د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ پرانيستل شوه !

February 4, 2009 – 4:35 pm

د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد لخوا پرانيستل شوه :

د پكتيا پوهنتون رئيس پوهاند عبيدالله پريار وويل :  د غه و دانۍ چي كار يې يو نيم كال وړاندي پيل شوي وو ، بشپړ او ګټي اخيستني ته چمتو شو .

په دي مراسمو كي د پكتيا والي جمعه خان همدرد ، د ۵۰۵ لمبر سپين غر پوليسو قومندان ، امنيه قومندان ، د ولايتي شورا استازي ، د اداراتو مسئولينو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه  .

د پوهاند پريار په وينا د پوهنتون تدريسي بلاك په دريو پوړو كي په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي ، چي ۳۰ درسي ، ۴ اداري او نور ضروري ملحقات لري او په يو وخت كي د ۱۱۰۰ تنو محصلينو ځاېدو وړتيا لري

د ه وويل دا پوهنتون د ۴۶۵۰۰۰ امريكايي ډالرو په  لګښت د مخدره توكو سره د مبارزي د وجهي صندوق له لوري د پكتيا بزګرانو ته د امتياز په ډول وركړل شوې وې جوړ شوي  .

د پكتيا والي جمعه خان همدرد د پرانيستي پر وخت ښوونكو ته د يوې، يوې نمري د توزيع كولو زيړئ وركړ

همدا رنګه د پكتيا والي ښآغلي همدرد د لوړو زده كړو پر وزير نيوكه وكړه چي د پكتيا پوهنتون ته يي هيڅ ډول پاملرنه نه ده كړي  .

پكتيا پوهنتون تر دي دمه ودانۍ نه درلوده او دا لمړۍ بلاك وو چي كار يي  بشپړ شو ، په راتلونكي كې به د انجنيري ، ښووني او روزنې ، شرعياتو او حقوقو پوهنځي او دغه راز د نارينه او ښځينه وو مصلينو لپاره شپه غالې هم جوړ  شي  .

د يادوني وړ ده چي د پكتيا پوهنتون په ۱۳۸۳ كال كي د پكتيا د خلكو په غوښتنه او د جمهور رئيس د ځانګړي فرمان له مخي تآسيس شوي او تر دي دمه د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه ۶۰۰ تنه محصلين پكي زده كړې كوي.

 سمون – دپكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر

  1. 3 Responses to “د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ پرانيستل شوه !”

  2. دا ډیر د خوښی څای دی، چې داسی علمی مراکز په پښتنو سیمو کی جوړیږی.
    له سمون صاحب څخه هیله کوم، چې د ګرزیر ښار یا پکتیا کې د جوړو شوو، نویو تعمیرنو انڅورونه هم اپلوډ کړی، تر څو د هیوادوالو تنده پری ماته شی، په لر او بر کی یواڅی، د غونډی د ګډونوالو انڅورونه لیدل کیږی.
    هیله ده چي په ګردیز ښار کی، د کامپیوټر یوه لویه اکاډمی، هم جوړه شی، لکه شیزی صاحب چې ننګرهار کی جوړه کړه، تر څو د کامپیوتر او انترنیت په مټ پښتانه نورهم له نړۍ سره زیاته اړیکه ولری، څان له نړی خبر کړی، نړی له څانه، او بیا په آسانی د آی، اس، ای د منافقو ملانو په خبرو و نه غولیږی.

    یوه پوښتنه چی لرم هفه دا ده چي په ګردیز کی رسمیات په په پښتو دی او که پاړسو، څکه له دی ورسته پښتانه باید د مضر احتیاط ښکار نه شی، خپل حق وغواړی، د نور ونه خوری.

    By Wardak on Feb 5, 2009

  3. sory wardak sahiba ta kho che her chere lar shay tata lailia shta no ta wali tashwish kawai aw da afsos khabar kho dada cha ta da pokhtana kawaye cha halta po pakhto da ka dari na (paqsi ) awal ye nom zda ka ka pakhto ki dari po ta ye sa za khpala de paktia university ustad yam aw po dari tadris kawam
    dont leave again like that comond
    ok………………………. i

    By sahil on Jan 30, 2010

  4. sallam za rishtia cha di khaghali sahil sahib khbara manam aw wyaqam po di che po afghanistan ki os ham dasi khalak shta zaka cha za po hind ki osigum dalta hindu muslman aisawai aw nor sal qasam mazhaba po yaw zay ki zwand kawi wali his khabera nashta che da sook dai aw dalta zamong wardak sahib waye che pakhto dai ka dari ta wali os ham haghasi po jahalat ki pati ye khir dai dwaqa mong di yaw paktia you ka hagha pakhto ye ka dari farq na kawi mong dwaqo ta ehtram aw qaderdani kawo
    aw khaghali ustad mohtaram ta noor ham bari aw kamyabi ghwarom ustad jana za aw zama tool malgari aw paktiawall po ta aftekhar kawai

    By hagi toor gul on Jan 30, 2010

Post a Comment