وينه وركړى ،ثواب وګټئ!!

July 28, 2008 – 11:45 am

وينه دانسان په رګونو كي بهېدونكې په رنګ سره مايع ده،چي نه يوازي دانسان بلكي د ډيرو ژوند ور پوري كلك تړلى دى. وينه په طبي لحاظ ډېره مهمه ده او دا يې ارزښت دى چي دعيسوي كال دجون دمياشتي ۱۴ نېټه په نړيواله كچه د ويني د وركړي په نامه ياديږي او په دغه ورځ ډېرى روغ كسان روغتونونوته ځي تر څو د نورو د ژوند ژغورني په موخه وينه وركړي.دا چي له يوې خوا موږ او تاسي مسلمانان يو او له بلي خوا افغانان يو بايد د ويني وركړي ته ډېره پاملرنه وكړو ځكه داسلام له انده:كه چا يو انسان وژغورى لكه بشپړ انسانيت چي يې ژغورلى وي.له بله طرفه زموږ په ګران هيواد كي ويني ته ډېره اړتيا ځكه ده چي خامخا په مياشت كي زموږ د هيوادوالو په برخه له يوې او بلي خوا د مرګ ژوبلي توره او وېروونكې بلا پر كورونو نازليږي او په دغسي حالاتو كي زموږ د(ويني زېر متونونه) د ژوبل سوو كسانو د ژغورني په موخه ويني ته ډېره اړتيا پيدا كوي او په څو ځله مو اورېدلي او ليدلي دي چي د يوې دغسي پيښي پر مهال د ويني اړتيا ليدل سوې او ان يو شمير ناروغان خو لا له همدې امله مړه سوي هم دي نو بايد زموږ هغه ځوانان او په صورت روغ كسان په څو مياشتو كي خو يو ځل خامخا وينه وركړي چي د طبي لحاظه دغه وينه ور كول خپله د ويني وركوونكي ته ګټه لري او د ويني د بېلا بيلو ناروغيو څخه ژغورل كيږي.

نو راسى! چي د ويني په وركولو سره خپل اسلامي ، افغاني او پښتني مسوليت پر ځاى كړو او له دې لاري پر اخروي ثواب سربېره دنيايي ګټي چي هغه روغ  صحت دى هم وګټو او كه چيري خداى ج مه كړه موږ په دې لار كي غفلت وكړو نو نه يوازي اخروي بلكي دنيايي ګټي به مو هم له لاسه وتلي وي او بيا به مو ارمان كومه ګټه نه لري.

Post a Comment