خپل كوچنيان مه ترټى !!

July 24, 2008 – 7:18 pm

هره كورنۍ په خپلو كوچنيانو ښه معلوميږي اود كورنۍ د ټولو غړو ساعت په تير وي ، په اسلام كي هم د كوچنيانو لور ته د پاملرني ډېر ټينګار سوى دى او په نورو دينونو كي هم د كورنۍ د ټولو غړو په ځانګړي ډول د كوچنيانو ښووني او روزني ته د پاملرني كلك امر سويدى ، په ډيري خواشينۍ سره بايد يادونه وسي چي زموږ په ټولنو كي كوچنيان يا خو ډېر نازول كيږي او يا هم تر اندازه زيات ترټل كيږي چي دا ډول كړني د كوچنيانو لپاره ناوړه پايلي لري .

تاسو به ليدلي وي چي لا تر اوسه هم زموږ په كورنيو كي كوچنيانو ته د خبرو حق نه وركول كيږي او د څه ويلو پر وخت په ډېره سخته ژبه ور ته ويل كيږي چي : د مشرانو په وړاندي څه مه وايه ، دغه د ( څه مه وايه ) كلمه د ژوند تر اخره پوري ور سره ملګرې وي ، په ظاهره دغه كوچنيان د عمر په لحاظ د ځوانۍ پړاو ته څه چي تر ښو څوكيو او منصبونو پوري ورسيمي خو افسوس چي د ( څه مه وايه ! ) كلمه يې په مغزو كي ازانګې كوي او له همدې سببه له هيچا څخه خپل حقه حقوق نه سي تر لاسه كولاى او د ژوند په ډيرو چارو كي د خپل دغسي پڅتوب له امله وروسته پاته وي او د همزولانو تر منځ يې د ځلېدو خوند نه وي .

همدغه سبب دى چي ټولو آشماني دينونو د كوچنيانو د ښوړوني او روزني ټينګار كړى دى او په هر وخت كي يې خپل پيروان د كوچنيانو بدني او ارواحي پاملرني ته ځير كړيدي ځكه همدغه كوچنيان د سبا ځوانان او د هيوادونو جوړوونكي دي ، بايد زموږ خلګ په خپلو كورنيو كي دغه ټكي ته په كلكه پاملرنه وكړي او په دې سر خلاص كړي چي څه مه وايه ! ادب او احترام نه دى بلكي دا له يوه انسان څخه د هغه حقوق اخيستل دي او بل پلو ته هغه كورنۍ چي خپل اولادونه تر حد ډير نازوي هغوى هم بايد په دې پوه سي چي ډير ناز اولاد بې تربيې كوي .

د كوچنيانو د ښې روزني په هيله                                                         

Post a Comment