیاهم افغان یې خویوه ورځ دې چې په زرمت کې زمونږ دملګرودشهادت په اړه په خوندخوندمعلومات ورکول دیربدمې درنه راغلل په خدای جې ټوله دنیا اوافغانستان به کل کلزارشي خوزمابه هغه ملکری او اوسوچه جوانان هیرنه شي چې ستاسې دواکمنی په مهال په شهادت ورسیدل زه قسم کول چې هغوی اول داخلي عسکروته سه نه ویل خو تاسې مجبورکړل چې له داخلی پولیسو اونورعسکروسره هم داسې رویه وکړي لکه له اصلي دشمنانو امریکایانوسره .مونږدروتنو ملکروپه خپل لاس دزرمت دمقرب خیلوپه سیمه کې په لوی سرک دوه ماینونه دشپی شخ کړل اوپه ریموت موعیارکړل خوسباچې ستاسی دعسکروموترپرې تیریدل زمونږ مشروویل چې په داخلیانوبتن مه وهی نوزکه موسه ورته ونه ویل اول وضعه داسې وه .وروسته داسې داسې عسکر له خدای نظر عیدمحمد اوفضل ربی غوندی جاسوسانوپه خوله لاری نوزکه دزرمت طالبان هم مجبورشول چې تاسو اوهغوی په یوه تله وتلي په کومه ورځ چې ستاسو پولیسو په دیره بی رحمی زمونږ دمهمند علي محمد اوبازمحمدپه شمول ۴ ملکری راشهیدان کړل اوبیایې دهعوی له شهیدو جسدونوسره بده رویه وکره مونږ مجبورشوو چې انتقام یې واخلو نوځکه دوالي حکیم تڼیوال دوژلو پریکړه وکړه اوفدایي مودامریکایانوپه ځای ده ته ورواستاوه کنه مونږ بوهیدو چې تنیوال دافغانستان یوسترعلمی شخصیت دی او وطندوست هم دی خو ستاسو رویې له مونږ دبالمثل عمل او سخت انتقام غوشتنه کوله .سمونه هرڅه وایه اوامریکایانوته هم ووایه چی هرسومره بمبارکوي مونږ ورته اماده یوزمونزدزلمیانوپه بمباراو متقابل جنګ خوانه بدیزي خویو دامه وایه چې په زرمت کې پاکستانیان دی په خدای قسم کوم چې له مونږسره یو پاکستان هم نشته اونه هم دبل هیواد خلک شته ټول دهمدې زرمت دولسوالی دی چې ستاسو چاسوسان یې په رسمیاتو پیزی نورنو تربیا اوبله داچې په دیموکراسې کې خودبیان ازادی شته زمالیکنې تروسه وسه خپروه او له مخې یې مه سانسوروه خدای دې سم سړی کړه
سرتیر زرملوال
By سرتیر زرملوال on Nov 21, 2009