پكتيا – نوي ولايتي شورا په كار پيل وكړل
January 13, 2010 – 9:52 am( سه شنبه د مرغومي ۲۲ مه ) د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ كې د پكتيا نوي ولايتي شورا رسما په كار پيل وكړ ، په دي مراسمو كي سلاكار وزير ا و دپكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه
يوه ورځ وړاندي د پكتيا ولايتي شورا په داسي حال كي چي دولتي او غير دولتي منسوبين ، د ټاكنو د كميسيون استازي . د بشري حقونو خپلواك كميسيون استازي ، قومي مشران ، علما او مجاهدين حاضر وو د پكتيا والي پر وړاندي يي د وفادارى او لوړي مراسم تر سره كړل
د پكتيا ولايتي شورا ۹ دايمي غړي لري چي له مختلفو ولسواليو څخه پكتيا والو ورته د اعتماد رايه وركړي او دوي يي انتخاب كړي دي
همدا رنګه ددوي په خپلمنځي ټاكنو كي د ولايتي شورا د ريس په توګه پخواني سناتو محمد لايق منګل ، د مرستيال په توګه ښايسته جان احدي او د منشي په توګه مريم پكتين غوره كړل
او د مشرانو جرګې لپاره يي د دايمي سناتور په توګه بهرام خان څمكنۍ او د موقت سناتو په توګه يي عبد الحنان حق ويون و ټاكل
پكتيا والي د مراسمو پر مهال وويل ( زه د پكتيا د پخواني ولايتي شورا له كړنو راضي يم او له تاسو هم هيله لرم چي له حكومت سره په همغږي كار وكړي ، د خلكو ستونزي له نږ دي وګوري او له پرمختيايي پروژو نظارت وكړي )
د ولايتي شورا په استازيتوب سناتور بهرام خان څمكني له ناسو برخه والو مننه وكړه او د والي همدرد څرګندوني يي وستايلي .
روح الله سمون
One Response to “پكتيا – نوي ولايتي شورا په كار پيل وكړل”
د نوي ولايتي شورا ټاکل او خپلي دندي اشغالول او د پکتيا اولس ته هر کلي واي چي دوي خپله د اعتماد رايه ورکړي ؟ مونږ ورته شه راغلاست وايو
د نوموږي شورا څخه يواځني هيله او ارزو دا لرو چي دوي بايد دغه وران شوي اولس ته نور صادقه اومخلص اووسي او بلخصوص دغه نوي سپړل شوي طبقي ته د ودي ورکولو لاري چاري پيدا کږي؟
د لاکاميابي په هيله
توتاخيل
د هالند کميتي له خوا
By Dr Moin khan Totakhil on Feb 15, 2010