بل ښوونيز كال پايته ورسېد خو د ښوونكوستونزي حل نه سوې!
July 20, 2008 – 7:35 pmپه ګرمسېر سيمو كي ۱۳۸۷ښوونيزكال پايته ورسېداو د دريو مياشتو لپاره د زدكوونكو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل سوې .
دغه ښوونيز كال په داسي حال كي پايته ورسېد، چي په پاى كي يې ، ښوونكو د لوږي ، بدبختۍ او بې وزلۍ له كبله په پراخو اعتصابونو لاس پوري كړ.
هغوى، چي فكر يې كاوه،د ښوونكو ژوند ته د نه پاملرني له امله،كولاى سي تل خپل عيش او عشرت وكړي ، ولړزېدل.
تر هغه چي دولتي چارواكو په تېره بيا د پوهني وزارت، چي سخت وارخطا سوى و، اړ سو، چي د ټولني د دغو خدمتګارانو ژوند ته لږ پاملرنه وكړي.
له دې سره سره، چي په دې منځ كي يو شمېر ښوونكي او زدكوونكي تر نېول كېدو وروسته بنديان هم سول او د څو ورځو لپاره يو شمېر اعتصاب كوونكي ښوونځي د پوليسو له خوا محاصره سول، د پوهني وزارت يې په وړاندي ځواك ښودنه وكړه او د پوهني وزير په غوسه او قهر اعتصاب كوونكي وګواښل، خو ښوونكو په خپلو اعتصابونو وښوده، چي په زور سره كولاى سي، هغه كسان، چي دوى ته درواغجني وعدې وركوي داسي اړ كړي، چي د دوى حقونو ته هم پاملرنه وكړي او هغوى د ارامتيا له خوبه بيدار سي.
ښوونيز كال داسي مهال پايته ورسېد چي همدا اوس يو شمېر ښوونكي د دولت د مخالفينو تر نفوذ لاندي سيمو كي په جبر سره د ژوندانه په ډيرو بدو شرايطو كي ژوند كوي، ځينو يې ژوند له لاسه وركړى، كوچنيان يې له زدكړي محرومه دي او يو شمېر نور بيا د كوكنارو په كروندو كي د نېښ وهلو لپاره تيارى نيسي او يو شمېر زدكوونكي خو په نشه يي توكو روږد سوي دي.
په درې څلور زره افغانيو باندي د ښوونكو ژوند ډېرسخت او دوږخي دي او له همدې كبله ده، چي ډېرى ښوونكي بزګري هم كوي او دا ځكه چي هر انسان بايد د ژوندي پاتي كېدو لپاره يو څه وخوري او په يو څه بايد خپله كورنۍ وساتي ..
ښوونكي هم بايد يو څه پيدا كړي او لكه څنګه چي اوسنۍ تنخوا يې د كورنۍ د يوې اوونۍ خرڅ هم نه برابروي، نو اړ دي، چي بايد نور كارونه هم وكړي او له همدې امله ده، چي زموږ ډېرى ښوونكي د ډوډۍ پيدا كولو له اصلي دندي سره معلمي هم كوي.
او همدا وجهه ده، چي ټول بيا د زدكوونكو د سواد د كچي له ټيټوالي شكايت كوي او له تربيې يې ناخوښي څرګندوي.
له دې سره،سره چي د افغانستان د پوهني وزارت له ډيرو ستونزو سره مخ دئ، مګر د ښوونكو ستونزو يوه له اساسي او بنسټيزو ستونزو څخه ده.
كه چيري د يوه ښوونځي لپاره په ډېره عالي سويه ټول تدريسي امكانات برابر وي، مګر هغسي ښوونكي، چي له دې امكاناتو څخه ګټه پورته كړاى شي شتون و نه لري، په دې صورت كي به د زدكوونكو تحصيلي سطحه هيڅكله هم لوړه نه شي.
په داسي حال كي ، چي زموږ په هيواد كي دا امكانات په ډېره ابتدايي بڼه د زدكوونكو په اختيار كي دي .
زموږ ښوونكي له رخصتي وروسته د شپې تر ناوخته پوري په ډوډۍ پيدا كولو پسي سرګردانه وي او د تياري او د زدكوونكو د كورنۍ دندي د ليدلو او كتلو لپاره كوم فرصت نه پيدا كوي، نو له همدې كبله مجبوريږي، چي له ښوونيزو اصولو سره په ډېره بېړه چلند وكړي.
له تدريس او د زدكوونكو له تحصيلي ژوند سره دا قسم چلند زموږ د هېواد او ملت له راتلونكي سره لوبه ده، ځكه ټول په دې پوهيږو، چي زموږ د وطن دا اوسنۍ كنډوالې د همدغو نيالګيو په زدكړه، چي له ښوونكو څه زده كوي جوړيږي او د همدغو نننيو زدكوونكو قوي مټي دي، چي د راتلونكي سوكالۍ زېرى ور كوي ، چي له هغې پرته د هيواد پرمختګ او وده ناشونې ده او كه چيري نن ورځ دا فرصت له لاسه وركړو په راتلونكي به هېڅ ډول باور او اعتماد ونه كړاى شو.
هغه وخت به ډېر ښه واى چي ښوونيز كال موشاته پرې ايښى واى ، او زموږ په هيواد كي حق حقدارته رسېدلى واى او دا كښته پورته او لوړي او ژوري شتون نه درلوداى، چي يو د ژوندانه له ټولو نعمتونو څخه برخمن وي او يو بل دي د يوې ګولې ډوډۍ پسي څو جوړې څپلۍ زړوي .
په تېره بيا هغه استادان او ښوونكي، چي زموږ د تاريخ په اوږدو كي د پاك او سپېڅلي قشر په توګه پېژندل شوي، پادشاهانو او شهزاده ګانو ور ته بوټونه سم كړي او لاسونه يې ښكل كړي دي بايد لږ خو له هوسا ژوند څخه برخمن شي او په ارامه طبيعت له دې انده لري، چي د شپې له مخي ډوډۍ نه لري بيده شي او سبا ته په ارام فكر او اند له خوبه را پاڅي .
ښوونكى د رڼايي هغه چينه ده، چي ټولي تيارې رڼا كوي او د ژوندانه په لوړو او ژورو كي بشريت ته ژوند كول ور زدكوي او كه چيري دا چينه د يوې شېبې لپاره ټپه شي او له هغې سره نا مهرباني او غدر وشي، له ترقۍ ، پرمختګ او ژوند كولو سره خيانت دئ .
له همدې كبله ده، چي د ښوونكي په لاس ژړول يې له پلارني ميني څخه ازرښناك گڼلي او هره هغه ټولنه چي دغه ارزښت و نه پايي له بدبختۍ او بدمرغۍ پرته به يې بل څه په نصيب نه شي او بالاخره د دغي بدبختۍ اوج هغه وخت رابرسېره كيږي ، چي ښوونكي د ژوندي پاتي كېدلو او د يوې ګولې ډوډۍ د پيدا كولو لپاره په اعتصابونو لاس پوري كوي او د خپلو زوړنو د سرنو له زدكړي مخه اړوي. له دا ډول مشرانو كه نن نه وي نو سباته به خامخا تاريخ كركه كوي.
په ټول هيواد كي د ښوونكو د ژوند د سوكالۍ په هيله