samon | روح الله سمون

عطا بلاخره غاړه ږدې
د بلخ والي استاد عطا محمد نور ته نږدي سر چيني وايي چي استاد عطا محمد كله چي په ټاكنو كي له عبدالله څخه ملاتړ وكړ او هغه په ټاكنو كي پاتي راغي ، نو له هغه مهاله يي تر اوسه د خپل ځان د سرنوشت په اړه هر اړخيزي مشوري او مجالس له خپلو ملګرو سره تر سره كړل

بلاخره له ډيرو انديښنو وروسته  هوكړه په دي وشوه چي د مختلو اقوامو د استازو په راوستو سره د ولسمشر كزري پر وړاندي د خپلو كړنو بښنه وغواړي او په پام كي ده چي ډير ژر به د مختلو قومونو له استازو سره كابل ته راشي

دا چي نوموړي به څنګه او د خپلو  كومو كړنو په اړه بښنه غواړي ، ټول هيواد وال پوهيږي چي د ټاكنيزو سياليو پر مهال ده څه څه ولسمشر كزري پسي و نه ويل، په داسي حال كي چي عطا د ښاغلي كرزي د حكومت يو له نازولو واليانو څخه وو

جالبه خو دا ده چي نوموړي د ټاكنو پر مهال ويلي وو چي دي به د ښاغلي كرزي برۍ و  نه مني او كه كرزي بريالي هم شي نو دي به يي په ټيم كار ونكړي

خو نوموړي ځكه استعفا ونكړه چي كه دي له دندي كوښه شي ، نو هرو مرو به څارنوالي ته معرفي كيږي ځكه د نوموړي نوم هم د هغو لوړپوړو چارواكو په ليست كي شامل دي كوم چي په فساد تورن دي

سرچينه وايي چي ښاغلي عطا په غوړه مالۍ كي يو ځانګړي مهارت لري ، مخكي له دي به يي خپله كورني د سرو زرو له سيټونو سره د ولسمشر كرزي كور ته د ننواتو لپاره ليږله خو دا ځل له ځان سره د قومونو مشران د ننواتو لپاره بيايي

دا هر څه نوموړي د دي لپاره كوي چي دي په خپله كرسي پاتي شي او لكه د تير په څير ټول واك او خپلواك والي و اوسي ، خو پوښتنه دلته ده چي ښاغلي كرزى به د ده  د ننواتو پر وړاندي څه غبرګون وښيي؟؟؟

دا په داسي حال كي ده چي د ۱۳۸۹ كال ، د كال لمړي ورځ ( نو روز ) چي د ملګرو ملتونو لخوا يوه نړيواله ورځ و پيژندل شوه، سږ كال به  په ځانكړو مراسمو سره تجليل شي

او دي مراسمو ته د جميعت اسلامي او شوراي نظار ټول مشران غوښتل كيږي چي په يوه مناسب وخت كي به  دوي د خپلو پرګرامونو په اړه مجلس كوي

سرچينه وايي چي د غه مجلس هم د روسيي او ايران د استخبارتو په اشاره جوړيږي چي وړاندي له دي په ۱۱ د دلوي ښاغلي عطا د روسي د استخباراتو او د ازبكستان د امنيت له  ريس مختار اكه سره په مزارشريف كښي كتلي دي

منبع وايي چي دوي غواړي خپل بيكاره ځوانان ايران ته د تعليم لپاره واستوي او هلته تري د جهاد په نوم يوه  فرفه  د مسعود زوي تر قيادت لاندي چي دا مهال ايران كي په زده كړه بوخت دي جوړه كړي

دا هلي ځلي هغه مهال پيل شوي كله چي  ولسمشر ښاغلي حامد  كرزي له حزب اسلامي او طالبانو سره د خبرو اترو پروسي ته زرو وركړ

همدارنګه سرچينه زياتو  ښاغلي عطا دي هر ډول ننواتي وكړي ، اولكه څنګه چي معلوميږي د ولسمشر كرزي لمړي مرستيال ښاغلي ماشال محمد قسيم فهيم هم په پټه د استاد عطا ملاتړ كوي .  خو ولس د ښاغلي كرزي پريكړي څارې او كه استاد عطا له خپلي دندي  كوښه نشي نو  د ولسمشر كزري واك تر پوښتني لاندي راتلاي شي ؟

بهاند اجمير

د کابل ښار بیا جکړی ولړزاوه
(جمعه د کب اوومه )نن  سهار شاوخوا شپږ بجی یوی زوروری چاودنی د کابل ښار ولړ ځاوه ، دا پیښه ‌ظاهرا سیتی سنتر ته څیرمه په انصاری څلور لاری  کی رامنځته  شویده

