عطا فرار پر قرار غوره کړ
November 21, 2009 – 11:36 amد بلخ والی عطا محمد نور چی د تیرو ټاکنو راهیسی له مرکزی حکومت نه باغی وو ، د سیاسی شننونکو له وړاندوینو سره سم یی بلاخره فرار ته پر قرار ترجیح ورکړه .
د شمشاد تلویزیون په وینا د عطا محمد نور پخوانی ښی لاس او اوسنی ظآهرآ مخالف ایشان خالد رسنیو ته ویلی چی د بلخ والی ښاغلی عطا د فامیل له اعضاوو سره د حیرتان پر پله اوښتی دی او ډیر امکان لری چی بیرته راستون نشی ، خو د نوموړی ویاند رسنیو ته ددغی پیښی په ځواب کی ویلی چی بلخ والی ته د ورپیښی ناروغی د درملنی لپاره ازبکستان هیواد ته تللی او امکان لری چی په ورځ دوه کی بیرته د بلخ ولایت ته راستون شی .
ولی عام وګړی بیا وایی چی ښاغلی عطامحمد نور د خپلی اته کنلی بی تاجه پادشاهۍ په دوران کې د مزار شریف ښار څلورو خواوو ته په لکونو جریبه دولتی او غیر دولتی ځمکې د ښارګوټو تر نامه لاندی پر خپلو خلکو ویشلی او په میلیاردونو ډالر یی د ولت ته د ورکړی په ځای په خپل جیب کی اچولی دی .
همدا رنګه د مزار ښاریان پر دی ګواهان دی چی د ښار په دننه کی ټول دولتی ملکیتونه ښاغلی عطا په ځان او خپلوانو پسی قباله کړی ، چی همدا اوس یی په ځینو لیو سرایونو ، مارکیټونو او کرورونو کار روان دی .
له بلی خوا ښاغلی عطآ د خپلی واکمنۍ پر مهال په لس ګونو د خپلو قاتلینو په وسیله له منځه وړی دی او اوس که د خپلی سر زورۍ له امله له واکه بی برخی کیږی ، دده په واکمنی کې د وژل شویو وارثان او خپلوان به یی پری د وژنی دعوه وکړی .
همدا رنګه د بلخ د ګمرک عواید چی د نوموړی د بړیڅو له لوری حیف و میل شوی د دولتی احتساب په صورت کې به یی ټول زور ښاغلی عطا ته هم ور ووزی .
د باوری سرچینو د خبر له مخی ښاغلی عطا محمد نور د کمال نبی زاده په وسیله د روسی له دولت سره اړیکه نیولی او غواړی چی خپل ځان او ملګرو له پاره په روسی فدراتیف کی سیاسی پناه واخلی
منبع زیاتوی چی ښاغلی عطا د تیښتی لپاره مناسب وخت ټاکلی دی ، ځکه نوی حکومت لا جوړ نه دی او زاړه وزیران او نور چارواکی تول د تزلزل په حال کی دی ، چی د بهرنیو فشارونو پر اساس یی ښایی ښاغلی کرزی نور پر خپله څوکۍ پری نه ږدی او تر حسان لاندی راشی .
که په خیر سره دغه حمام جوړ شی ، ډیر لامبوزن به پکی بی لنګه شی ، له همدی امله د ښاغلی عطا نږدی ملګری او همکاران هم لکه
1. ډاکټر میرویس ربع د عامی روغتیا ریس
2. محمد اسحق سروری مستوفی
3. مقیم د مزار ښاروال
4. محمد فیاض مهرایین د ولایت د دفتر ریس
5. رزاقیار د ولایت د اجرایوی چارو ریس
6. ذبیح الله اختری د ولایت د سکتور ریس
او نور د بلخ ولایت چارواکی هم د تیښتی تیاری نیسی ، حکومت ته پکار دی چی ددغه یاد شوی کسانو د احتساب عملی پیل تر وخته تر نظآرت لاندی وساتی ، چی د ښاغلی عطا پر پله ولاړ نشی .
شفیع مزاری