د پكتيا پوهنتون دوه بلاكونه بشپړ او ګټي اخيستني ته وړاندي شول:

January 3, 2010 – 3:15 pm

(يكشنبه د مرغومي ديارلسمه) د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ كي چي سلاكار زير او دپكتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرد ، قومي مشرانو ، علماي كرامو ، مجاهدينو ، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه اخيستي وه د پكتيا پوهنتون دوه بلاكونه چي يو يي تدريسي او بل يي ليليه دي د پټي په پريكولو سره پرانيستل شول

سلاكار وزير او د پكتيا والي د پرانيستي پر مهال د پكتيا پوهنتون ټولو محصلينو او استادانو ته د دي پوهنيز مرګز د پرانيستي مباركي وويله

ښاغلي همدرد زياته كړه چي ډير د افتخار ځاي دي چي نن پوهنتون يو مشحض آدرس پيدا كړ ، او د دري بلاكونو خاوند شو ، د ه وويل كه خداي كول ډير ژر به د انجنيري پوهنځي لپاره هم د شپږ لكه امريكايي ډالرو په ارزښت د بنسټ ډبره كيښودل شي

همدارنګه ده وويل چي له دونر اجنسيو سره خبري شوي چي اووه لكه ډالرو په ارزښت د پوهنتون په انګړ كي يو باب مسجد ، د انجونو لپاره ليليه ، پخلنځاي او خوړنځاي محصلينو لپاره جوړ شي

د پكتيا پوهنتون ريس پوهاند عبيدالله پريار وويل : پكتيا پوهنتون چي شپږ كاله دمخه جوړ شوي تر دي مهاله يي يو مشخص ځاي نه درلود او له والي همدرد نه يي مننه وكړه چي ددوي په هڅه اوزيار يي دغه ځاي وموند

ده وويل چي دا مهال پكتيا پوهنتون دوه پوهنځي لري چي يو يي تعليم او تربيه او بل يي كرهنه ده خو كه خداي كول د آريانا پوهنتون په مدغميدو سره به د پكتيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو ، انجنيري اوطب پوهنځيو خاوند هم شي

پكتيا والي دا هم وويل چي ولسمشر كرزي د كمپاين پر مهال دا ژمنه كړي چي د آريانا پوهنتون به پكتيا پوهنتون سره مدغموي ، او زه د ولسمشر په كړي وعده باور لرم ، ده وويل چي زه هيله من يم چي ډير ژر به پكتيا پوهنتون به په هيواد كي له شته پوهنتونونو سره د سيالى جوګه شي

د يادولو وړ ده چي په دي دوه بلاكونو ۱۰۸۰۰۰۰ امريكايي ډالره مصرف راغلي چي د لوړو زده كړو وزارت له پرمختيايي بودجي څخه وركړل شوي او د يو كال په ترڅ كي بشپړ شو.

روح الله سمون

Post a Comment