چاوده دومره زوروره وه چی  شاوخوا تر یو کیلومتر ساحتی پوری د اپارتمانونو او دوکانونو شیشی یی تویی کړی دی

تر دی مهاله د پیښی په اړه کره معلومات نشته خو یو تن امنیتی کس چی د نوم له اخیستو یی ډډه کوله وی ویل چی څو تنه نا معلومو وسله والو غوښتل  سیتی سنتر ته داخل شی

عینی شاهدان وایی  لمړی چاودنه سیتی سنتر ته څیرمه د هنیدیانو په یوه میلمستون  کی شوی چی څلور تنه هندی تبعه پکی وژل شوی

پولیس وایی چی ملکی تلفات نشته اما په دوهمه چاودنه کی د یوه تن افسر په ګډون دری پولیس وژل شوی دی

ها خوا د سردار محمد خان روغتون مسئوولین وایی چی تر دی مهاله دوی ته پنځه ټپیان او یو جسد ور وړل شوی

دا په داسی حال کی ده چی د ښار ټول واټونه تړل شوی ، د ښار په ټولو برخو کی امنیتی کسان لیدل کیږی او د پیښی سیمه د امنیتی کسانو لخوا کلابنده شوی

اوس هم په سیمه کی خال خال ډزی اوریدل کیږی ، ویل کیږی چی سیتی سنتر ته وسله وال دننه شوی خو امنیتی کسان  وایی چی دا فیرونه د پولیسو لخوا تر سره کیږی .

دری ماینونه کشف او یو تن په ښځینه جامو کی ونیول شو
(چهارشنبه د کب پنځمه ) د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالی دری ماینونه کشف او یو تن مشکوک په ښځینه جامو کی ونیول شول

د ا ماینونه د څمکنیو ولسوالی په بنګښو ، پیرکلئ او کښئ خوړ کي کشف شول او ورسته بیا د ائتلافی قواوو په مرسته له منځه یوړل شول

نیول شیو کس د څمکنیو د لوړی سیمه کی نیول شوی چی پخپله هم د همدی سیمی  اوسیدونکی دی ، نوموړی دا مهال د څمکنیو امنیی قوماندانی ته راوړل شوی او پلټنی تری روانی دی

سمون

پكتيا كي داراتو تر منځ د لا همغږئ غونډه وشوه
(  چهار شنبه د مرغومي۲۹ مه ) پكتيا مركز ګرديز ښار كي د لا همغږي او همآهنګئ غونډه شوه ، دا غونډه چي په جنوب ختيځ زون كې د بهرنيو چارو رياست په نوښت را بلل شوي وه د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد سربيره ، ولايتي شورا غړو ،  دو لتي او غير دولتي منسوبينو ، د نړيوال مرتندويو ادارو استازو ، په ګرديز كې ميشت دبيا رغاوني ټيم مشر ، د متحده ايالاتو د سفارت استازي ، قومي مشرانو او مجاهدينو برخه اخيستي وه

په پيل كي په جنوب ختيځ زون د بهرنيو چارو ريس نور ولي حقوقمل خبري وكړي  او د غونډي برخه والو ته يي ښه راغلاست ووايه ،

وروسته سلاكار وزير او دپكتيا والي هر اړخيزه خبري وكړي او  په خپله وينا كي يې داسي وويل : (سوله او امنيت يو داسې ستر الهى نعمت دى ، چې نور ټول الهى نعمتونه ددغه ستر نعمت په شته والي كې انسان ته په برخه كېږي. او دهمدې سولې او امنيت په شته والي كې ولسونه او ملتونه  دپرمختګ اوترقۍ ستر پړاوونه وهلى شي.

موږ پرله پسې هڅه كوو، چې د امنيتى ځواكونو او دپكتيا ولايت دقومونو په همغږئ دسولې او امنيت چارې لاپسې بهترې شي،ځكه خپلسري عمليات د ولس او دولت ترمنځ واټن ايجادوي اوډيربد عواقب لري.)

