Archive for November, 2008

ګرديز- په لمړي ځل عزيزي بانك فعاليت پيل كړ

Sunday, November 30th, 2008

د سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد لخوا د رغونې او بيا رغونې په ډګر نن عزيزي بانګ په پكتيا ولايت كې په لمړي ځل خپله څانګه پرانيسته او رسمآ يې په فعاليت پيل  وكړ په هيواد كې د عزيزي بانك دا ۳۷ څانګه ده چي پرانيستل كې ...

ګرديز – شمشاد په عادي انتن خپروني پيل كړې

Thursday, November 27th, 2008

نن پنجشنبه د ليندۍ ۷ د پكتيا ولايت مركز ګرديز كې د شمشاد تلويزون په عادي انتن خپروني پيل كړې د انځوريزو رسنيو په ډګر كې د ملې ، طلوع ، لمر او اريانا تلويزيون تر څنګ شمشاد پنځم تلويزيون دي چي خلك كولاي شې په عادي انتن هغه وګورې شمشاد تلويزيون ...

دشمالي لسو ولايتونو مشرانو په شمال كي د حزب اسلامي د مشرانو وروستۍ وژني وغندلې

Wednesday, November 26th, 2008

د روان كال د ليندۍ په دريمه نيټه د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د قومونو او قبائيلو په چاروكې سلاكار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد په نوښت يوه ستره غونډه را بلل شوي وه . په نوموړي غونډه كې څه د پاسه څلور ...

ګرديز- له بنديانو سره ۷۹۰۰۰ افغانيو انډول مرسته وشوه

Tuesday, November 25th, 2008

نن سه شنبه د لړم شپږمه د پكتيا ولايت مركزي اړتون (جېل) له بنديانو سره د ۷۹۰۰۰ افغانيو اړوند د البسي مرسته وشوه . نوموړي مرسته په سيمه كي د سري مياشتي د څانګې لخوا وشوه ، په دي موادو كي ۱۲۰ تختي كمبلې ، صابون ، جرابي او داسي نور ...

پكتيا- په اوه ميليونه افغانيود ديني مدرسي بنسټ كيښودل شو

Wednesday, November 19th, 2008

د پکتيا په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كي ديوې ديني مدرسې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د وزي ځدراڼ ولسوال عبدالعلي ځدراڼ وويل چې دغه ودانۍ په يوه جريبه ځمکه کې يو پوړيزه توګه جوړيږي . هغه زياته کړه چې په دې ودانۍ کې ٨ خونې ...

د پكتيا ولايت د پوهني رياست نوي وداني پرانيستل شوه

Tuesday, November 18th, 2008

د هغه پلاوي لخوا چي نن ګرديز ته راغلي وو د پكتيا ولايت د پوهني رياست نوي وداني هم پرانيستل شوه او ګټي اخيستني ته وړاندي شوه . دپکتيا ولايت دپوهنې رئيس محراب الدين شفق په وينا، ياده شوې وداني، چې شپاړس کاري خونې او يو شمېر نورې داړتياوړ کوټې لري ...

د هغـــه ملت د وياړ شمــــــــله وي نيغه

Tuesday, November 18th, 2008

د هغـــه ملت د وياړ شمــــــــله وي نيغه چي يي ســـر نه وي د بل په پــښو ښكته آزاد راشــــــه ، آزاد اوسـه ، آزاد مړشه كه تل غواړي چي غړۍ دي وي او چته

پكتيا- د سل بستريز روغتون د بنسټ ډبره كيښودل شوه

Tuesday, November 18th, 2008

نن سه شنبه د لړم ۲۸ د پكتيا مركز ګرديز كي د يو سل بستريز روغتون د بنسټ ډبره كيښودل شوه ، په دي مراسمو كي د ولسمشر دوهم مرستيال ښاغلي كريم خليلي هم برخه اخيستي وه، په دي روغتون به ټولي ۷،۶ ميليونه امريكايي ډالره ولګيږي چي د امريكا پرمختيايي اداري ...

د ولسمشر دوهم مرستيال له لوړ پوړي پلاوي سره پكتيا ته راغي

Tuesday, November 18th, 2008

نن سه شنبه د لړم ۲۸ د ولسمشر دوهم مرستيا ښاغلي محمد كريم خليلي د پكتيا ولايت مركز ګرديز ښارته د يوه لوړ پوړي پلاوي سره راغلي له دوي سره په پلاوي كي سهراب علي سفري د ټولګټو چارو وزير د او بو او بريښنا ، كلو او پراختيا وزارتونو ...

پښتانه په جوزجان كې

Monday, November 17th, 2008

په تېرو ۳۰ كلونو كي په جوزجان باندې داسې ډلې ټپلې حاكمې وې چي نوم او نښان يي هم د پښتون نه وو، يعني په واضح ډول بايد ووايم چي هلته له ديرشو كلونو راهيسي يوه ډله حاكمه وه چي نوم يي ټولوته معلوم دي او هغه د ملي غورځنګ ...