زموږ په اړه
روح الله (سمون) دحاجي محمد عالم زوى په قوم احمدزى چې پلرنۍ سيمــه يې د بغلان ولايت دخواجه خان بابا كلى دى
سمون له نن څخه پنځه ويشت كاله مخكې دګاونډي هيواد پاكستان په ايبټ آباد سيمه كې دې دنيا ته سترګې وغړولې
لومړى ټولګى يې په ايبټ آباد كې لوستى او خپل ټاټوبي ته تر رارســيدو وروســـته يې دوهم او بيا تر شپږم ټولګي پورې زده كړې د بغلان دخواجه خان بابا په لومړني ښـوونځي كې كړې اووم او اتم ټولګي يې د عبدالغيور شهيد په ليسه كې او له اتم نه دوولسم ټولګي
پورې زده كړې يې د بغلان په مركزي ليسه كى تر ســـره كړې دي چې په لومړۍ درجه ترې فارغ شوى
دكانكور ازموينې تر وركړې وروســته د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنـځي ته بريالى شــو
دپوهنتون پر مهال يې د ډال په نوم جريده چلوله ، همدارنګه يې د بلخ په ملي ټلويزون كې
دلمريزې وړانګې په نوم خپرونه چلــوله او د دې تر څنګ يې په مــزار كې د بي بي سي راډيو د سيمه ييز خبريال مرستيال پاتې شوى
روح الله سمون دپوهنتون په پاى كې د(ستاره سحر) په نوم د يوه اف ام راډيو په جوړه ولو كي هم مرسته كړي او په نوموړي راډيو كي يي د څه مودي لپاره كار كاوو
په ۱۳۸۵كال كې له پوهنــتون څخه فــارغ شو له ۱۳۸۵ ل كال څخه تر۱۳۸۶ ل كال پورې په جوزجان ولايت كې د والي وياند ووپه ۱۳۸۷ ل كال كې دپكتيا والي دتخنـيكي سلاكاراو وياند او اوس مهال د عامه اړيكو مسول او وياند دى
د اړيكي شميره ۰۷۸۶۷۰۰۷۷۷
email: rohullah_samon@yahoo.com