همدارنګه ده زياته كړه چي (زه يقين لرم چې زموږ او ستاسې دښې هماهنګى په نتيجه كې حالات سمون مومي او دپرمختيايي چارو انكشاف، امنيت اوبيا رغاونې ته لاښه زمينه مساعده وي،په دې ستركار كې موږ ،ستاسې مرستندويه هيوادو او ادارو مرستو ته اړتيا لرو او هيله مې داده چې دپرمختيا او بيا رغاونې دچارو د چټكتيا له لارې خپلو ولسونو ته دګران هيواد افغانستان داساسي قانون اونورو لوايحو اومقرراتو په چوكاټ كې دښې حكومت دارئ په وسيله ښه خدمتونه وړاندې كړو او دهرډول  اداري،اخلاقي،امنيتي او تخريبي فساد په ضد په كلكه او مشتركه مبارزه وكړو. چې په پايله كې به يې دخلكو او ولسونو باور پردولت لازيات اوله ملاتړ نه به يې برخه من شي.)

د غونډي بل برخه وال د ملګرو ملتو(يوناما) استازي وويل : مونږ تل د پكتيا ولايت كي  له هغږي خوځښټ څخه خوښ يوو او دا نوي قدم هم ستايو او كه په دي برخه كي هره دنده په مونږ پوري اړه ولري هغه به په ښه بڼه سر ته ورسوو

د پكتيا والي ښاغلي همدرد د پروژو كيفيت ته په اشاري سره وويل (كه غواړو چې هر ډول پرمختيائي پروژې مو ښه كيفيت ولري، نولازمه ده چې دويم ،دريم اوڅلورم لاس قرارداديانو ته ورنكړل شي،همدارنګه هغه پروژې چې په مركز كې يې قراردادونه دوزارتونو اومرستندويه ټولنو ترمنځ كيږي بايد دلته داقتصاد په رياست كې له ټول څرنګوالي سره ثبت اوراجستر شي ، چې دكار څارنه يې موږ او تاسې په اسانۍ سره وكولاى شو او  فساد يوازې په دولتي اداراتو كې نه بلكې په ټولو مرستندويه ادارو كې په خپله ،خپله اندازه موجود دى. موږ او تاسې به ددغه ناسور په له منځه وړلو كې دهيڅ ډول خپلوئ او وطندارئ پلوي نه كوو، بلكې په هرځاى  او هرچاكې چې دغه ناوړه عمل ليدل كېږي ، بايد ټول يې په ګډه مخه ونيسو)

كه څه هم پكتيا ولايت كي د امنتي ارګانو تر منڅ تر يو حده همغږي شتون لري خو دا غونډه د لا همغږي په موخه جوړه شوي وه

روح الله سمون

پكتيا – نوي ولايتي شورا په كار پيل وكړل
( سه شنبه د مرغومي ۲۲ مه ) د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ كې د پكتيا نوي ولايتي شورا   رسما په  كار پيل وكړ ، په دي مراسمو كي سلاكار وزير ا و دپكتيا والي  ډګر جنرال جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه

يوه ورځ وړاندي د پكتيا ولايتي شورا په داسي حال كي چي دولتي او غير دولتي منسوبين ، د ټاكنو د كميسيون استازي . د بشري حقونو خپلواك كميسيون استازي ،  قومي مشران ، علما او مجاهدين حاضر وو  د پكتيا والي پر وړاندي يي د وفادارى او لوړي مراسم تر سره كړل

د پكتيا ولايتي شورا ۹ دايمي غړي لري چي له مختلفو ولسواليو څخه پكتيا والو ورته د اعتماد رايه وركړي او دوي يي انتخاب كړي دي

همدا رنګه ددوي په خپلمنځي ټاكنو كي د ولايتي شورا د ريس په توګه پخواني سناتو محمد لايق منګل ، د مرستيال په توګه ښايسته جان احدي او د منشي په توګه مريم پكتين غوره كړل

او د مشرانو جرګې  لپاره يي  د دايمي سناتور په توګه بهرام خان څمكنۍ او د موقت سناتو په توګه يي عبد الحنان حق ويون و ټاكل

پكتيا والي د مراسمو پر مهال وويل ( زه د پكتيا د پخواني  ولايتي شورا له كړنو راضي يم او له تاسو هم هيله لرم چي له حكومت سره په همغږي كار وكړي ، د خلكو ستونزي له نږ دي وګوري او له پرمختيايي پروژو نظارت وكړي )

د ولايتي شورا په استازيتوب سناتور بهرام خان څمكني له ناسو برخه والو مننه وكړه او د والي همدرد څرګندوني يي وستايلي .

