پكتيا – يوښوونځي بشپړ او گټي اخيستني ته وړاندي شو:

January 7, 2010 – 9:45 am

( پنجشنبه د مرغومي ۱۷ مه ) د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ كي د پكتيا مركز ګرديز د ټنډانو لمړنى ښوونځي د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرد لخوا د پټى په پريكولو سره پرانيستل شو

دا ښوونځي چي ۸ درسي او ۴ اداري خوني لري ، په يو پوړيز شكل په اووه جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي چي په يو وخت كي د ۲۵۰ زده كوونكو د زده كړي وړتيا لري

په دي ښوونځي ټولي ۸۴۰۰۰ امريكايي ډالره لگښت راغلي چي د پوهني وزارت د پرمختيايي بودجي نه وركړل شوي

دا په داسي حال كي ده چي په پكتيا كي ټول ۲۴۳ ښوونځي فعال دي چي ۵۴ يي ليسه ۶۲ منځني او پاتي ۱۲۷ يي لمړني ښوونځي دي او په دي ښوونځيو كي ۱۱۷۰۵۵ زده كوونكي په زده كړه بوخت دي .

روح الله سمون

Post a Comment