د همدرد وياند: دوستم د هيواد په ټولو بدبختيو كي لاس لري !

May 31, 2009 – 9:02 am

د جمهوري رياست سلاكار او د پكتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرد د وياند روح الله سمون خبري غونډه چي تيره ورځ د مزار شريف ښآر كي را بلل شوي وه پكي دوستم يو داسي كس وبلل شو چي د افغانستان په ټولو ناخوالو كي لاس لري
روح الله سمون وويل تاسو ټولو ته معلومه ده چي دوه كاله دمخه په اووم د غبرګولي د يو تعداد معلوم الحال اشخاصو په لمسون شبرغان ښار كي د دولت پرضد توطيئه جوړه شوه چي په ترڅ كي يي په تآسف سره بايد ووايو يو شمير بي ګناه وكړي مړه او ټپان شول ، چي مونږ قربانيانو سره وار دمخه همدردي ښودلي او ددي پيښي عاملين مو غندلي
سمون زياته كړه دا فسوس خبره دا ده چي څو تنه د دولت پر ضد پورته كيږي ملي جنډي او د ولسمشر حامد كرزي انځور راكوزوي د هغوي يادونه كيږي او ورځ يي لمانځل كيږي ولي زه افسوس كوم چي د زرګونو بي ګناه انسانانو په وينو د ليلي دښته سره ده خو تر اوسه هيڅ كوم فرد د افغانستان و دي مظلومو شهيدانو كورنيو ته تسليت نه دي ويلي او نه يي يادونه شوي ؟؟
دده په خبره اووم د جوزا پيښه د دولت او مركزي حكومت پر ضد يوه جوړه او نه پټيدونكي توطيئه وه او دا پيښه ټولوته معلومه ده چي ښاغلي جنرال صيب دوستم يي مسئول دي او مظلوم اولس د ده په لمسون را پارول شوي وو.
سمون وويل د ښاغلي جنرال صيب دوستم څيره ټولو هيواد والو او په ځانګړي ډول ، د لوګر د تنګې واغه جان او د كابل ولايت د پغمان ولسوالۍ خلكو ته معلومه ده ، په دي برخه كي تاسو كولاي شي له جهادي رهبرانو او قوماندانو څخه پوښتنه وكړۍ چي پر وليشت وليشت ځمكه به يي د وخت له حكومت څخه پيسي اخيستي؟
سمون د خپلو خبرو په لړ كي دي ته اشاره وكړه چي د جنرال صيب دوستم د جرمونو نوري بيلګې د ليلي د دښتي په وينو لړل او د ځينو شريفو كسانو پر كور يرغل دي
دده په خبره همدا اوس هم د نوموړي ښاغلي د لاسه په زركونه كورنۍ ، د جوزجان ، فارياب او سر پل څخه آواره دي او د هرات په ژيړۍ كمپ كي اوسيږي، چي جايدادونه يي اوس هم ددوي په ولكه كي دي . او هغه خلك نشي كولاي خپلو ځمكو ته راشي
سمون د سانچاره كي په ځواب كي داسي وويل (د ښاغلي فاضل سانچاركي په ځواب كي دا كافي ده چي ووايو د دوي د حكومت په لسيزه كي افغانو پيغلو د خپل عزت د ژغورني لپاره په كابل كي له څو پوړو څه ځان ښكته واچاوه )
دا په داسي حال كي ده چي په اووم د جوزا د شبرغان ښار كي د دوه كاله د مخه پيښي يادونه وشوه او په هغه غونډه كي لطيف پدرام ، فاضل سانچاره كي ، رحمان اوغلي ، او ځينو نورو كړيو برخه اخيستي وه .

  1. 2 Responses to “د همدرد وياند: دوستم د هيواد په ټولو بدبختيو كي لاس لري !”

  2. Dagha tooly khabari chi Khaghali Samoon karry de waqaat lary

    By Ajmal on May 31, 2009

  3. Samoon is raight

    By Ajmal on May 31, 2009

Post a Comment