روح الله سمون

پكتيا – يوښوونځي بشپړ او گټي اخيستني ته وړاندي شو:
( پنجشنبه د مرغومي ۱۷ مه ) د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ كي د پكتيا مركز ګرديز د ټنډانو لمړنى ښوونځي د سلاكار وزير او پكتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرد لخوا د پټى په پريكولو سره پرانيستل شو

دا ښوونځي چي ۸ درسي او ۴ اداري خوني لري ، په يو پوړيز شكل په اووه جريبه ځمكه كي په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي  چي په يو وخت كي د ۲۵۰ زده كوونكو د زده كړي وړتيا لري

په دي ښوونځي ټولي ۸۴۰۰۰ امريكايي ډالره لگښت راغلي چي د پوهني وزارت د پرمختيايي بودجي نه وركړل شوي

دا په داسي حال كي ده چي په پكتيا كي ټول ۲۴۳ ښوونځي فعال دي چي ۵۴ يي ليسه ۶۲ منځني او پاتي ۱۲۷ يي لمړني ښوونځي دي او په دي ښوونځيو كي ۱۱۷۰۵۵ زده كوونكي په زده كړه بوخت دي .

روح الله سمون

كوچي له پغمبر صلى الله عليه وسلم پنځه ويشت پوښتنې لري
پوښتنه: غواړم چې بډاى شم؟

ځواب : قناعت غوره كړه، بډاى به شې.

پوښتنه : غواړم چې لوى عالم شم.

ځواب: تقوى او پرهېزګاري غوره كړه عالم به شې.

پوښتنه: غواړم چې عزتمن شم

ځواب: خلكو ته لاس مه نيسه عزتمن به شې.

پوښتنه: غواړم چې لوى سړى شم.

ځواب: له خلكوسره مرسته كوه.

پوښتنه: غواړم چې عادل شم.

ځواب: چې ځان ته يې خوښوې نورو ته يې هم خوښوه.

پوښتنه: غواړم چې ځواكمن شم.

ځواب: په خداى جل جلاله باندې باور اوتوكل كوه.

پوښتنه: دخداى جل جلاله په دربار كې غوره درجه غواړم

ځواب: د خداى جل جلاله ذكر كوه.

پوښتنه: غواړم چې روزي مې پراخه شي.

ځواب: تل په اوداسه كې اوسه.

پوښتنه: غواړم چې دعا مې قبوله شي.

ځواب: له حرامو نه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې ايمان مې بشپړ شي.

ځواب: اخلاق ښه كړه.

پوښتنه: دقيامت په ورځ له خداى جل جلاله نه داسې ليدنه غواړم چې راڅخه خوشاله وي.

ځواب: ژر ترژره له جنابت څخه وروسته غسل كوه.

پوښتنه: غواړم چې ګناهونه مې كم شي.

ځواب: زيات استغفار وايه.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله رحم راباندې وكړي.

ځواب: دخداى جل جلاله په مخلوق رحم كوه.

پوښتنه: غواړم چې خداى جل جلاله مې پرده وكړي.

ځواب: دخلكو پرده ساته.

پوښتنه: غواړم چې رسوا نه ش۹م.

ځواب: له زنا څخه ځان ژغوره.

پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله اورسول صلى الله عليه وسلم ته ګران شم.

ځواب: كوم كارونه چې خداى جل جلاله ته ورګران وي هغه ځان ته ګران كړه.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله تابع شم.

ځواب: فرائض مه پرېږده.

پوښتنه: غواړم چې احسان كوونكى جوړ شم.

ځواب: دخداى جل جلاله داسې عبادت كوه لكه ته يې چې وينې اوياتا وينې.

پوښتنه: يارسول الله ! ګناهونه په څه شي بښل كېږي؟

ځواب: اوښكې، عاجزي، ناروغي.

پوښتنه: كوم شيان ددوزخ اور سړوي؟

ځواب: په تكليفونو باندې صبر كول.

پوښتنه: د الله جل جلاله غوسه په څه شي سړيږي؟

ځواب : پټه صدقه وركول او صِله رحمي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه ګناه كومه ده؟

ځواب: بداخلاق اوكنجوسي.

پوښتنه: له ټولو نه لويه نيكي كومه ده؟

ځواب: ښه اخلاق، عاجزي او صبر.

پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله له غصې نه وژغورل شم.

ځواب: خلكو ته غصه مه كوه!.

[ كنزالعمال\ مسند احمد ].

د پكتيا پوهنتون دوه بلاكونه بشپړ او ګټي اخيستني ته وړاندي شول:
(يكشنبه د مرغومي ديارلسمه)  د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ كي چي  سلاكار زير او دپكتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرد ،  قومي مشرانو ، علماي كرامو ، مجاهدينو ، د پوهنتون استادانو او محصلينو برخه اخيستي وه  د پكتيا پوهنتون دوه بلاكونه چي يو يي تدريسي او بل يي ليليه دي د پټي په پريكولو سره پرانيستل شول

سلاكار وزير او د پكتيا والي د پرانيستي پر مهال د پكتيا پوهنتون  ټولو محصلينو او استادانو ته د دي پوهنيز مرګز د پرانيستي مباركي وويله

ښاغلي همدرد زياته كړه چي ډير د افتخار ځاي دي چي نن پوهنتون يو مشحض آدرس پيدا كړ ، او د دري بلاكونو خاوند شو ، د ه وويل كه خداي كول ډير ژر به د انجنيري پوهنځي لپاره هم د شپږ لكه امريكايي ډالرو په ارزښت د بنسټ ډبره كيښودل شي

همدارنګه ده وويل چي له دونر اجنسيو سره خبري شوي چي  اووه لكه ډالرو په ارزښت  د پوهنتون په انګړ كي يو باب مسجد ، د انجونو لپاره ليليه ،  پخلنځاي او خوړنځاي محصلينو لپاره جوړ شي

د پكتيا پوهنتون ريس پوهاند عبيدالله پريار وويل : پكتيا پوهنتون چي شپږ كاله دمخه جوړ شوي تر دي مهاله يي يو مشخص ځاي نه درلود او له والي همدرد نه يي مننه وكړه چي ددوي په هڅه اوزيار يي دغه ځاي وموند

ده وويل چي دا مهال پكتيا پوهنتون دوه پوهنځي لري چي يو يي تعليم او تربيه او بل يي كرهنه ده خو كه خداي كول د آريانا پوهنتون په مدغميدو سره به د پكتيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو ، انجنيري اوطب پوهنځيو خاوند هم شي

پكتيا والي دا هم وويل چي ولسمشر كرزي د كمپاين پر مهال دا ژمنه كړي چي د آريانا پوهنتون به پكتيا پوهنتون سره مدغموي ، او زه د ولسمشر په كړي وعده باور لرم ، ده وويل چي زه هيله من يم چي ډير ژر به پكتيا پوهنتون به په هيواد كي له شته پوهنتونونو سره د سيالى جوګه شي

د يادولو وړ ده چي  په دي دوه بلاكونو ۱۰۸۰۰۰۰ امريكايي ډالره مصرف راغلي چي د لوړو زده كړو وزارت له پرمختيايي بودجي څخه وركړل شوي او د يو كال په ترڅ كي بشپړ شو.

روح الله سمون

ګرديز : د ډي اي آي دفتر كي چاودنه وشوه
( سه شنبه د ليندۍ ۲۴ مه ) سهار شاوخوا نهه نيمي بجي د ډي اي آي ، يو ايس اي آي ډي دفتر ته اړوند ګرديز دفتر كي چاودنه وشوه

دا چاودنه د ډي اي آي دفتر په يوه امنيتي غرفه كي تر سره شوي ، په نومړي چاودنه كي د يوه بهرني په شمول  شپږ تنه مړ او يو تن ټپي شوي

د پيښي سيمي ته سلاكار وزير او دپكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد هم ولاړ او سيمه يي له نږدي وكتله او دا كار يي د سولي او ټيكاوو د دښمنانو يو بزدلانه عمل و باله

په پيښه كي څه نا څه اووه عرادي موټر هم تخريب شوي دي او د پيښي لمړني معلومات ښيي چي دا بمي چاودنه وه  او دلا جزياتو په اړه يي پلټني رواني دي .

د پكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر

د پكتيا عالي اسلامي دارالعلوم لمړي دوره فارغان وركړل
تيره ورځ د ګرديز عالي اسلامي دارلعلوم د عظليم الشان قران ۲۶ تنو حافظانو ته د فضيلت پكړي وتړلي په دي مراسمو كي  سلاكار وزېر او دپكتيا والي ډګر جنرال جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه.

د پكتيا والي ښاغلي همدرد د غه قدرمن حفاظ وستايل او د دارالعلوم له استادانو يي هم مننه كړه چي په نه ستړي كيدونكي ډول هيواد والو په او په ځا نګړي ډول پكتيا والو ته د علم او عرفان په لاره كي د خدمت جوګه ګرځيدلي

د نومړي دارالعلوم دا لمړي دوره فارغان دي چي د دوه كلونو په ترڅ كي يي د فضيلت پكړي ورته تړلي

د يادلو وړ ده چي د پكتيا عالي اسلامي دارلعلوم دوه كاله دمخه تاسيس شو چي سږ  كال ورته  د پكتيا والي په ځانكړي پاملرنه وداني جوړه شوه .

سمون